د سهار اذان څه وخت كول په كار دي؟

سوال: بعضې  خلك دسهار اذان په څلور بجو كوي ،دسهار اذان په كوم وخت كښې كول پكار دى؟

جواب: دسهارد اذان وخت د رښتيني سبا د ختلو وروسته شروع كيږي ،په اوسني وخت كښې رښتيني سباپه پنځه بجې راخيژي،له دې نه مخكې اذان كول پكارنه دي،دوخت نه مخكې اذان نه كيږي كه د وخت نه مخكې اذان وكړاى شي نو را ودې ګرځول شي ، ځكه چه په در مختار كې راغلي دي

(فيعاد اذان  وقع قبله الخ ج ۱ ص ۴۰۰ شامي(3) )
او همدا ډول په درمختاركې راغلي دي ،
(وانما يستحق ثواب المؤذن اذا كان عالما بالسنة والاوقات (4))
يعني داذان ثواب به ورته  هغه وخت حاصليږيچه اذان دسنت طريقې برابروشي او وخت وپيژني .

(3)  الدرالمختار على هامش ردالمحتار ،باب الاذان ج ۱ ص ۳۵۸ ،ظفير

(4)  ايضا   ج۱ ص ۳۶۴ ،ظفير

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب