د غرونو خوځښتونه | قرآن علمي اعجاز

قرآن کريم فرمایی چې غرونه ولاړنه دی بلکې تل دخوځښت په حال کې دی.
اوغرونه چې جامدوینې، لکه دوریځو په شان په خوځښت کې دی. (النمل ۸۸).
دغرونو دغه خوځښت دځمکې دقشر دخوځښت له کبله مینځ ته راځی . دځمکې قشر دپوښ په پوړباندې خوځیږی. لومړی ځل یوه آلمانی پوه  الفرد وگنر په شلمه پیړۍ کې روښانه کړه چې لوېې وچې په لومړی سره کې  یو له بل سره نښتتې وې اووروسته بیا دخوځښت له کبله یو له بله بیلې شوې اویو له بله لرې شوې.
پنځوس کاله وروسته له ده نه په کال ۱۹۸۰ کې ځمکې پېژندونکی دده دنظریې په حقیقت پوه شوې. پنځه سوه میلیونه  کاله وړاندې دځمکې لویی وچې یوله بل سره تړلې وی اوپه سویل قطب کې یی قرار درلود چې پوهانو ورته پانګیا نوم ورکړی. یوسلو اتیا میلیونه کاله مخکې دغه پانګیا  په دوو برخو وویشل شوه، چې ورته ګوندوانا نوم ورکړشوی چې افریقا، آسترالیا، انترکتیکا، اوهند په کې لامل وو. اودوهمې برخې ته یی لوریشیا نوم ورکړی شوی چې اروپا، شمالی امریکا، اوآسیا پرته له هنده په کې شامله وه. چې یوسلو پنځوس میلیونه کاله نور دغه دوه لوېې وچې په وړو برخو وویشل شوی.
له پانګیا څخه جوړه شوې ټوټه په چټکۍ سره څوسانتی متره په کال کې خوځښت لرې چې دغه حرکت دځمکې پېژندوکو له خوا داسې تشریح شوی دی:

دځمکې قشر اودپوښ دپوړپورتنۍ برخه چې سل کیلومتره پریړوالی لری په داسې پاڼو ویشل شوې چې  Plates  پلا تس په نامه یادیږی. شپږ لوی پاڼې یا صفحی اوډیرې نوری وړوکې پاڼې دی. دپاڼودفرضیی له مخې دغه پاڼې دځمکې په سر حرکت کوی چې زیادتره یی لویی وچې له ځان سره وړی.   دلویو وچو خوځښت په کال کې له یوه نه ترپنځو سانتی مترو پوری اټکل شوی دی. اوځکه چې داپاڼې تل په خوځښت کې دی دجغرافیایی بدلونونو سبب ګرځې دبېلګې په ډول داطلس بحر هرکال یوڅه پراخیږی.

مهم تکی دادی چی قرآن غرونه لامبو وهونکی اوخوځیدونکی ښوولی اواوسنۍ پوهه هم لویی وچې  خوځیدونکې جوتوی اودا خوځیدنه داسې نه ده چې په سترګو ولیدل شی پس آیا دامعجزه نه ده هغه څه چې په شلمه پیړۍ کې خلک پری پوه شول په اووم ه پیړۍ کې بیان شوی وو په داسې حال کې چې هغه وخت به دومره خلک ددی آیتونو په اصلی مفهوم نه پوهیدل اودا بل دلیل دی دالهی کلام په اعجاز.

محمدشفیق حقپال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب