دخاتمې دسمېدلو اسباب

۲:دخاتمې دسمېدلودوهم سبب استقامت دی

الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب کي فرمايلي دي : إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿ 30 ﴾ نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ﴿ 31 ﴾ نُزُلًا مِنْ غَفُورٍ رَحِيمٍ ﴿ 32 ﴾ (حم السجدة :۳۰\۳۱\۳۲)

ترجمه:بېشکه هغه کسان چي ويې ويل:زموږرب الله دی،بيا(په دې وينا)ټينگ شي،نوپردوی به ملايکي رانازلېږي چي مه وېرېږئ!اومه خفه کېږئ!اوپه هغه جنت خوشحاله اوسئ چي ستاسوسره يې وعده کېدله!!

موږددُنياپه ژوندانه کي هم ستاسوملگري يو اوپه آخرت کي هم اوهلته به ستاسولپاره هرهغه څه وي چي ستاسوزړه يې غواړي اوپه هغه کي چي څه غواړئ هغه درته شته(۳۱)دامېلمستياده دبخښونکي مهربان(خدای)له لوري!!

په دې مبارکو آيتونو کي الله پاک دکاملومؤمنانوحالت بيان کړی اوپه دُنيااوآخرت کي يې ددوی لپاره د اعزازاواکرام ذکرکړی دی.
يعني هغه څوک چي دالله پاک په وحدانيت اويووالي ايمان راوړي اوبياپه خپلي دغي عقيدې باندي ترمرگه پوري کلک پاته شي

نو د دوی لپاره الله پاک په اولني آيت مبارک کي په څلوروطريقوسره زېری بيان کړی دی:

۱:پردوی باندي ملايکي راکښته کېږي!!

دملايکودغه نزول په خوب کي هم وي په داسي طريقې سره چي رښتيني اوښه خوبونه داسړی ويني،دزنکدن په وخت کي هم وي،له قبرونوڅخه دپورته کېدلوپه وخت کي هم وي اودحشرپه ميدان کي هم وي.

۲:بل زېری دادی چي ملايکي به دوی ته وايي:چي تاسومه وېرېږئ!

يعني دراتلونکي په هکله بې فکره اوسئ!تاسوله عذابونوڅخه خوندي ياست!

۳:بل داچي غم مه کوئ!يعني په تېرشوي ژونداوحالاتوپسې غم مه کوئ!که گناوي موکړې وې هغه الله پاک دربخښي.

۴:اوتاسودجنت له امله خوشحاله شئ چي تاسوته به الله پاک هغه جنت درکوي دکوم چي يې درسره په دُنياکي وعده کړې وه!
په دوهم آيت کي په دروطريقوسره دايمان اواستقامت خاوندانوته زېری ورکول شوی:

۱:ملايکي يې په دُنياکي هم ملگرې اودوستاني دي:په دُنياکي دخيرالهام ورته کوي،دلمانځه لپاره يې له خوبه بيداروي،شيطاني ضررونه ترې لري کوي،حفاظت اوساتنه يې کوي.

۲:په آخرت کي يې هم ملگرې دي:دمؤمنانولپاره به شفاعت کوي اوسلامونه به ورته کوي.

۳:ملائکي به مؤمنانوته وايي چي ستاسولپاره به په جنت کي هرهغه څه وي چي ستاسو زړه يې غواړي اوهرهغه څه چي تاسويې غواړئ!

يعني ستاسوهرخواهش به پوره کېږي که يې تاسوپه خوله وغواړئ اوکه يې په زړه کي وساتئ.

په دريم آيت کي يوزېری بيان شوی اوهغه داچي دجنت نعمتونه مېلمستياده:مطلب داچي دجنت نعمتونه به داعزاز اواکرام په توگه وي اوددُنياپه شان به نه وي چي دمېلمه لپاره يوازي درې ورځي دمېلمستياکولوتکلف وي اوبياعام خوراک خوري بلکي دتل لپاره به دمېلمه په توگه عزتمندوي اوهمدارازدسوالگرپه څېربه ذليل نه وي بلکي عزتمندبه وي.

همدارازدمېلمستياپه تعبيرسره يې دې ته اشاره وکړه چي ډېرداسي نعمتونه به هم ملاوېږي چي دهغوآرزوهم ستاسوپه زړونوکي نه وي پيداشوې،لکه څنگه چي دمېلمه مخي ته ډېرداسي شيان راځي چي له مخکي يې فکرهم ورته نه وي په ځانگړې توگه چي ديوه لوی سړي مېلمه وي.(مظهري\معارف القرآن ص۶۵۲ج۷)

مطلب دادی چي داټول زېري دهغه چالپاره دي چاچي ايمان راوړی اواستقامت يې کړی وي.

استقامت څه ته وايي:

له حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه څخه ددې آيت په تفسيرکي نقل دي چي هم الذين لم يشرکوابالله شيئا(تفسيرابن کثير ص:۴۷۷ج۵)

داهغه کسان دي چي دالله پاک سره يې دهيڅ شي شرک نه وي کړی!!

حضرت عمرفاروق رضی الله عنه فرمايلي دي:الاستقامة ان تستقيم علی الامروالنهی ولاتروغ روغان الثعالب(مظهري ص:۲۳۴ج۶)

يعني استقامت دادی چي ته دالله پاک په (ټولواحکاماتو)امراونهی برابرودرېږې،له دې څخه دگېدړانوپه شان يوې خوااوبلي خواته دتېښتي لارنه راباسې!!

حضرت عثمان رضی الله عنه داستقامت تفسيردعمل په اخلاص سره کړی دی(قرطبي ص۳۱۲ج۱۵\مظهري ص۲۳۴ج۶)

حضرت علي رضی الله عنه داستقامت تفسيردفرائضوپه اداکولوسره کړی دی.(قرطبي ص۳۱۲ج۱۵)

همدارازنوراقوال هم داستقامت په تفسيرکي شته.

له دې امله علماووفرمايلي دي چي استقامت يومختصرخوجامع لفظ دی،چي په دې کي په ټولوشرعي احکاماتوعمل کول اوله ټولوحرامواومکروهوکارونوڅخه دتل لپاره ځان ساتل شامل دي.

مطلب دادی چي دايمان سره استقامت په ځان کي راوستل دادمخکينوبيان شويوټولوبشارتونودمستحق کېدلولامل دی.

ددغوبشارتونولپاره داضروري ده چي دانسان خاتمه به په ايمان سره شوې وي.

نواستقامت هم دخاتمې دسمېدلولپاره يومؤثرسبب دی.

له دې امله بايدداکوښښ وشي چي هرڅوک په ځان کي داصفت پيداکړي څودتل لپاره مونېکمرغي په برخه اودتېروشويوبشارتونومستحق شو.

الله پاک دي په موږته توفيق راکړي چي داصفت په ځان کي پيداکړو.آمين يارب العالمين

۳:دخاتمې دسمېدلودريم سبب تقوی ده:

قال تعالى : {وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا}(سورة الطلاق:۴)

يعني څوک چي له الله پاک څخه وېره وکړې(الله پاک به)دهغه(په هر)کارکي آساني راولي!!

په دې آيت مبارک کي دتقوی دافائده بيان شوې چي له امله يې  الله پاک دبنده په کارونوکي اسانتياراولي.

اوکارونه يې عام يادکړي دي په دې کي ددنيااوآخرت ټول کارونه داخل دي.

نوچي دآخرت کارونه دتقوی له امله سمېږي له دې څخه معلومه شوه چي ددغه کس خاتمه سمه شوې  ځکه دآخرت دکارونودسمېدلولپاره اساسي شرط دخاتمې سمېدل دي.

نودتقوی اوپرهېزگارۍ ډېرکوښښ بايدوشي.

۴: څلورم سبب تراوداسه وروسته وروستنۍ دُعاء لوستل دي:

عن أبي سعيد عن النبي صلى الله عليه وسلم قال من توضأ فقال سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ . كتب في رق ثم طبع ( 9 ب ) بطابع فلم يكسر إلى يوم القيامة

(رواه الحاکم :۵۶۴ج۱،والنسائي في عمل اليوم والليلة ص:۱۷۴)

له حضرت  ابوسعيدخدري رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:چا چي اودس وکړ، نو ويې ويل:

سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ(اې الله!ستالپاره پاکي ده اوستالپاره ستاينې دي.

زه شاهدي ورکوم چي له تاپرته بل څوک دعبادت لائق نشته،له تاڅخه بخښنه غواړم اوتاته توبه باسم)

نوپه يوه کاغذکي به(دادُعاء) وليکل شي اوبيابه ورباندي مُهر ووهل شي چي ترقيامته پوري به مات نه شي .

په بل روايت کي راغلي دي

طبع الله عليها بطابع ثم رفعت تحت العرش فلم تكسر إلى يوم القيامة(عمل اليوم والليلة ص:۱۷۴)

چي الله تعالی به ورباندي مُهرولګوي بيابه ترعرش لاندي پوري پورته کړل شي،نوترقيامته به هغه مهرنه ماتيږي .(حاکم،عمل اليوم والليلة للنسائي)

يعني داکاغذبه بندشي اودقيامت له ورځي مخکي به نه خلاصېږي يعني ده ته به يې ثواب خامخاورکېږي،له ضائع کېدلوڅخه به خوندي وي.

په دې حديث شريف کي دالله پيغمبرصلی الله عليه وسلم ددې دُعاءدقبلېدلواو انسان ته دده دغه  نيک عمل دثواب ورکول کېدلوزېری ورکړی دی.

له دې څخه داڅرگندېږي چي څوک دغه دُعاءتراوداسه وروسته لولي،دهغه مرگ به پرايمان باندي وي.

ځکه انسان ته دده دعمل ثواب هغه وخت ورکول کېږي چي خاتمه يې سمه اومرگ يې پر ايمان باندي وشي .

۵:دخاتمې دسمېدلوپنځم سبب دادُعاء لوستل دي :

اللهم اَحسن عاقبتي في الامورکلها،واجرني من خزي الدنياوالآخرة .

په حديث شريف کي راغلي دي:من کان هذادُعَاءُهُ مَاتَ قَبلَ اَن يُصيبَهُ البَلاءُ(کنزالعمال ص:۸۹ج۲حديث نمبر۳۷۴۸))

يعني څوک چي دادُعاءکوي نودمصيبت ترور رسېدلومخکي به مري.

يعني په ژوندکي به مصيبت ور ونه رسېږي!!

په دې حديث کي مصيبتونه عام ذکرشوي په دې کي ديني اودُنيوي ټول داخل دي.

نوچي له ټولومصيبتونوڅخه ساتل کېږي معلومېږي چي خاتمه يې ښه  شوې ده

ځکه دخاتمې خرابېدل ترټولو سترمصيبت دی.

نوددې دُعاءدلوستلوهم کوښښ بايدوکړل شي.

۶:دخاتمې دسمېدلوبل سبب دخوب دُعاء لوستل دي.

داځکه ددې له امله  انسان په فطرت مري.
له حضرت براءبن عازب رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به چي کله خپلي بستر ‌ې راغی په خپل ښي اړخ به ويده شويې بيابه يې وويل:
اللَّهُمَّ أَسْلَمْتُ نَفْسِي إِلَيْكَ، ، وَوَجَّهْتُ وَجْهِي إِلَيْكَ، وَفَوَّضْتُ أَمْرِي إِلَيْكَ، وَأَلْجَأْتُ ظَهْرِي إِلَيْكَ،
رَغْبَةً وَرَهْبَةً إِلَيْكَ، لَا مَلْجَأَ وَلَا مَنْجَا مِنْكَ
إِلَّا إِلَيْكَ، آمَنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أَنْزَلْتَ وَبِنَبِيِکَ  الَّذِي أَرْسَلْتَ،
رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:څوک چي دغه کلمات ولولي بياپه دې شپه کي مړشو،نوپرفطرت(اسلام) مړشو.
اوپه يوه روايت کي حضرت براءرضی الله عنه وايي چي رسول الله عليه وسلم يوه سړي ته وويل:اې فلانيه!(دايې اسيدبن حضيرته ويلي وو)کله چي ته خپلي بسترې ته راشي نوته اودس وکړه داسي اودس څنگه چي ستادلمانځه لپاره اودس وي،بياپه  راسته اړځ څمله،بياووايه:اللهم اسلمت نفسي اليک ترارسلت پوري اوويې ويل:که ته په دې شپه کي مړشې نوپرفطرت به مړشوی يې اوکه دي سهارکړنوخيرته به ورسېږې(متفق عليه\مشکوة  المصابيح ص:۲۰۹ج۱)
له دې حديث څخه معلومېږي چي ددغي دُعاءدلوستونکي خاتمه به پرايمان باندي کېږي نوددغي دُعاءپابندي کول پکاردي ځکه ډېره لويه گټه پکي نغښتې ده هم ددُنيااوهم دآخرت.

۷:د آذان ځواب دخاتمې دښې کېدلولپاره بل سبب دی:

له حضرت عمررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چي مؤذن الله اکبر،الله اکبرووايي،نوپه تاسوکي يو:الله اکبر،الله اکبرووايي،بياهغه اشهدان لااله الاالله ووايي،دی(هم)اشهدان لااله الاالله ووايي.
بياهغه اشهدان محمدارسول الله ووايي،دی(هم)اشهدان محمدا رسول الله ووايي.
بياهغه حی علی الصلوة ووايي،دی لاحول ولاقوة الاباالله ووايي.
بياهغه حَی علی الفَلاح ووايي،دی لاحَول ولاقوة الاباالله ووايي.
بياهغه الله اکبر،الله اکبرووايي،دی(هم)الله اکبر،الله اکبرووايي.
بياهغه لااله الاالله ووايي،دی(هم)لااله الاالله له زړه څخه ووايي.
جنت ته به داخل شي(رواه مسلم ص:۱۶۷ج:۱\مشکوة المصابيح ص:۶۵ج۱)
جنت ته دداخلېدلومطلب دادی چي له جهنم څخه به خلاص شي اوله ابتداءڅخه به جنت ته داخل شي.
ددې حديث مطلب دادی چي په دې دُعاء کي دااثرشته چي انسان جنت ته داخلوي خوپه دې شرط چي بل مانع اوخنډبه جنت ته له داخلېدلوموجودنه وي.
په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری دی ځکه جنت ته چي داخلېږي ددې سره لازمه داده چي پرايمان مړشوی دی.

۸:دآذان دُعاءلوستل:

له حضرت عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله موچي له موذن څخه ا‌ذان وارېد،نوتاسوهم دهغه په څېر(کلمې)وواياست،بيا(دآذان ترختمېدلووروسته)پرمادرودشريف ولولئ ځکه څوک چي پرماباندي يوواردرودشريف ووايي الله پاک به پرهغه ديوځل درود له کبله لس رحمتونه وکړي،بيازمالپاره وسيله(الله ته نژدېکت)وغواړئ ځکه دايوه مرتبه ده چي دالله له بندگانوڅخه له يوه بنده پرته بل چاسره نه ښايي اوزه اميدلرم چي هغه بنده به زه يم نوڅوک چي زمالپاره وسيله وغواړي پرده باندي زماشفاعت حلال شو(رواه مسلم ص:۱۶۶ج:۱\مشکوة المصابيح:ص:۶۴ج۱)

دوسېلې دغوښتلودُعاءبه څنگه کوي؟دادُعاءپه دې وروستني حديث کي راغلي ده:
له حضرت جابررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي کله اذان واوري دا(دُعاء)ووايي:
: اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعوةِ التَّامَّةِ ، والصَّلاةِ الْقَائِمةِ، آت مُحَمَّداً الْوسِيلَةَ ، والْفَضَيِلَة، وابْعثْهُ مقَامًا محْمُوداً الَّذي وعَدْتَه .
.دده لپاره زماشفاعت دقيامت په ورځ واجب شو(رواه البخاري\مشکوة المصابيح ص:۶۵ج۱)
په حديث کي داسي الفاظ راغلي دي:حلت له شفاعتي!
ددې يوه مطلب دادی چي شفاعت به ورته حلال شي اوبله معنی يې داده چي شفاعت به ورته واجب شي(مرقاة المفاتيح ص:۱۶۱ج۲)

دشفاعت دواجبېدلومطلب خوواضح دی دحلالېدلومطلب دادی چي که  دگناهونوله امله شفاعت ورباندي حرام شوی وي نوددې دُعاءله امله به ورته حلال شي.
په دې حديث کي هم دازېری دی چي ددې دَُعاءدلوستونکي خاتمه به ښه وي.
نوددې دُعاءهم بايدپابندي وشي ځکه ډېره لويه گټه ده چي له ضائع کولويې ډډه ضروري ده.
۱۳:دمسلمان په غياب کي دفاع:

په حديث کي راغلي دي:چاچي دخپل وروردغوښي له خوړلو(دغيبت کولو)څخه دهغه په نه شتون کي دفاع وکړه،نوپرالله باندي داحق دی چي دی به له اورڅخه ازادوي.(شعب الايمان للبيهقي\مشکات ص:۴۲۴ج۲)

په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری راغلی دی.دمسلمان دفاع دهغه په غياب کي ډېرضروري اولوی دثواب کاردی.خومتاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېرکم دي،‌ډېرکم داسي ليدل کېږي چي دمسلمان دفاع کېږي.په عمومي توگه چاپېريال داسي دی چي يوپه چاپسي يوه خبره وکړي،پرځای ددې چي مخاطب يې خبره ردکړي دوه نوري دی هم ورسره زمزمه کړي او په دې سره خپل ناروامجلس ښه گرم کړي.

۱۴: دالله پاک په کتاب اودنبي عليه السلام  په مبارکوطريقوعمل کول.

دالله پيغمبرفرمايي:ماپه تاسوکي دوه شيان پرېښودل ترڅوچي تاسوپرهغولاسونه ټينگ کړي وي،هيڅکله به گمراه نه شئ!دالله کتاب اوزماسنت(رواه مالک في المؤطاء\مشکات ص:۳۰ج۱)

۱۵:پنځه لمونځونه په خپل وخت سره اداکول:

په حديث شريف کي راغلي دي چي ماته الله پاک وفرمايل:اې محمده!(صلی الله عليه وسلم)ملأاعلی دڅه په هکله بحث کوي؟ماوويل:په کفاراتو(دگناهونوپه رژونکوشيانو)کي اوکفارات ترلمانځه وروسته په مسجدونوکي ايسارېدل،جماعتونوته پياده تلل اوپه يخ کي پوره اودس کول دي.

څوک چي داکاروکړي،په خيربه ژوندتېرکړي،په خيرسره به مړشي اوله گناهونوبه داسي(پاک)شي  لکه په کومه ورځ چي له مورڅخه زېږېدلی وو.(رواه الترمذي\مشکوة المصابيح ص:۷۰ج۱)

په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری راغلی دی.

۱۶:صدقې اوخيراتونه:

له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: يقينًاصدقه دالله پاک غضب سړوي اوبدمرگرزوي.(رواه الترمذي وابن حبان في صحيحه\الترغيب والترهيب ص:۷ج۲)
۱۷:پرالله پاک ښه گومان ساتل:
عن أبي هريرة رضي الله أن رسول الله: صلى الله عليه وسلم قال (( يقول الله تعالى أن عند حسن ظن عبدي بي )) رواه البخاري ومسلم) .

له  حضرت ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

چي الله تعالی فرمايي زه دبنده دښه گومان سره يم چي پرمايې لري!!(بخاري اومسلم)

له دې حديث څخه دامعلومېږي چي پرالله پاک څوک ښه گومان لري چي الله پاک به زماسره ښه

معامله کوي،بخښي به مي اوله ايمان څخه به مي نه بې برخي کوي نوالله پاک ورسره دده دگومان مطابق عمل کوي.

نو دا هم يوسبب دی دخاتمې دسمېدلو.

۱۸:توبه ايستل: :﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور۳۱) اې مؤمنانو! تاسو ټول الله ته توبه وباسئ!ددې لپاره  چي تاسوکامياب شئ}

له دې آيت مبارک څخه يوه دامسئله هم معلومېږي چي توبه يوازي دهغه چا لپاره نه ده چي گناه ترې شوې وې،بلکي هرڅوک به بوبې  باسي،که نېک عمله دی اوکه بدعمله.ځکه داتوبه يومستقل عبادت دی له دې امله الله پاک ټولومؤمنانوته دتوبې ايستلوامرکړ ی دی،په مومنانوکي  دحضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه په څېرخلگ هم راغلل،هغوی ته هم داحکم دی چي توبه وباسي ددې لپاره چي تاسوکامياب شئ!

همداراز داهم معلومه شوه چي په توبې سره انسان کاميابي ترلاسه کولای شي.

نوله دې څخه معلومېږي چي څوک توبې الله پاک ته تل له خپلوگناهونوباسي دهغه خاتمه به هم

پرايمان راځي  ځکه برياليتوب ته له ايمان پرته رسېدل ناشونی دی.

۱۹:دمرگ يادول اوداميدونه لنډول:داهم دخاتمې دسمېدلوسبب دی.

۲۰:پرعبادتونوهمېشوالی کول.

۲۱:له هغوکارونوڅخه ډډه کول دکوموله امله چي خاتمه خرابېږي.

دادخاتمې دسمېدلوهغه اسباب دي چي موږيې په ليکلووتوانېدلو.

که مزيدڅېړنه وشي ښايي نورکارونه هم وموندل شي چي په هغوسره خاتمه سمېږي.

ددغوکارونو په هکله بايدکوشش وکړوچي پلي يې کړوڅوخاتمه موالله پاک سمه کړي اوابدي نېکمرغي موپه برخه شي.

ددې سره داهم ضروري ده چي له هغوکارونوڅخه هم ځان وساتوکوم چي دخاتمې دخرابېدلواسباب دي ځکه ددواسره پرهېزهم ضروري وي.

همدارازدخاتمې دسمېدلو علامات څه دي؟
دادواړه موضوعگاني به ان شاءالله تعالی بيابيان کړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب