د تعويذ شرعي حکم او کوډو نښي نښانې

 دا خويو څرګند حقيقت دی چه قرآن کريم سراسر د مؤمنانو لپاره شفاء او رحمت دی جناب رسول الله ص او صحابه کرامو د قرآن کريم په آيتونو خلک دم کړی دی ولې تعويذ په غاړه يا بل اندام ځړول نه په قرآن کې شته اونه هم په احاديثو کې خوځنی علماء پدی نظر دي چه تعويذ هم د دم يو شکل دی .

 د ابوالمختار فقه حنفی د فتاوی يوسفيه په حواله ليکې د جناب رسول الله ص ،صحابه کرام ،اوورسته صالحانو خلکوهمدا عمل پاته شوی دی تعويذ هم ددی يو شکل دی . فتاوی يوسفيه د تعويذ دجواز لپاره دري شرطونه ضروری بولې : ۱- د يوه جايز اوروا عمل لپاره به وي ۲- دتعويذ الفاظ به واضح وی د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي . ۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی . دكتر عمرسليمان الأشقر هم په خپل کتاب سحر کې همدا شرايط بيان کړی د الفاظوپه وضاحت کې دا هم ذيات کړی چه بايدپه عربې وي .

البته د تعويذ تاثير يقينی ګڼل غلط دی داهم د نورو تدبيرونو په شان يوعلاج اوتدبير دی چه مفيد کيدل او نه کيدل يې د الله تعالی په اراده پوری اړه لری .

 دا شو دشرعی دم دوعا لنډ بيان اوس به دشرعی دم او کوډو تر منځ فرقونه وګورو :

د کوډ ګرو نښي نښانې

فهدبن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي

your ads

    ساحر اوکاهن د مريض او د هغه د مور دې نوم پوښتنه کوي

 دمريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور

  ديوه حيوان په خاصو صيفاتو زبح کول غواړي او دحيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره

– په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي

  يوشی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي

 دخاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول

  دفسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګنده  معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب