هغه چې له خوړو يې روژه وه او په غيبت يې ماته کړه | حدیث

انس بن مالک  رضي الله عنه  وايي:  پيغمبر صلی الله عليه وسلم  صحابه وو ته امر وکړ چې ټول روژې ونيسئ او ترڅو مادرته امر نه وي کړى مه يې ماتوئ! ټولو صحابه وو روژې ونيولې، چې ماښام شو هريو به راتللو او د روژې ماتولو اجازه به يې غوښته، يو سړى راغى او ويې ويل: يارسول الله! ستا دکورنۍ دوه مېرمنې دي ټوله ورځ يې روژه وه اوس يې د ماتولو اجازه غواړي؛ خو دلته په راتلو شرميږي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  مخ ترې واړو، هغه بيا خپله خبره وکړه، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  بيا مخ واړو، درېم ځل يې هم همداسي وکړل، په څلورم ځل پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: هغوى روژې نه دي نيولي، د هغو خلکو روژې څنګه سهي کيداى شي چې ټوله ورځ د خلکو غوښې خوري؟ لاړشه دواړو ته ووايه چې که روژه مو وي؛ نو قى وکړئ! هغه سړى ورغى دواړو ته يې دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  خبره وکړه، هغه دواړو مېرمنو قى وکړ او په رښتيايې له خولوڅخه د وينې ټوټې را توى شوې، استازى بيرته راغى پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يې خبرکړ، هغه صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: په هغه ذات مې قسم چې زما روح يې په ولکه کې دى! که د وينې دا ټوټې د دوى په خيټه کې پاتې واى؛ نو دواړې به اور خوړلي وې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب