خپل شیطان به څنګه عذابوئ؟

رسول الله ﷺ فرمایي: بې شکه مومن خپل شيطانان خامخا داسې ستړي کوي او کمزوري کوي، لکه ستاسو کوم یو چې په سفر کې خپل اوښ ستړی کوي او کمزوری کوي. عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله ﷺ قال : إن المؤمن لينضي شياطينه كما ينضي أحدكم بعيره في السفر .[ رواه أحمد (2/380) والحكيم الترمذي (1/132) وابن أبى الدنيا(ص 41)]

لکه څنګه چې سفر کې اوښ ستړی کیږي او کمزوری کیږي، ځکه مزلونه زیات او ارام کم وي درانه بارونه وړي او په وخت او مناسب خواړه نه ورته رسیږي؛ د مومن شیطان هم له هغه سره ستړی او کمزوری وي، د مومن په ذکر، لمانځه او نورو عبادتونو یې شیطان زوریږي، که هغه د ګناه ورته وایي او مومن یې نه مني؛ دې سره شیطان کمزوری کیږي او په عذاب کیږي. نو د الله عبادت او د شیطان مخالفت د شیطان لپاره عتاب او عذاب دی.

 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب