کوچنيان څه ډول د قران له تلاوت سره عادت کړو؟

 تلويزون له لوستلو او ذهني تمرکز سره د هغوی لېوالتيا کموي. زيات کوچنيان د هغو خيال پلاوونو له کبله چې موسيقۍ او فلمونو څخه يې اخلي، د ذهني تمرکز په اړه ستونزې لري.

 سرچینه: اسلام انلاین

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

ميندې او پلرونه بايد خپل کوچنيان د قران کريم تلاوت او له هغه سره مينې ته په غوره او مهربانه توګه وهڅوي.
په دې اړه د شاه عبدالعزيز په پوهنتون کې د قران کريم د تفسير پوهاند، مرحوم دکتور عبدالله ناصح علوان په خپل کتاب (په اسلام کې د ماشوم ښوونه) کې وايي:
په طبراني کې له حضرت علي رضی الله عنه  څخه روايت شوی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايلي: خپل کوچنيان په درې شيانو له خپل پېغمبر، له خپلې کورنۍ او خپلوانو، او د قران کريم له تلاوت سره مينې کولو باندې عادت کړئ.  ځکه چې د قران حاملين به په هغې ورځ د الله جل جلاله د عرش له سيوري لاندې د الله  له رسول صلی الله علیه و سلم  او دوستانو سره يو ځای  وي، چې بل هيڅ سيوری وجود و نه لري.
امام الغزالي رحمه الله په خپل کتاب احياء علوم الدين کې ماشومانو ته د قران کريم، د نيکانو د ويناوو، د پاک زړو خلکو د کيسو، او ديني حکمونو د ورښوولو سپارښتنه کړې.

په همدې ډول امام ابن خلدون په خپله مقدمه کې کوچنيانو ته د قران کريم پر ورښوولو او ور يادولو تأکيد کړی، او په ډاګه کړې يې ده چې قران کريم د بېلابېلو اسلامي هيوادونو په نصاب کې د ښوونې اساس دی.
په کور کې د قران لوستلو او تلاوت ته د کوچنيانو د هڅونې او په دې کار د هغوی د عادت کولو د لارو چارو په هکله د شمالي امريکا د فقهي شورا غړی او وتلی عالم شیخ محمد الحنوتي زياتوي:
لومړی بايد د ماشوم د چاپيريال د ساتېرۍ او توجه خرابولو شيان وپېژنو. تلويزون او موسيقي د ساتېرۍ دوه سترې وسيلې دي چې د هغوی د ژوند برخه ګرځېدلې او د پستو او بدمرغو فعاليتونو لور ته يوه کړکۍ ده چې ډېر کوچنيان پکې ښکېل کيږي. د بېلګې په توګه تلويزون له لوستلو او ذهني تمرکز سره د هغوی لېوالتيا کموي. زيات کوچنيان د هغو خيال پلاوونو له کبله چې موسيقۍ او فلمونو څخه يې اخلي، د ذهني تمرکز په اړه ستونزې لري.

دوهم دا چې مور يا پلار نه شي کولای خپل اولاد د يوه کار کولو ته لېواله کړي تر څو چې يې په هغه کې د نوموړي کار په اړه د ارزښت احساس نه وي پيدا کړی. د دې هدف له پاره تر يوه بريده له کوچني سره د مور يا پلار معقولې خبرې اترې ګټه لري، مګر هغه څه چې په دې خبرو کې ډېر مهم دي، هغه ماشوم ته د هغه چا له خوا د زړه خواله دي چې دی ور ته درناوی لري او د يوې بېلګې په توګه ور ته ګوري. که چېرې هغه په دې پوه شي چې پلار يې د قران کريم له يادولو سره مينه لري، او که چېرې ماشوم ته خپل پلار ګران وي، ماشوم هم له قران سره مينه او لېوالتيا ښيي.
درېيم دا چې کوچني ته د لوبو، ټوکو، او ساتېرۍ لاره هواره شي او هغه خوښ وساتل شي. بيا کوچنی په خپله د هغه چا د لارښوونو منلو ته چمتو کيږي چې دی خوښ ساتي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب