اخلاق

داسلام له نظره دغيبت ناوړتيا

سريزه
الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام علي سيدالمرسلين وعلي آله واصحابه اجمعين اما بعد:
د نړۍ په تاريخ کې حقانيت يواځې د اسلام سپیڅلي دين ته حاصل دی، چې په راتګ سره يې له نړۍ د ناپوهۍ ټغر ټول او د علم، حكمت، عدالت او نيكو اخلاقو څراغونه بل او وړانګې ېې هر لور ته خپرې شوې.

د اسلام دين سر تر پايه پوهه، عدالت او اخلاق دي، دغه دين په بشپړه توګه يو انساني دين دى، هيڅ بل دين انسان ته دومره لوړه درجه نه ده وركړې، څومره چې د اسلام دين ورته وركړې ده. هغه پنځه لومړي آيتونه چې په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې د حراء په غار كې نازل شول، د انسان او انساني كرامت څخه پكې خبرې شوې دي او دوه ځله پكې د انسان كلمه ذكرشوې ده، لكه څرنګه چې خداى (جل جلاله )فرمائي( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ) (5)(1: العلق ،1-5)
ژباړه: ولوله اې محمده! په نامه دهغه خداى چې مخلوقات يې پيدا كړل او انسان يې له يوې ټوټې وينې څخه پيدا كړ، ولوله اې محمده! او ستا پالونكي لوى كريم دى، هغه ذات چې انسان ته يې د قلم په مټ پوهه وركړه او پوه يې كړ انسان په هغه څه چې نه پرې پوهيده.

همدا راز، د انسان كلمه 63 ځله په قرآن كريم كې راغلې ده او د الناس كلمه 240 ځله پكې ذكر شوې ده، دغه ټول حقيقتونه په دې ګواه دي، چې د اسلام دين انسان ته ډير لوړ مقام وركړى او د هغي د دين، نفس، عقل، مال، عزت او آبرو ساتلو په موخه لوى خداى(جل جلاله) دغه شريعت بشر ته راليږلى دى.
تر لمر روښانه خبره ده، چې انسان يو ټولنيز مخلوق دى او هره شيبه د خبرو اترو له لارې يو له بله اړيكې او پيژندګلوي حاصلوي، خو کله ناکله په قصدي يا ناڅاپي توګه ځينې ګناهونه لكه دروغ، غيبت، تهمت (تور) او داسې نور، چې د انسان عزت او آبرو ته زيان اړوي، د خبرو په منځ کې ترينه پيښيږي، خو کله کله په همدغه ګناهونو پوهاوى، د ژبې د ساتلو لامل کيږي، له دې كبله مې وغوښتل چې د ژبې له هغه ګناه څخه لنډ بحث وكړم، كوم چې زمونږ په ټولنه كې په عمومي بڼه دود ده، آن تر دې چې د خواصو اوعوامو په ناستو او مجالسو كې په مساوي ډول ليدل كيږي، د ټولني دغه عمومي خنډ غيبت دى، په دې څيړنه كې د غيبت تعريف، ډولونه، د حرمت دلايل او لاملونه په لنډ ډول راوړل شوي دي.

د غيبت تعريف

غيبت په لغت کې يوه عربي كلمه ده او د غاب، يغيب مصدر دى، چې په پښتو کې يې مانا په يو چا پسې خبرې کول، ده. (2 :654).
د اخلاقپوهانو په اند، په اصطلاح کې د يومعلوم او غائب شخص، عيب او نقص بيانولو ته غيبت ويل كيږي. په بل عبارت، غيبت هغه بيان دى، چې نقل يې د غائب سړي د خفګان لامل ګرځي (8: 2)
له پورتني تعريف څخه ښکاري، چې د غيبت او بهتان ترمنځ توپير شته، دارنګه چې بهتان د هغه عيب او نقص نسبت كول دي چې په هغه معلوم شخص کې دغه عيب نه وي، نور مهمه نه ده كه دغه عيب بيانول دده په غياب كي وي يا دده په شتون کې.

اما غيبت د هغه نقص او عيب بيان ته ويل وايي، چې په معين او معلوم شخص كې دغه عيب موجود وي خو دغه شخص موجود نه وي، يعنې كه مخامخ د چا د كوم عيب يادونه وشي، غيبت ورته نه ويل کيږي(5: 62).

د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم په خپلو لارښونو کې دغيبت او بهتان ترمنځ همداسي توپير كړى دى، او فرمايلي يې دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: « أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟ ». قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ « ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ » قِيلَ أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِى أَخِى مَا أَقُولُ. قَالَ: « إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ فَقَدِ اغْتَبْتَهُ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ فَقَدْ بَهَتَّهُ » (9: 21).
ژباړه:  له ابي هريره رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: آيا خبرلرئ! چې غيبت څه ته ويل کيږي، ناستو صحابه كرامو رضوان الله عنهم اجمعين وويل: الله او رسول يې ښه پوهيږي، وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل ورور داسې څه بيانول چې هغه يې بد ګڼي، د غيبت په نوم ياديږي، بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل شول، كه زمونږ په ورور كې هغه څه وي چې مونږ يې وايو؟ د الله استازي ورته ځواب وركړ: هغه څه چې تاسو يې وايئ، كه ستاسو په ورور کې وي، نوغيبت مو يې كړى او كه په کې نه وي، نو بيا مو ورته د بهتان نسبت كړى دى.

د غيبت ډولونه

د اخلاقو د علم د پوهانو په نظر، غيبت ډير ډولونه لري، چې مهم يې په لاندې ډول دي:
قولي(ګړيز)غيبت: قولي غيبت دادى،چې يوانسان د خپل مؤمن وروريا خورنقص او عيب نورو خلكو ته د ژبې له لارې بيان كړي، دا ډول غيبت مشهور او په عمومي بڼه دود دى.
اشاروي غيبت: دا هغه غيبت دى، چې يو انسان د بل مؤمن ورور يا خور عيب او نقص د لاس، سترګو او يا نورو اندامونو په واسطه نورو خلكو ته وښائي، اشاروي غيبت هم د قولي غيبت حكم لري لكه چې روايت شوى دى:{قَالَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا وَعَنْ أَبَوَيْهَا { دَخَلَتْ عَلَيْنَا امْرَأَةٌ فَلَمَّا وَلَّتْ أَوْمَأْتُ بِيَدِي إلَى أَنَّهَا قَصِيرَةٌ فَقَالَ صَلَّى اللَّهُ تَعَالَى عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَقَدْ اغْتَبْتِيهَا}(7: 139).
ژباړه: له حضرت بي بي عائشې رضى الله تعالى عنها څخه روايت دى، چې زمونږ كور ته يوه ښځه راغله او كله چې لاړه، ما په لاس اشاره وكړله، چې ددغه ښځې ونه ډيره ټيټه وه، نبي صلي الله عليه وسلم راته وويل د هغې غيبت دې وكړ.
كتبي(ليکنيز) غيبت: دغه ډول غيبت د ليك په واسطه کيږي، يعني يو څوک د خپل مؤمن ورور يا خور عيب او نقص نورو خلكو ته دقلم او كاغذ له لارې بيانوي، په دې ډول غيبت كې لوستونكي د اوريدونكي حكم لري او اوسمهال د انترنټ (نړيجال)، فكس او نورو وسائلو له لارې ډير دود لري.

تمثيلي غيبت: تمثيلي غيبت هغه دى، چې يو څوك د نورو په وړاندې د معلوم اوغائب شخص، عيوب او کمي تمثيل كړي، لكه د هغې د تګ، ډوډۍ خوړلو او داسې نورو عادتونو تمثيل. په دغه شان غيبت كې ليدونكي د اوريدونكي حكم لري.
كنايي غيبت: په دغه ډول غيبت کې د بل عيب او نقص اوريدونكو ته د كنايي جملو په مټ بيانيږي، لكه يو څوک وايي:(( له بې حيايۍ څخه پناه غواړم)) اومطلب يې په دغه جملې سره د معلوم او غائب شخص د بې حيايۍ بيانول وي.

د غيبت د حرمت دلايل

د اهل سنت والجماعة د علماوو له نظره، د اسلامي شريعت اتفاقي مصادر(سرچينې) عبارت دي له:  قرآن كريم، نبوي سنت، اجماع او قياس څخه، چې د ادلة اربعة(څلورګونو دلايلو) په نوم هم ياديږي.
ټول اسلامي پوهان په دې همغږي دي، چې غيبت په څلورګونو دلايلو حرام دى، له دې سره سره چې د اسلامي شريعت اصلي او لومړنى مصدر قران كريم دى، خو مونږ دا نور دلايل هم په څنګ کې ورسره راوړو، ځكه چې د قرآني دلايلو ترڅنگ، د نورو دلايلو ذكر، فتوى او حكم ته ځواکمنتيا او استحكام وربښي.
1- قرآن كريم: په الهي كلام کې دغيبت په هكله صريح او څرګند آيت موجود دى، لكه چې فرمائي:  ( وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ) (1:الحجرات:12)
ژباړه: ځينې د ستاسو د ځينو نورو غيبت مه كوئ، آيا كوم يو ستاسو دا ښه بولي، چې د خپل مړه ورور غوښې وخوري، حتما به له هغه نه نفرت لرئ، دالله (جل جلاله ) څخه وويريږئ، په تحقيق سره الله (جل جلاله )توبه قبلونكى او رحم كوونكى دى.

د كبيره ګناهونو د پيژندلو يوه لاره هم د ګناهونو پرتلنه ده، په پورتني آيت کې غيبت له كبيره ګناه سره پرتله شوى، نو معلومه شوه چې غيبت د كبيره گناهونو په لړ کې راځي.

په پورتني آيت کې دغيبت تقبيح او ناوړتيا په شپږو مرتبو سره بيان شوې، دارنګه، چې هره مرتبه له بلې څخه په تقبيح او زجر کې شدت لري او هغه په لاندي ډول دي:
په دغه آيت شريف کې په استفهام انكاري سره پوښتنه شوې، مانا دا چې كه څوك ډير كم عقل هم ولري، ددې عمل په ناوړتيا او قباحت پوهيږي.

په پورتني آيت شريف کې د «يحب» كلمه راغلې ده او د محبت ځاى زړه دى، مانا دا چې كوم كسان كه دا عمل خوښوي، دهغه زړه په بشپړه توګه فاسد دي ځكه، چې د ښو څيزونو پر ځاى، له بدو او ناوړه څيزونو سره مينه او محبت كوي، چې هغه د مړه ورور غوښې خوړل او غيبت كول دي.
په دغه آيت کې د «احدكم» كلمه ديته اشاره لري، چې غيبت دومره ناوړه او بد عمل دى، چې د يوې ټولنې له يو شخص څخه هم بايد دا هيله ونه شي، دا به پريږدو چې يوه ټولنه په بشپړه توګه په دغه مهلکه ناروغۍ لړلې وي.
په ذكر شوي آيت کې د «أن يأكل لحم أخيه» جمله ديته اشاره لري، چې غيبت كوونكى صله رحمي او ايماني ورورولي هيڅ په پام کې نه نيسي او د يو ليوني په څير په خپل صميمي دوست او ايماني ورور باندې بريدونه كوي.
په پورتني آيت کې د«ميتا» كلمه لانور هم زجر ته شدت وركوي، ځكه دغه كلمه ديته اشاره لري، چې كوم څوك كه داعمل خوښوي، د هغه فطرت، وجدان او انسانيت په بشپړه توګه له منځه تللى، لامل دادى چې په خپل ورور پر داسې مهال تعرض كوي، چې وجدانا او فطرتا د زړه بدوالي او ترحم حالت دي(چې هغه د مرګ حالت په مشبه به کې او دغيابت حالت په مشبه کې دي)

په ذكر شوي آيت شريف کې د «فكرهتموه »كلمه دا مانا ښندي، چې داسې انسان هيڅ نشته چې د خپل ورور د غوښو خوړل ښه وبولي نو داسي انسان هم بايد نه وي چې له غيبت څخه نفرت ونه کړي. لنډه دا چې لوى خداى(جل جلاله )غيبت په ډيرو سختو الفاظو سره تقبيح او منع كړى، چې بل هيڅ منهي عنه په داسي الفاظو سره نه دى منع شوى.
2- نبوي سنت: د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په اقوالو کې دغيبت ناوړتيا په بشپړه توګه بيان شوي ده چې د هغه ټولو راوړل به په دغه لنډه ليکنه کې ګران کار وي، خو يوازې په دې اړه دوو احاديثو ته اشاره كوم:
الف: عن أنس قال ? قال رسول الله صلى الله عليه و سلم لا تقاطعوا ولا تدابروا ولا تباغضوا ولا تحاسدوا وكونوا عباد الله إخوانا ولا يحل لمسلم أن يهجر أخاه فوق ثلاث)  (4 :228)
ژباړه: له انس رضى الله تعالي څخه روايت دى، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: يو تر بله صله رحمي او رابطه مه پرې کوئ، يو د بل په شا پسي مه کيږئ (د يو بل غيبت مه كوئ) يو له بله كينه مه كوي او په خپلو منځونو کې حسد مه كوئ، راسره وروڼه او د خداى( جل جلاله) بندګان شئ، مسلمان ته نه ده روا چې له دريو ورځو زيات د خپل ورور سره صله رحمي او روابط پرې کړي.

په دغه حديث شريف كي د «ولاتدابروا» كلمه له عيبت څخه د نهى په مانا ده.
ب: عَنْ أَبِى بَرْزَةَ الأَسْلَمِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلِ الإِيمَانُ قَلْبَهُ لاَ تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِينَ»(6 :421)
ژباړه: اې هغه ټوليه چې په ژبه مو ايمان راوړي او زړه ته مو ايمان نه دى داخل، د مسلمانانو له غيبت څخه لاس واخلئ!
په دغه حديث شريف کې غيبت كوونكي له هغه ډلې شميرل شوى، چې ايمان يې زړه ته نه وي داخل شوى، ځكه د كامل ايمان غوښتنه داده چې دالله (جل جلاله ) ټول اوامر او نواهي په پوره ډول عملي شي.
3-اجماع: د اهل سنت او جماعت د علماوو په اتفاق غيبت كول حرام دي، نو كه څوك داعمل روا وبولي د ټولو علماوو په اتفاق كافر بلل كيږي، او كه څوك هميشه غيبت كوي، فاسق دى. دا بايد ووايم چې حرام غيبت ځينې شرطونه لري، چې لږ وروسته به ورته اشاره وکړو.

4- قياس او عقل: دعقل له نظره هم غيبت يو ناوړه او کمزورى کار دى، لكه څرنګه چې بديع زمان سعيد نورسي (رح) په خپل كتاب مكتوبات کې په دې هكله ليكي:
(حقاًان الغيبة سلاح دني يستعمله المتخاصمون والحساد والمعاندون،وصاحب النفس العزيزة تأبي ان يستعمل سلاحاً حقيراً كهذا) (11: 355)
ژباړه: روغه خبره داده، چې غيبت يوه بې ننګه او کمزورې وسله ده، چې دښمنان، حسد وونكي او عناد كوونكي ورڅخه کار اخلي، او د كريم نفس لرونكي له دغه کار څخه ډډه كوي، چې دغيبت غوندي حقيره اوسپكه وسله د خپل ورور پر وړاندې وکاروي.

د غيبت د حرمت شرطونه

دا خبره واضح شوه، چې غيبت يو نامشروع او حرام عمل دى، خو د فقهاوو او اخلاقپوهانو له نظره، غيبت د ځينو شرطونو په درلودلو سره د حرمت درجې ته رسيږي، دغه شرطونه عبارت دي له:

1- د غيبت شوي شخص ايمان: له الهي لارښونو او نبوي احاديثو څخه په څرګند ډول ښکاري، چې د غائب شخص ايمان د غيبت د حرمت له شرطونو څخه دى، دا واقعيت لوى خداى (جل جلاله ) په يوه كلمه کې بيان كړى، چې هغه د «اخيه»يعنې د ورور كلمه ده او د بل آيت شريف له مخې، ټول مؤمنان يو تر بله سره وروڼه دي، لكه چې فرمائي:(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) (1: الحجرات،10)
ژباړه: پرته له شکه چې مؤمنان يوله بله وروڼه دي، نو ددغه شرط له مخې، د مؤمن او مسلمان غيبت حرام دى، نه د كافر.

2- د عيب او نقص بيان: كه څوك د چا كمال او ښه بيان كړي، غيبت نه شميرل كيږي. نقص اوعيب ګڼ ډولونه لري لكه رواني، بدني، ديني، مالي او نسبي نقص او عيب.

3- د سامع(اوريدونكي)درلودل: غيبت هغه وخت د حرمت درجه خپلوي، چې اوريدونكي ولري، نو كه څوك يوازې د چا عيبونه ياد كړي او بل څوك يې وانه وري، غيبت نه بلل کيږي، اما دا عمل هم يو ناوړه او ناروا عمل دي چې د مسلمان ورور عيبونه وشميرل شي.
كله چې سامع (اوريدونكۍ ) دغيبت لپاره شرط شو، نو دغيبت حكم اوريدونكي ته هم سرايت كوي، لكه څرنګه چې له علماوو څخه رانقل شوي : { الْمُسْتَمِعُ أَحَدُ الْمُغْتَابِينَ }

ژباړه: غوږنيوونكى يو د غيبت كوونكو څخه دى.
همدغه لامل دى، چې سامع په غيبت کې شريك دى، مګر دا چې په ژبه يې بد وبولي (غيبت كوونكي ته ورياده كړي چې دا ګناه ده )او يا يې لږترلږه په زړه بد وګڼي
د مؤمن له ځانګړتياوو څخه يوه دا هم ده چې كله بې كاره خبري واوري، نو مخ تري اړوي او ځان نه ورسره شريكوي، په دې اړه لوى خداى (جل جلاله )فرمائي:( وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ) (1:القصص،55)
ژباړه: مؤمنان چې كله بې كاره خبري واوري، مخ تر اړوي او داسې وائي: زمونږ خپلې كړنې او ستاسو دې خپلې كړنې وي، تاسو ته دې سلام وي، مونږ جاهلان نه غواړو(له تاسو سره په مجلس کې نه کښينو) ددې آيت شريف په بنسټ، غيبت اوريدل د جاهلانو عمل بلل شوى دى.

4- غيبت شوى شخص به په ډاګه فاسق نه وي: كه چېرېته دغه شخص په ډاګه فسق او فجور كوي، نو غيبت يې  د حرمت درجې ته نه رسي (11 :355)
رسول الله صلي الله عليه وسلم په دې هكله فرمائي: عن أنس بن مالك قال( قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: من ألقى جلباب الحياء فلا غيبة له ) (10 :263)
ژباړه: له انس بن مالك رضى الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې د حيأ څادر لرې كړ، د هغه د غيبت ګناه نشته.

5-له غيبت څخه به يې مطلب سپکاوی وي: يعنې د غائب شخص د شخصيت، حيثيت او آبرو سپکاوى به يې هدف وي او كه په غيبت کې پورتنى هدف نه وي، بيا د حرمت تر حكم لاندې نه راځي، د ساري په توګه، ډاكتر ته د غائب ناروغ د ناروغۍ او حالاتو بيان غيبت نه دى، ځكه دلته هدف د حيثيت او آبرو كم والى نه دى. يا قاضي ته له ظالم څخه سرټکول غيبت نه دى، ځكه دلته د مظلوم هدف د حق غوښتنه ده، نه د حيثيت اوآبرو كم والى، لوى خداى (جل جلاله) په دې هكله فرمائي:( لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا) (1:النساء،148)
ژباړه: خداى(جل جلاله )دا نه خوښوي چې د نورو بدي په خبرو کې ښكاره شي، مګر هغه څوك چې په هغه ظلم شوى، خداى (جل جلاله ) اوريدونكى اوعالم دى.
دغه شان، د مشوري پر مهال د غائب شخص د ځانګړتياوو او حالاتو بيان غيبت نه شميرل كيږي، ځكه په دغه وخت کې سمه مشوره او سلا يې موخه ده، نه انتقاص، د بيلګې په توګه، په كوژدن، نكاح، شركت او تجارتي چارو کې سلاغوښتونكي ته د غائب شخص مطلوبه حال ويل غيبت نه بلل كيږي .

د غيبت كولو لاملونه

اخلاقپوهانو د غيبت لپاره ډير لاملونه او اسباب ياد كړي دي، چې هر لامل په خپل ذات کې ناوړه عمل يا كبيره ګناه ده، د بيلګې په توګه:
1- قهر او غضب د غيبت مهم لامل بلل كيږي: كله هم يو څوک چا ته په قهر وي او خپل غچ مخامخ نه شي ورڅخه اخستلى، له همدې امله يې په غيبت لاس پورې کوي، بايد ووايم، چې د قهر لري كولو لپاره دغيبت كول يوه پسته او دنئ وسيله ده، چې انساني كرامت ورڅخه ډډه كوي، په دې اړه يو شاعر وايي:
واكبر نفسي عن جزاءٍ بغيبة                    فكل اغتياب جهدٌ من لا جهد له
خپل نفس له دې لوى ګڼم، چې د غيبت له لارې غچ واخلم، هر غيبت د هغه چا غيرت دى، چې هيڅ غيرت نه لري.

2- له بدو ملګرو سره ناسته پاسته د غيبت بل لامل دى، ځكه كله داسې پيښږي، چې ملګري غيبت كوي او ناست شخص له دې امله چې له مجلس څخه يې ونه باسي، يا غيبت كوي او يا هم ورته غوږ نيسي، نو له بدو ملګرو سره ناسته پاسته هم دغيبت لامل كيداى شي، له همدي كبله بايد له دغه ملګرو څخه ځان وساتل شي. لقمان حكيم ته منسوب نصيحت دى، چې خپل زوى ته يې ويل: (يا بني: إياك وصاحب السوء، فإنه كالسيف يعجبك منظره، ويقبح أثره).

ژپاړه: زما زويه! له بدملګري ځان ساته، ځكه بد ملګرى د تورې په څير دى، چې ليدل يې ښه بريښي او داغونه يې ډير بد وي.

3- تكبر هم دغيبت لپاره غټ لامل بلل کيږي، چې په خپل ذات کې كبيره ګناه ده، لوى خداى (جل جلاله) په دې هكله فرمايي :(أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ) (1:الزمر،60)
ژباړه: مګر د متكبرينو ځاى دوزخ  نه دى؟ دلته استفهام انكاري دى، يعنې حتماً يي دوزخ ځاى دى.
4- حسد د غيبت بل لامل دى، اكثره خلك چې د يو چا له ارام او شتمنۍ سره سرګردانه وي، د هغه په غيبت لاس پورې كوي او دا هم يو ناوړه عمل او په خپله كبيره ګناه ده، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائي: (عن عبد الله بن بسر عن النبي صلى الله عليه و سلم قال ليس مني ذو حسد ولا نميمة ولا كهانة ولا أنا منه) (1:الزمر،60)
له عبدالله بن بسر څخه روايت دى، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: حسدكوونكي چغلي كوونكي او كاهن زما له امت څخه نه دي او نه زه د هغوى نه يم.

5- استهزاء او تمسخر دغيبت بل مهم لامل دى، چې هغه هم په خپله لويه ګناه ده، لوى خداى( جل جلاله) فرمائي:( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ) (1:الحجرات ،11)
اې د ايمان څښتنانو، يو قام دې بل قام سپك نه ګڼي، كيداى شي، چې هغوى له دوى څخه ښه وي، او نه دې ښځې نورې ښځي سپكې او د خندا وړ جوړوي، كيداى شي هغوى له دوى څخه غوره وي.

6- ټوكي اوټكالي هم دغيبت لامل كيداى شي، چې دا هم يو لغوه او بيهوده عمل دى، لنډه دا چې د غيبت ټول لاملونه د لويو ګناهونو په لړ کې راځي، نو دا به بېځايه نه وي چې غيبت تر زنا هم لويه ګناه بلل شوي ده، رسول لله صلي الله عليه وسلم په دې هكله فرمايلي دي ? عن أبي سعد و جابر بن عبد الله قالا : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : الغيبة أشد من الزنا ) (3 :306)
ژباړه: له ابي سعد او جابررضي الله عنهما څخه روايت دى، چې دوى وويل: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: غيبت له زنا هم لويه ګناه ده.

پايله:

دا خبره تر لمر هم رڼه ده، چې غيبت كول د اسلام سپڅلي دين له نظره يو ناوړه عمل او ستره ګناه ده او داسي يو عمل دى، چې د نيكو عملونو ثواب له منځه وړي، انساني كرامت ته درانه زيانونه وراړوي، په غيبت سره انسان اعتماد او باور له لاسه وركوي او د دښمنۍ لامل ګرځي، آن تر دې چې د نيكو عملونو د قبليدلو لپاره خنډ جوړوي، دا هم معلومه شوه چې غيبت كول يواځي تر ژبې پوري نه دى تړلى، بلكې ټولې هغه كړني اوعملونه چې د مسلمانانو عيبونه نورو ته پرې ښكاره شي، دغيبت تر حكم لاندې راځي لكه: ويل، ليك، اشاره، كنايه، تمثيل او داسي نور.
په الهي او نبوي لارښونو كې غيبت په ډيرو شديدو الفاظو سره رد شوى، لكه څرنګه چې لوى خداى(جل جلاله) غيبت كول د مړه ورور د غوښو له خوړلو سره ورته بللى دى، او دا د غيبت كوونكي لپاره ډير لوى زجر دى، ځكه مرداره كه د ګډ هم وي، خوړل يې حرام دي.
همدا راز رسول الله صلۍ الله عليه وسلم د غيبت ګناه له زنا څخه هم زياته بللي ده، ځكه چې د غيبت ټول لاملونه په خپل ذات کې د كبيره ګناهونو په لړ کې راځي، نو همدغه لامل دى چې دغيبت ګناه هم زياته ده، خو له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې غيبت عمومي بڼه لري، آن تر دې چې د اهل علم ترمنځ هم ليدل کيږي، نو ښه خبره داده چې له ددغه ناوړه اخلاقو پر وړاندې سخته مبارزه وشي او د غيبت پرمهال الهي حكم په نظر کې ونيول شي، ځكه د غيبت پريښودلو لپاره يوه مهمه كړنلاره هم د الله (جل جلاله) حكم ته پاملرنه كول دي. بل دا چې هر غيبت كوونكي بايد په دې پوه شي، چې غيبت كول د سپكو او ذليلو خلكو كار دى، د عزت او‌ آبرو څښتنان له دغه کار څخه ځان ساتي، يو عالم په دې هكله وايي: الغيبة جهد العاجز، يانې غيبت د کمزورو خلکو هڅې دي.

مأخذونه:

قرآن كريم.
ابن منظور، محمد بن مكرم . لسان العرب. الجزء الاول . :بيروت: دار صادر، الطبعة الاولی،ب،ت.
البيهقي، أبو بكر أحمد بن الحسين. شعب الإيمان. الجزء الخامس . بيروت: دار الكتب العلمية، الطبعة الاولی ، 1410 هـ .ق.
التر مذي ،ابو عيسي محمد بن عيسي. الجامع الصحيح سنن الترمذي .الجزء الرابع. بيروت: دار إحياء التراث العربي، ب،ت.
الرافعي ، أحمد بن محمد بن علي. المصباح المنير في غريب الشرح الكبير. الجزء الاول.  بيروت: المكتبة العلمية ،ب،ت.
السجستاني، أبو داود سليمان بن الأشعث. سنن أبي داود . الجزء الرابع. بيروت: دار الكتاب العربي،ب،ت.
الغزالي ،ابو حامد .احياء علوم الدين. الجزء الثالث. بيروت: دار القلم ،ب،ت.
القحطاني، سعيد بن علي بن وهف.آفات السان في ضوء الكتاب والسنة. بيروت: دارصادر، الجزء الثالث، ب،ت.
القشيري، مسلم بن الحجاج بن مسلم النيسابوري. الجامع الصحيح مسلم. الجزء الرابع. بيروت: دار الجيل،ب،ت.
القضاعي،  محمد بن سلامة بن جعفر أبو عبد الله. مسند الشهاب. الجزء الاول. بيروت: مؤسسة الرسالة، الطبعة الثانیة ، 1407 هـ . ق.
نورسي ،سعيد. المكتوبات . قاهره: شركة سوزلر للنشر، الطبعة الخامسة، 2008 م.
الهيثمي، نور الدين علي بن أبي بكر. مجمع الزوائد ومنبع الفوائد. الجزء الثامن. بيروت: دار الفكر، 1412 هـ . ق .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: