د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات – ۶ برخه

پوښتنه :  کله چي دپرچ الحمدلله واورو په ځواب کي به يې څه وايو؟.

ځواب : ( یَرْحَمُکَ اللهُ) .

پوښتنه :  کله چي یو شخص په مصیبت کي ولیدل سی څه ويل کيږي؟.

ځواب :  (اَلْحَّمْدُ لِلّهِ الَّّذِیْ عَافَانِیْ مِمَّا ابْتَلاَکَ بِهِ وَفَضَلَنِیْ عَلیٰ کَثِیْرٍ مِّنْ خَلْقٍ تَفْضِیْلاً ) .

پوښتنه : څوک چي ښه درسره  وکړي څه به ورته وايې؟.

ځواب :  (جَزَاکَ اللهُ خَیْراً) .

پوښتنه :  دالله جل جلاله نومونه څودي؟.

ځواب : ۹۹ .

پوښتنه : په قرآن کريم کي څو ځایه (بسم الله ) راغلې ده؟.

ځواب : ۱۱۴ ځایه  .

پوښتنه : په قرآن کريم کي دعیسی عليه السلام نوم څوځايه ذکرسوی دی؟.

ځواب : ۲۵ ځايه .

پوښتنه :  په قرآن کريم کي څوځله دجنت ذکرسوی دی؟.

ځواب : ۶۶ ځله .

پوښتنه : په قرآن شریف کي څوځله داوریادونه سوې ده؟.

ځواب : ۱۲۶ ځله .

پوښتنه : دقرآن کريم دسورتونوشمېرڅومره دی؟.

ځواب :  ۱۱۴  .

پوښتنه :  قرآن کريم څوټوکه (جزء) دی؟.

ځواب : دېرش ټوکه (۳۰ جزء) .

پوښتنه : دقرآن کريم دتوروشمېرڅومره دی؟.

ځواب : ۳۴۰۷۴۰  .

پوښتنه : دقرآن کريم دآیاتونوشمېرڅومره دی؟.

ځواب :  قرآن شریف  ۶۶۶۶ آیاتونه لري .

پوښتنه : دقرآن کريم څوسورتونه په مکه معظمه کي نازل سوي؟.

ځواب : ۸۶  .

پوښتنه : دقرآن کريم څوسورتونه په مدینه منوره کي نازل سوي؟.

ځواب : ۲۸ سورې .

پوښتنه : دقرآن کریم سیدآیت څه نومیږي؟.

ځواب : آیة الکرسي .

پوښتنه :  د قرآن کریم ترټولوغټه کلمه کومه ده؟.

ځواب : (لیستخلفنهم ) ( دنورسورة، ۵۵ مه آیه ) .

پوښتنه :  هغه توری چي دقرآن کريم په منځ کي راغلی کوم دی؟.

ځواب : د (فا) توری په ولیتلطف کي کارول سوی ( کهف سوره ، ۱۹م ه آیه ) .

پوښتنه : ام القرآن کوم سورت دی؟.

ځواب : فاتحه (الحمدلله) .

پوښتنه : د قرآن کريم منځنی سورت کوم دی؟.

ځواب : دالزلزله سوره .

پوښتنه : دقرآن کريم کوم سورت د(سنام القرآن ) لقب لري؟.

ځواب : بقره .

پوښتنه : کوم سورت دقرآن کريم د زړه (قلب) په لقب مشهوردی؟.

ځواب :  یسین  .

پوښتنه : په قرآن کریم کي دکوموښارونونومونه ذکرسوي دي؟.

ځواب : دمصر،بابل،مکه،مدینه،مدین،ماُ رب،قدس،سیناء .

پوښتنه : ځينـــي هغه شمېرې چي په قرآن کريم کي ذکرسوي نومونه يې واخلئ! .

ځواب : ۱، ۳، ۴، ۷، ۱۱، ۱۲، ۱۸ ، ۱۹، ۱۰۰ ، ۲۰۰، ۱۰۰۰، ۲۰۰۰، ۵۰۰۰۰ .

پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومو ونو يادونه سوې ده؟.

ځواب : دسدر ، نخل اوزیتون .

پوښتنه : په قرآن کريم کي دکومومېوو ذکر راغلی دی؟.

ځواب : دانار ، انځراوخورما.

پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموقبېلونومونه راغلي؟.

ځواب : دقریش ، عاداوثمود.

پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموحيوانانويادونه سوې ده؟.

ځواب : داوښ ، فیل ، خره ، غوا، لېوه ، چونګښي اوخنځير .

پوښتنه : په قرآن کريم دکوم وخزندويادونه سوې ده؟.

ځواب :  دمچ مچۍ، مېږي، غوماشي ، غڼي ، مچ ، ملخ اوشپږي .

پوښتنه :  په قرآن کریم کي دکومومرغانويادونه سوې ده؟.

ځواب : دچوغکي، ببوکي ، ځیږکي اوشاهین .

پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموغلويادونه سوې ده؟.

ځواب : دغنم اودال .

پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموموسمونويادونه سوې ده؟.

ځواب : دژمي او دوبي .

پوښتنه : په قرآن کريم داونۍ دکوموورځويادونه سوې ده؟.

ځواب  : دشنبې اوجمعې .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب