داسلامي انقلاب پيغمبري منهج (تګلاره)

سريزه
پيغمبرانوعليهم السلامو لکه څرنګه چې دعباداتو،اخلاقو،معاملاتو داقتصاد او سياست په اړه خپلې لارښوونې ملتونوته وړاندې کړي دي په همدې توګه يې دټولنې داصلاح او سمون او ددين دقايمولو په لړکې يې خپلې څرګندې کړنلارې امتونوته په ميراث پرېښي دي چې له پيروۍ نه پرته يې ددين داقامې نصب العين او په دې لارکې ټولې هلې ځلې ،سرښندنې بې نتيجې پاتې کېږي چې ژوندی مثال يې په نېژدې وخت کې دافغان جهاد تربري وروسته ناکامي ده درانه لوستونکي کولی شي چې دموضوع په اړه په لاندې نکاتوپوهه ترلاسه کړي .

دپيغمبرانو دمبارزې لومړی خاصيت دوينا او عمل يووالی دويم دسياسي بدلون څخه ترمخه دټولنې اصلاح او سمون درېيم دوستي اودښمني يوازې دالله تعالی درضا په خاطر څلورم دالهي پيغامونو تبليغ،قولي اوعملي شهادت پنځم : لوړهدف : اخروي فلاح او کاميابي اوس مهال دکارکولو سمه لار.

لومړی خاصيت : دوينا اوعمل ترمينځ مطابقت
دپيغمبرانو په تګلاره کې لومړۍ خبره داوه هغوی چې خلکوته دکوم شي په لور بلنه ورکوله دوی يې عملي نمونه وو قران عظيم الشان په يهودي علماؤ همدغه پړه اچولې ده چې ددوی ويناشته اوعمل نه دبې دينه سياست مشران هم همدغسې پاليسي لري لاپې شاپې يې زياتې وې مګرداقتدارګدۍ ته تررسېدلو وروسته بياټولې وعدې له ياده وباسي

دويم خصوصيت : دسياسي بدلون څخه دمخه دټولنې اصلاح:
دويم شی چې دپيغمبرانو لار دنورو څخه جلاکوي دادی چې دوی سياسي ځواک ته تررسېدلو دمخه په فکرونو کارکوي دټولنې اصلاح اوسمون دسياسي اصلاح وسيله ګرزوي ترهرڅه دمخه دخلکو په زړونو،دماغ،اخلاقو او کړو وړوکې بدلون راولي اګرکه دغه کار اوږدوخت واخلي همدغه دوه شيان دپيغمبرانو په ژوند کې ډېرڅرګنددي پيغمبرانو هېڅکله هم داسې نه دي کړي چې لومړی يې په سياسي اقتدار منګولې ښخې کړې اوسي اوبياوروسته يې دټولنې اصلاح او سمون ته بډې راوهلې وي سياسي شخصيتونه زيات وخت دووټرانو په زياتولو تېروي خپله ډله غټوي دروا اوناروا هېڅ پروانه ساتي قدرت ته درسېدلو لپاره له هرې روا اوناروا وسيلې څخه کاراخلي مګرپيغمبران پاک هدف ته درسېدلو لپاره له ناروا وسايلو څخه کارنه اخلي

داخو دهغوسياسي شخصيتونو کړنلاره ده چې په قانوني لارو چارو داقتدار په ګدۍ کښېناستل غواړي مګرهغه اشخاص چې په غيرقانوني لاروچارو قدرت ته رسېدل غواړي دهغوی لار دجبر ، استبداد،ظلم ، وژنو او دبېرونيوځواکونوسره دجوړښت پربنسټ دزرګونوسرونو په پرېکولو داختناق او زور له لارې واک ته رسېدل وي دافغانستان په نېژدې تاريخ کې يې بېلګې دنادرخان،داودخان او دافغانستان دکمونست ګوند او داوسنيوځينوسياسي لوبغاړوپاليسي ده .

ځينوخلکوته دا اشتباه پرېوتې ده چې که موږ داسلامي نظام قيام اودفردپه تربيې اودټولنې په اصلاح پورې منحصره وګڼو دا لارډېره اوږده ده که موږخلک تربيه کوودباطل پلويان راته په زرګونو بې دينه وګړي روزي چې په نتيجه کې به داسلام نوم اخيستونکی هم پاتې نه شي دغې خبرې ډېرخلک په اشتباهاتوکې غورزولي دی مګرزموږ له نظره په دغه تصورکې ډېرې غلطۍ شتون لري

لومړی داچې دغه خلک څنګه دېته نه ګوري چې که چېرې په يوصحيح کار دډېروخت دلګېدواندېښنه وي ايادابه سمه وي چې يوسم کارپه ناسمه لار ترسره کړای شي ناسمه لارپه هرصورت ناسمه وي داصحيح نه ده چې موږيوکارپه تلوارسره ترسره کړو داځکه چې دهرکار دسرته رسولولپاره يوه فطري اوذاتي غوښتنه وي په دغه صورت کې نتيجه ورکوي که هرڅومره وخت واخلي خپلو نتايجوته به رسېږي په دې شرط چې په خپله خاصه طريقه ترسره شي

دويمه اشتباه داده چې ځينې خلک په خوله لاپې شاپې زياتې کوي مګرپه عملي جهاد اومبارزه کې وروسته وي که چېرې داسلامی نظام دعوه يوازې دقلم په نوکه اوژبې ترسره او عملي ژوندداسلام په رنګ رنګ نه شي اسلامي نظام به ترابده په پښوونه درېږي اګرکه سياسي اقتدارته رسېدل هم سرته ورسېږي په معاصرتاريخ کې داسلام ډېرمدعيان سياسي اقتدارته رسېدلي دي مګراسلام ته يې يوتوت خيرهم نه دی رسېدلی ددې برعکس ډېرخلک دسياسي اقتدار دګدۍ څخه په لېرې واټن کې قرارلري په لږوخت کې يې دهېوادونواو ملتونووضعيت ته بدلون په برخه کړ لوی مثال يې په عربي نړۍ کې دامام شهيد حسن البناءاوپه هندي نيمه قاره کې دامام مودودي دبدلون پروسه ده دوولويو مکتبونو سوسيالېزم او کاپيټالېزم ته په فکري اوعملي برخه کې ماتې ورکړل شوه

درېيم خصوصيت : مينه او محبت بغض اوکينه يوازې دالله (ج)درضاپه خاطر
دپيغمبرانو عليهم السلامو دوستي اودښمني بغض او کينه ، مينه اومحبت دقام،ژبې ،کورنۍ او ډلې پربنسټ نه وه بلکې دهغوی دوستي اودښمني دعقيدې ،اخلاقو اواعمالو پراساس وه دلادينه سياست دعلمبردارانو دوستي اودښمني دسياسي مصلحتونواوګټوپربنسټ ولاړه وي ددوی بېلګه هغودووسپيوته ورته ده چې په يوه هډوکي يوتربله خپړې لګوي اوهريويې دلاسته راوړلو کوښښ کوي

څلورم خصوصيت : اصل نهج تبليغ اوشهادت
پيغمبران عليهم السلام نړۍ ته دالله تعالی دسپېڅلي دين دقيام په خاطر استول شوي دي دغه سترهدف ته درسېدولپاره ستره وسيله يې تبليغ اوشهادت دی دتبليغ مطلب داچې دالله تعالی رالېږل شوی دين له کموالي اوزياتوالي پرته په بشپړوضاحت سره دالله تعالی بندګانوته ورسېږي هغوی دالهي دين امناء دي مصنفين اوموجدين نه دي هغوی هېڅکله هم په دين کې ترميم اوتبديل نه دی منلی خلکوته يې په زغرده ځواب ورکړی ؤ چې په دې پيغام کې موږ دبدلون واک نه لرو که څوک يې مني ودې مني اوکه نه يې مني نه دې مني.
دشهادت مصلب دادی چې په وينا او عمل په فردي او ټولنيزه برخه اوله ژونده يې ترمرګه ددغه دين ګواهي ورکړې ده دهغوی ددعوت اوبلنې او عملي ژوندترمينځ فرق نه ؤ
ددې پرعکس دلادينه سياست علمبرداران دالله تعالی ددين قيام نه غواړي که چېرې ددين نوم اخلي نودين ددوی دتحريک يوجز اوبرخه وي يوازې په لاپوشاپو اوپروپاګندونولاس پورې کوي او په دې هکله ټول وسايل په کاراچوي

پنځم خصوصيت : حقيقي هدف دالله تعالی رضا اواخروي فلاح
هغه مهم اوارزښتناکه عمل چې دپيغمبرانوکار ددنيا دنوروخلکو دکارڅخه جلاکوي دادی چې دهغوی دټولوهلوځلواوکوښښونو حقيقي او ريښتينې موخه يوازې او يوازې دالله تعالی رضا اوداخرت بری بولي ددې پرعکس دنورو وګړو ټولې هلې ځلې ددنيا اوداقتدار دلاسته راوړلو په خاطر وي ځينې خلک بيا دخلکو ددوکه کولو لپاره په خپل ځان ددين ټاپه هم وهي.
زموږ دپورته څرګندونې څخه څوک داغلط مطلب وانه اخلي چې ګويا موږ درهبانيت لورته بلنه ورکوو دپيغمبرانو دټولو هلوځلو مرکزي ټکی دالله تعالی رضا اوداخرت کاميابي ده که هغوی خلک تنظيمول که جد اوجهديې کاؤ مرګ اوژوند هرڅه يې دالله تعالی درضالپاره ؤ هغوی دنيا داخرت منافي نه ګڼله بلکې داخرت کښت يې باله دپاک هدف لپاره يې ناپاکه وسايل په کارنه اچول

وړانديزونه

اوس مهال دکارکولو سمه لار موږ دکارکولو سمه لار په لاندې ټکيوکې راخلاصه کوو
۱ـ په اسلامي امت کې چې اوس مهال دنوي غربي فکر له امله کوم فکري اوعملي بغاوت خپرېږي دمخنيوي لپاره يې بايد ټولې لارې چارې په کارواچول شي
۲ـ داسې علمي اوڅېړنيزې ادارې دې جوړې شي چې دځوان نسل سالمه روزنه وکړي ددې کارلپاره دې دخپرونې وسايل په کارواچول شي .
۳ـ زموږ په پخوانيوعلماؤ کې ددې صلاحيت نشته چې داوسنيواسلام دښمنه توطئو فکري مقابله وکړي داوسنيوتوطئو دشنډولو لپاره دداسې پوهانواوقلموالو روزل چې دديني علم اوپوهې ترڅنګ په نوي وسله هم سمبال واوسي
۴ـ ټولو ژبني ،نسلي اوديني تعصباتو ته دپای ټکی ايښودل او دمسلمانانودوحدت لپاره کارکول .
۵ـ دفرعي ،جزيي اختلافونو له مينځه وړل په مشترکو نکاتو تمرکز
دمينې او محبت په لوري دمسلمانانوروانول
۶ـ دمسلمانانوډېرمخلص وګړي خپل مال ،ځان اووخت په ډېراخلاص سره په ډېروحقيرو جزيي مسايلو کې لګوي هغوی ته ددين اصلي شعور په برخه کول اوديوجامع او هراړخيز کارلپاره يې تيارول
۷ـ ديوټيم جوړول ترڅودمسلمانانودرد مندافراد يوله بل سره کښېنوي او يوله بل سره دتفاهم له لارې دمسلمانانو دنظرياتوديوځای کولو لپاره کاروکړي ټولې اسلامي ډلې او جماعتونه خپل ګڼل اودوحدت په لوري رهنمايي کول .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب