د قدر د شپې وظائف او اعمال

هر مسلمان باید د قدر په شپه دغه لاندې شپږ اعمال سرته ورسوي:

۱ – قیام اللیل :

یعني په دغه شپه کې ډیر عبادت کول اوشپه په عبادت تیرول. لحدیث أبی هریرة رضی الله عنه، عن النبی صلى الله علیه وسلم قال :«مَنْ قَامَ لَیْلَةَ الْقَدْرِ إِیمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

۲ – کثرة الدعاء :

یعني په دغه شپه ډیره دعاء کول . لقول عائشة رضی الله عنها : یَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَیْتَ إِنْ عَلِمْتُ أَیُّ لَیْلَةٍ لَیْلَةُ الْقَدْرِ مَا أَقُولُ فِیهَا ؟ قَالَ : «قُولِی : اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِیمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّی» [الترمذی] .

۳- د فرائضو په ځای کول:

یعنې په خپل وقت کې کول . قال الله تعالى فی الحدیث القدسی : (وَمَا تَقَرَّبَ إِلَیَّ عَبْدِی بِشَیْءٍ أَحَبَّ إِلَیَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَیْهِ) [البخاری].

۴- د ماخوستن او سهار لمونځ په جماعت سره اداء کول:

لحدیث مسلم الذی حدث به عثمان بن عفان رضی الله عنه عن رسول الله صلى الله علیه وسلم أنه قال: مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِی جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّیْلِ ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِی جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّیْلَ كُلَّهُ .

۵  الاجتهاد في العبادة:

یعنې په عبادة کې زیارایستل، تردې چې د خپلې کورنیوپه شمول هغه ماشومان هم باید په دغه شپه عبادت ته وهڅول شي چي د عبادة طاقت لري.

فعن عَائِشَةَ رَضِیَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ : “كَانَ النَّبِیُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ شَدَّ مِئْزَرَهُ ، وَأَحْیَا لَیْلَهُ ، وَأَیْقَظَ أَهْلَهُ” [البخاری ومسلم] ،

یعنې په دغه شپو کې اعتکاف کول . یا دغه د قدر په شپه په ځانګړي ډول نفلي اعتکاف کول او شپه په عبادت تېرول .

وفی روایة لمسلم :”كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ یَعْتَكِفُ فِی كُلِّ رَمَضَانٍ” كما قالت عائشة رضی الله عنها فی صحیح البخاری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب