د عسلو مچۍ او عسل | د قرآن علمي اعجاز

الله جل جلاله په قرانکریم کی (16) سورت دسورت نحل (دمچمچۍ سورت) په نامه ونوماوه

په سورت نحل په (67) ایات کی الله جل جلاله فرمایی:
موږ و موچمچۍ ته وحی وکړې چی خپل کورونه په غرو کی او ونو کی جوړ کړی، اوپه هغه ځایوکی چی خلک ئې لوړجوړوی، بیانووخوری تاسی (ای مچییو) له هر قسم میوو څخه نوځی (الوځی) په لاره درب خپل په دغه حال کښې چی اسانه ده (خلاصه اوصافه درته ښکاری) راوځی له ګیډو(نس) له ددوی دڅښلو (عسل) چی مختلف دی رنګونه ددې (عسلو) په دغه (عسلو) کی شفاء ده دپاره دخلکو بېشکه په دغو (مچمچیو اوعسلو کښی خامخاډېرلوی دلیل دی) پرقدرت اوحکمت دالله دپاره دهغه قوم چی فکرکوی (اوپرغرایبو ئې عقل چلوی)۔

اوس نو اعجاز القران ته وګورئ:

لوی څښتن تعالی جل جلاله لفظ دمونث ذکرکړی دی اودالفظ د (ان اتخذي) یعنی ونیسه ، جوړکه، چی دلته ضمیر دمونث دی (ی) یعنی الله جل جلاله وښځینه موچمچۍ ته وایی، چی ته داکورونه جوړکه، چی 1400 کاله وروسته ساینس پوهان په دې وتوانیدل چی دایي ثابته کړل چی کورونه دموچمچیوښځینه ئې جوړوی، نه نر، اوس که سړی څه په سرکی ماغزه ولری اودعقل څخه کارواخلی نو1400 کاله مخکی څوک په دې پوهیدې چی دمچمچیونرکومه یو دی او ښځه ئې کومه یوه ده، حتی سل کاله مخکی ساینس پوهان نه په پوهېدل چی نرئې کوم دی اوښځه ئې کومه ده، چی دادقران کریم معجزه ده، چی ټولې نړې پرې اتفاق اویووالۍښودلې دی اوپه دې باندی ئې اقراکړیدی چی دامعلومات په زرګونه کالومخکی بې له الله جل جلاله وبل چاته نه وه معلوم، سبحان الله۔

ددوهم ځل لپاره الله جل جلاله د (کلی) په لفظ کی دمونث ضمیر استعمال کړی دی، چی دلته هم دموچمچۍ ښځینه ه ورڅخه مرادده نه نر، وروسته به وتاسو ته دامعلومه سی چی دښځې څه وظیفه ده اودنر۔
دمچمچیوپه شکېرګنی کی، مشره ښځه ده، اوودې ته ملکه وایی، چی ټول دنظام کانترول ددې ښځې مچمچۍ په لاس کی دی ، ځکه الله جل جلاله دښځې ضمېر استعمال کړیدی، چی داټولواکه ده، نه نر، داشکېرګنې چی جوړوی داټوله داښځه جوړوی، زاویی اوکونجان ئې ټوله داایږدی، اوپرنوروامرکوی، چی داوکه اودا، چی داشکېرګنی ټول مکمل شو، بیاموچمچۍ (ښځینه) ځی دګلانوڅخه شیره راوړی، اودې ملکې نوری ښځینه موچمچۍ دشکېرګنی په خوله کی ګومارلی دی اوهغه بهرني موچمچۍ چی شیر ه راوړي دملکې په حضورکی ودې نوروته سپاری، چی دغه داخلی ښځینه موچمچۍ ددې شرې سره انزایم ورسره کوی اوپخپلوخانوکی ئې دملکې په امرسره چی هرځای ورته اړتیاوی ایږدی، چی دانو عسل شول، که فرضایوې مچمچۍ خرابه شیره راوړی نوداخلی موچمچۍ ئې دملکې په حکم سره سرله تنه جلاکوی، همداوجه ده ، ټولې موچمچۍ ترخپل وسه کوښښ کوی چی سمه اوسالمه شیره راوړی اوترډیرې لیری واټنه پوری سفروکی ترڅوښه خدمت وکی، او په دوی کی دانظام هم شته چی که ویوې موچمچۍ ته سزاورکوی نوونوروته بیاانعام هم ورکوی، هغه نظم چی په دوی کی سته هغه نظم په انسانانوکی هم شتون نه لری، هیڅ ظلم په دوی کی نسته، ددوی پرنظم باندی کتابونه لیکل شوی دی چی وروسته به پخپل وارسره ستاسوترلاسودرورسوو۔ انشاءا لله

ځکه الله جل جلاله وایی چی ماوحی ودوی ته وکړی، اویومکمل سورت ئې دموچمچۍ په نامه کی، خوپاته دې نه وی چی الله جل جلاله کوم نظام، اونظم ودوی ته ورښودلی دی اوسمهال لاساینس پوهان پوره عبورنه پرلری، هغه کوم معلومات اوتجربې چی دوی کړی دی، هغه کتابونه، کتابونه دی۔
اودوهمې خبرې ته راځم هغه داچی عسل شفاء ده چی مخکی می هم یومضمون دبېنواپه ویب سایټ کی خپورکړی دی خودامضمون له هغه څخه بېل دی، اوپه دې مضمون کی هغه معلومات نسته اودانوی څیړنی دی، مینوال کولای سی چی زما هغه اوله لیکنه په بېنواکی وګوری۔

داچی عسل شفاء ده ماپه هغه لومړنۍ لیکنې کی هم څه بیان کړی دی، اواوس به تاسی په لاندنیوکی کرښوکی وګوری۔ که په لنډډول سره درته ووایم نوداتراوسه دامعلومه ده چی عسل په (115) ناروغیودرملنه ده۔
لوی الله جل جلاله ته دی حمداوثناءوی۔

عسل څه شی دی؟

عسل یوه ژړه خوږه مایع ده چی دعسلومچمچۍ ئې تولیدوی، دوی داددې لپاره جوړوی چی دایواځنی منبع دخوراک ده، په ژمې کی، ځکه چی په ژمې کی دخوراک لپاره هیڅ شی نشته دموچمچیولپاره، اوداددوی یوذخیره ده؛ عسل 36% په سلوکی خنډ(غلیظ) دی، په عسلوی کی عموماګلوکوز، فرکتوز، اوبه، تېل، مینرالونه، اوڅه نورځانګړی انزایمونه شتون لری، اولکه چی وټولوته جوته ده چی لکه چی الله جل جلاله ویلی دی، مختلف رنګونه اومختلف خوندونه لری اوداهرچاته جوت دی۔

دعسلودموچمچۍ اوعسلوپه اړه ځینی حقایق، چی دقرانکریم معجزه ده، اوداثابتوی چی قرانکریم یواځنی دالله له لوری رالېږل شوی الهی کتاب دی، چی 1400 کاله مخکی هیڅوک په دې نه پوهېدې، نه هم ساینس دومره پرمختللی وو، اونه هم خلکودومره مهارت پکښې درلودی، اودایقینادالله جل جلاله کلام دی، اوداسلام حقانیت دی ، چی ټول ماهرین اوساینس پوهان ورته ګوته په غاښ دی، هغه حقایق دادی:
 دعسلوښځینه موچمچۍ چرګینی(شکېرګنی) جوړوی، نه نر، لکه په سورت نحل کی چی قران کریم ویلی دی۔
 دعسلوموچمچۍ څلوروزرونه اوپنځه سترګې لری۔
 دننه په چرګینی (شکېرګنې) دحرارت درجه 92.93 فارنهایت لری، چی که دباندی ګرمې اوکه یخنې وی، نوهلته درجه دحرارت ثابته ده، ترڅوعسل خراب نه شی اویائې خونداویاهم رنګ له لاسه ورنه کی۔ چی داټول نظام الله جل جلاله ورښودلی دی اوسړی ورته حیران سی، چی داکوچنی حشره اودومره ښکلی نظام۔
 دعسلوموچمچۍ دخپلې ځالې څخه تر 10 میله پوری لیری ځی، دخوراک دپیداکېدوپه موخه ، مګرپه عام ډول سره 1ـ2 میله پوری دخپل ځای څخه لیری ځی چی دګلانوشېره پیداکاندی۔
 دموچمچۍ کارګره ډله په پسرلی 4 اونۍ ژوندلری اوپه ژمی کی 6 اونۍ۔
 دموچمچیومشره ښځینه موچمچۍ ده، چی هغې ته ملکه وایی، چی داملکه پخپل ژوندکی 600ـ800 پوری هګۍ اوپه زیاته اندازه سره 1500 هګۍ اچوی، داښځه ئې ځکه مشره ده چی الله جل جلاله په سورت نحل کی لفظ دښځې ذکرکړیدی، الله جل جلاله وایی چی ماوښځې موچمچۍ ته وحی وکړی ۔۔۔۔۔۔
 په یوشکېرګنی چی دوی ئې جوړکی، اوکارپکښې کوی، دمچمچیوتعداد تقریبا د 4000ـ6000 پوری وی۔
 دموچمچۍ سرعت په یوه ساعت کی 15 میله دی، اویوه موچمچۍ پخپل یوه سفرکی 50ـ 100 ګلانوپوری ګوری، ترڅوښه دګلانوشېره اوډېره راوړی۔
 دیوه پاونډدعسلودجوړولولپاره 55000 میله سفر کوی، چی دشکېرګنی اندازه یوپاونډعسل وی، اویوه موچمچۍ پخپل ټول ژوندکی د 1ـ12 دچایودکاچوغې په اندازه سره عسل تولیدولای سی۔
 دعسلوموچمچۍ بېله ژمی بل وخت نه مری، دوی دګرمۍ په موسم کی خپل عسل خوری اودپسرلی انتظارکوی، دوی یوډېرمضبوط قشرپرشکیرګنی اوپرهغه ځای چی ملکه ژوندکوی جوړوی، اوراتاووې، ترڅوعسل اویاهم ملکه ضایع نه شی اوهغه تاوده وساتی دهمېش لپاره۔
 یوه ډله دموچمچیوپه کال کی، 60ـ100 پاونډوپوری عسل تولیدوی۔
 عسل دومره انرژې لری چی دیوه (اونس) په سوځولوسره دمځکی پرکُرې باندی سفر کیږی۔
دعسلوځینی ځانګړتیاوې:
 عسل ډېربهترینه غذاده چی دهضمېدولپاره ډېره ښه مناسبه ده، چی اوس مهال ئې ډېرروغتیاپالان وناروغانوته فرمایی اوتوصیه ئې ورته کوی۔
 په عسلوکی (کولستړول) غوړاوسودیم نشته، مګرډېرویټامینونه پکښې شتون لری چی له همدې کبله په ډېروناروغیوکی ورڅخه ددرملنې په ډول سره کاراخیستل کیږی۔
 دعسلویوه ځانګړتیاداده چی رطوبت جذبوی، همداوجه دی چی روسانودخپل اشغال پرمهال اوپه دوهمه نړېوال جنګ کی هیټلردخپلوزخمی سووعسکرددرملنې لپاره استعمالول چی ډېره ښه نتیجه ئې هم ورکوله۔
 عسل دزخمونو، سوځل شوی ځای لپاره، او(انفکشن) لپاره غوره علاج دی۔
 اوسنی ساینس پوهان په دې انددی چی عسل دمیکروب ضددرمل دی، چی مطلب ئې دادی چی عسل هرقسم میکروب، جراثیم اونو۔۔۔۔۔ وژنی، له همدې کبله دزخمونولپاره پوره کارکوی۔
 عسل د(beewax) په نامه سره یوه ماده لری، چی دپوستکی دخرابولو، دچاودلو، دشونډانودچولواودټول بدن لپاره بهترېن کریم اولوشن دی۔
 عسل په ځانګړی ډول سره دوینې دپوره کولولپاره اوهمدارنګه دمعدې دناروغیولپاره ډېرښه دارودرمل دی۔

 په عسلو کې دوه ډوله انرژي شتون لري:

1 کلوکوز: چی دالنډمهالې انرژې ده، داانرژې ډېره ژرپه بدن کی خپریږی، اواغیزې ئې ډېرې ژرجوتېږی۔
2 فرکتوز: چی دااوږدمهالې انرژې ده، ډېربتی ده اوترډېروخت پوری دوام لری، اواغیزې ئې ترډېروه مهاله پوری په بدن کی ځای لری۔

د عسلو استعمال ، فایدې، اغیزې، د نورو موادو سره:

 په مساوی اندازه سره عسل اود شونډ(چی په اردوکی ادرک اوپه انګلېسی کی ورته (Ginger) وایی ددې جوس ورسره ګډکی، چی دادټوخی، زکام، دستونی اودپزې دبهېدولپاره تجربه شوی درمل دی۔
 نیم ګرام دتورومرچوپاوډر، دعسلواود شونډودجوسوسره ګډکی،چی دادسالنډۍ لپاره بهترینه درملنه ده۔
 دخولې دهرقسم ناروغۍ لپاره لکه دانې، سپین داغونه اویا (په خلې) اوداسی نوروناروغیولپاره ښه علاج دی۔
 دزرهاووکلونوراهیسی عسل دزخمونولپاره استعمالیږی، چی تاریخ ئې دمیلادڅخه دمخه ښودل شویدی، داځکه چی په عسلوکی هیڅ میکروب اوجراثیم ژوند نه شی کولای۔
 کله چی عسل دزردکودجوس سره یوځای استعمال شی، دسترګوددرد، سوروالی، دانواودیدلپاره ډېره ښه درملنه ده۔
 عسل په بدن کی (غوړ) اوقبض په مکمل ډول سره پایته رسوی، کچیری عسل سهارپه نهاره باندی په یوه ګرمویوه ګلاس شیدوکی چی 6 څاڅکی دزېرې تېل هم ورواچوی نوبهترینه علاج دی۔
 په عام ډول سره دعسلوخوراک دانسان دبدن مقاومت دناروغیوپه مقابل کی زیاتوی۔
 وېښتیانودهرډول ناروغۍ لپاره مجرب دی، لکه رژېدل، ماتېدل، تویدل اونور۔۔۔۔۔۔۔۔ داپه هغه وخت کی ډېره فایده کوی چی عسل دهوږې سره ګډه سی۔

عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب