د زنكدن مهال باید څه وشي

 كله چي مسلمان مرګ ته نژدي شي نو ستونې ستاغ يي پرې باسئ , پښي يې دقبلې لورته كړئ , سر يې لږ پورته كړئ ترڅو خوله يې دقبلې لورته شي , او ترڅنګ يي په زوره زوره كلمه طيبه واياست تر څو هغه ستاسې كلمه واوري او پخپله هم كلمه پيل كړي .

كله چې هغه كلمه ووايي نو بيا پټه خوله شه ځكه چي دمرګ په وخت كي دسا ختلو په مهال كې كلمه ويل ضروري نه دي بلكې كه يو وارې يې كلمه وويله نوهمدا كافي ده ,خو كه يې له كلمې ويلو وروسته بيا خبرې وكړې نو بيا ورسره په لوړ آواز كلمه ويل پيل كړئ تر څو هغه بيا كلمه ووايي كله چې بيا كلمه ووايي نو پټه خوله شئ .
قريب الموت ته دكلمې ويلو امر مه كوئ ځكه هغه ډير سخت مهال وي هسې نه چې سړى په عين مهال كي دمرګ دسختۍ له كبله ستاسې ځواب په (نه يې وايم) سره دركړي چې خدای مكړه په دې څه ويلو سره به يې آخيرت تباه او بربادشي .

كله چې دسړي ساسخته او لنډه لنډه كيږي ,پښې يې ډيله او سستې شي , پوزه يې كږه شي ,او غامبوري يې ولويږي نو پوه شه چې ددې سړي مرګ رانزدې شو نو اوس په زوره زوره كلمه شريفه پيل كړه .
په حديث شريف كې راغلي چې دسورة يسين شريف ويل دمرګ په سختيوكې اساني راولي نو ياخو پخپله دزنكدن په مهال دسړي سر ته كينئ او يا هم بل څوك كينوئ تر څو هغه سورة يسين شريف ووايي .او دچا دزنكدن په مهال ددنيا خبرې كول نه دي پكار ځكه هسي نه چي دقريب الموت كس هم د دنيا په لورې پام شي او د دنيا په مينې كې مړشي او دا ډيره ناوړه خبره ده .

كله چې سړى مړشي نو دهغه ټول عضلات ښايي برابر شي او په كومه څيره يې زنه(خوله) ښايي داسي ور وتړله شي چې څيره تر زنې لاندې تيره شي او دڅيرې دواړو خواوو ته دمړي په سرباندې ښايي غوټي ور واچول شي ترڅو خوله يې وازه پاتې نشي او دخولې اونورو عضلاتو دبندولو په مهال ښايي دا دعا ولوستل شي (بسم الله على ملة رسول الله ) ,او ښايي سترګې يې وربندې كړى شي ,او دواړه پښې يې سره نزدې کړى شي اودواړه غټې ګوتې يې سره وتړل شي ترڅو پښې يې سره وازې پاتې نشي .بيا ښايي يو څادر پرې واچول شي او په لمبولو او خښولو كې يې ښايي ډيره بيړه وشي .له مړيني وروسته دمړي تر څنګ دقرآنكرين تلاوت كول سم كار نه دى . همداراز اړينه ده چې جنب سړى يا ښځه ,حايضه او نفاسه ښځه دمړي له خوا نه ليرې شي

انجینر احسان الله ( وزیرزی وردګ

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب