ولې ګناه کوو؟  

(په دې ليکنه کې په لنډ ډول هغه اساسي عوامل راټول شوي چې د بدکاريو او ګناه سرچينې دي)
په طبيعت کې هيڅ مسئله او پېښه بې عواملو نه وي. هره پېښه چې واقع کيږي په حقيقت کې يې تر شا ډېر عوامل وي چې دې پېښې ته د پېښېدو زمينه برابروي. د نفس او هوس پيروي هم تر شا يو لړ لاملونه لري چې دلته يې له يو څو مهمو څخه په لاندې توګه يادونه کوو:

• ايماني کمزورتيا

په لوى اللهج ټينګ او قوي ايمان انسان له نافرمانۍ او ګناه څخه ژغوري او همدا ټينګ ايمان دى چې لکه د ډال او سپر په توګه د نفس غوښتنو ته په مخ کې دريږي. څرګنده ده چې هر څومره په انسان کې ايمان کمزرى کيږي په هماغه اندازه دلوى اللهج د فرمانونو په ماتولو او د ګناهونو په کولو زړوريږي. نبي الرحمة ص دې خبرې ته داسې اشاره کړې، فرمايي: لاَ يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِن. (١) ژباړه: زنا کوونکى د زنا پر وخت مؤمن نه وي.څوک چې د تقوى په دې حد کې وي او ايمان يې دومره ځواکمن وي؛ چې ګويا د عبادت پر وخت الله ج ويني، داسې کسان د ګناه په کولو زړور او بې پروا نه وي، که ګناه ترې وشي ډېر ژر پښېمانه کيږي، الله ج ته رجوع کوي او توبه وباسي.

• بد ملګرى او انډيوال

ګرانو لوستونکيو! په خپلو ټولو ملګرو له سره غور وکړئ او وګورئ چې ايا د ملګرو په منځ کې خو مو داسې څوک نشته چې د قيامت په ورځ يې له دوستۍ او ملګرتيا پښېمانه اوسئ او وايئ:
يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا. (الفرقان: ٢٨) ژباړه: کاش چې د فلاني ملګرتيا مې نه وى کړى. همدارنګه فکر وکړئ چې ايا ملګري مو داسې څوک دي چې د قيامت په ورځ ورسره يو ځاى راپاڅئ؟ ځکه چې رسول اکرم ص فرمايلي: المَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ. (٢)
ژباړه: هر څوک به له همغه چا سره وي، چې ملګرى يې وي.همدا ډول بايد وګورئ چې آيا د ملګرو دينداري مو په دې حد کې ده چې خلک پرې ستاسې هغه هم قياس کړي، ځکه نبي ع فرمايلي: الْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلُ. (٣)
ژباړه: هر څوک د خپل ملګري په مذهب (دين) وي؛ نو تاسې هر يو بايد وګورئ چې له چا سره دوستي کوئ.په همدې اړه د نبي الرحمة ص دا مبارک حديث (مَثَلُ الجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالسَّوْءِ، كَحَامِلِ المِسْكِ وَنَافِخِ الكِيرِ) (٤) يو شاعر ډېر ښه په خپل شعر کې رانغاړلى:
په محفل دعطارانو به عطار شي اور کې سوزي چې ملګرى د لوهار شي
مانا دا چې نېک ملګرى د عطر پلورونکي غوندې وي که څوک ورسره کيني؛ نو خوشبويي به حس کړي او بد ملګرى د پښ (اهنګر) مثال لري که څوک ورسره ناسته ولاړه کوي، ښکاره خبره ده چې د اور سپرغۍ به ورالوزي او بد بوى به حس کوي.دا يو روښانه حقيقت دى چې ملګري او دوستان د انسان په فکر او دماغ اغېز پرې باسي، چې دا اغېز په ځوانۍ کې زيات او څرګند وي. زيات خلک په همدې نوې ځوانۍ کې د بدو ملګرو او انډيوالانو له خوا د فساد او بې لارۍ په لور توجيه کيږي.يوې کويتۍ مجلې (الانبياء) د يو ١٧کلن ځوان له خولې په يو ګزارش کې ليکلي: ((څوکاله وړاندې له ملګرو سره د يو انډيوال کوټې ته دهغې ليدو ته ورغلم، هغې په خپله کوټه کې فلمونه لرل، همدلته مې په لمړي ځل لوڅ فلمونه وليدل او زما د بد اخلاقۍ پيل له همدغه ځايه وشو.))

تر کومه ځايه چې مونږ ته جوته شوې، زياتې هغه نجونې چې له هلکانو سره نامشروع اړيکې لري، سبب يې بدې ملګرې وې، په دې مانا چې هغه انډيوالانې يې چې له پخوا يې له ځوانانو سره دا ډول نامشروع اړيکې لرلې دوى ته يې له هغوى سره د ګډو انځورونو په ښودلو سره خپلې دا ډله ملګرې هم نا مشروع اړيکو ته تشويق کړي چې په پاى کې يې دوى هم له هلکانو سره په ناروا اړيکو اخته کړي. بد ملګرى دومره ناوړه پديده ده چې که يو څوک په دې وتوانيږي چې ناوړه کارونه او بد ملګري پرېږدې؛ خو دا يې له ياده ويستې وې چې بد ملګري يې بيا هم په دې ناوړه سنګر کې انتظار دي، بدکاريو ته وربولي او بيا يې په خپل رنګ رنګوي، بيا هم بې نتيجې ده؛ سعودي عربستان د بې تربيه کوچنيانو او ځوانانو لپاره دارالتأديبونه (روزنتونونه) جوړ کړي او هلته يې روزنه او تربيه کوي، يو تن چې په رياض کې تازه له روزنتونه رخصت شوى وو، روزنتون ته د بيرته ورګرځېدو اصلي لامل يې همدا ښودلى وو چې لا له روزنتونه راوتلى نه ووم چې هماغه ملګرو مې وخته راته بيا لار څارله، هغوى بيا په خپلو جادوګرو ژبو راته د بديو لار اسانه او انجام يې راته ګل بڼونه ښودل او نېکۍ يې راته سختې او مشکلې تعريفولې همدا سبب وو چې له ما نه يې خپله پښېماني هېره کړه او يو ځل بيا يې د پخوا په څېر بدعمله کړم ځکه مې بيرته روزنتون کور شو.څرنګه چې ځينې خلک انګېري چې ګوندې بد ملګري يوازې په زندانونو کې وي او يا روګدي (معتادين) خلک بد ملګري وي، حتمي نه ده بلکې ټول هغه خلک بد ملګري دي چې جرم او ناوړه کارونه مو په سترګو کې کم راوړي او نېک کارونه درته د غره په اندازه لوړوي او درنوي او دا ډول خلک کېدى شي د چا له قوم او خېل نه او يا له ډېرو نږدې خپلوانو نه اګر که ورور هم وي، اوسي.

ځينې خلک لا استدلال کوي چې کوښښ به وکړم چې له بد ملګري نه په کرار، کرار ځان په ډډه کړم، دا څومره بې منطقه خبره ده، ځکه که تاسې غواړئ څه وخورئ او د همدې خوړو په اړه په دې هم پوه شئ چې مسموونکي (زهرجن) دي او بيا هم وايئ چې ځه خير دى پنځه مړۍ به نه کوم، درې مړۍ به وکم، کېدى شي دا خبره به درته خندوونکې وي ځکه معقوله خبره خو دا ده چې دا ډول خواړه له سره ونه خوړل شي. اوس هغه څوک چې غواړي بد ملګرى تدريجې پرېږدي مثال يې همداسې دى چې زهرجن خواړه کم خوري. نو همدا نن خپلو بدو ملګرو ته _خداى په امان _ ووايئ، ښايي سبا به ډېر ناوخته وي.

• سترګې ګرځول او بد نظر

سترګې ګرځول او ناولى ليد بل هغه اور دى چې که يو ځل د يو انسان په زړه کې بل شي، د انسان په وجود کې ټولې تتې سکروټې راتازه کوي او په پايله کې يې د انسان سترګې شکيږي او حيا ترې کډه کوي. ناولي کاته انسان دې ته تياروي کوي چې همداسې ادامه ورکړي او بالاخره د انسان په عقل او هوش دومره بده اغېزه پرې باسي چې کاملاً پرې جوش غالبيږي. په همدې اساس خو اللهج مؤمنو نارينه وو او ښځو ته د سترګو ښکته اچولو امر کړئ او دا يې د مؤمنانو لپاره د ستره ګۍ او عفت سبب په ګوته کړى:
قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (٣٠) وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ (النور: ٣٠، ٣١)
ژباړه: اى پېغمبره! مؤمنو نارينه وو ته ووايه چې خپل نظرنه مهار کړي او د خپلو شرمځيونو ساتنه وکړي، دا د دوى لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده، دوى چې هر څه کوي اللهج پرې خبريږي. او اى پېغمبره! مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپل نظرونه مهار کړي او د خپلو شرمځيونو ساتنه وکړي.

صالحو سلفو هم ناپاکه کاته د شومو او بدو پايلو دلودونکي ښودلي، امام ابن قيم رح په دې اړه ليکلي: کاته د ټولو هغو مسايلو ريښه ده چې انسان په خپله ناولې لمن کې رانغاړي، کاته دي چې د انسان په ذهن کې لمړى يو څه راګرځوي، وروسته بيا له دې کتو څخه په فکر او تصور کې يو انځور جوړيږي او د دې خيالي انځور پوسيله د انسان شهوت او نفسي غوښتنې راپاريږي او دا نفسي غوښتنې بيا په داخلي غوښتنو بدليږي او هلته بيا قوت اخلي او همدا سبب شي چې دا غوښتنې بيا په عمل بدليږي؛ نو وګورئ همدا (يو نظر کاته) دي چې په يو ناوړه عمل انجاميږي، چې بايد په کلکه ترې ساتنه وشي. مخکې وايي: د نظر ساتنه او سترګې ښکته اچول ډېر اسان دي نسبت هغه څه ته چې د يو نظر کتو په پايله کې په ډېرو بدو عواقبو سره رامنځته کيږي. (الجواب الکافي، ص ١٠٦)

كل الحــوادث مبدأها من النظر ومعظم النار من مستصغر الشرر كم من نظرةٍ فتكت في قلب صاحبها فتكت اسهام بلا قوسٍ ولا وتر.يانې د ټولو پېښو او بدو عواقبو پيل له نظره کيږي او زياتره اورونه هم له شاټونو او جرقو بليږي. اګر که اکثره نظرونه له کمانه د خوشې شوي او بې کنتروله تير غوندې د کتونکي په زړه کې ننوتي او زړه يې د هوا او هوس منلو ته خلاص کړى.ځينې وخت د محجبو او پرده پوښو ميرمنو په کتو سره هم دا ډول ناوړه عواقب رامنځته کيږي او هغه داسې چې د خپل وجود ځينې سينګار کړې برخې لکه سترګې، مخ او شونډې يې ښکاره کړې وي. همدا سبب دى چې نن بازارونه، پوهنتونونه، چاپي او ليدنۍ رسنۍ (تلوېزيونونه او انټرنټ)، همدا ډول د توکيو د بازار موندنې لپاره په توکيو او اجناسو بربنډ او لوڅ عکسونه او په تلوېزيونونو کې يې په ښکليو او بربنډو نجونو اعلامول ټول هغه موارد دي چې له يوې مخې ټولنيز او اخلاقي فساد ته لمن وهي. تاسې ووايئ چې په داسي يو حالت کې به څومره ممکنه وي چې څوک دې له اخلاقي فساده ځان وژغوري؟

• وزګاري او ځانته والى

بې روزګاري او ځانته والى بل هغه عامل دى چې انسان بدکاريو خوا ته کاږي او په انسان کې نفساني غوښتنې راپورته کوي. کله چې جلۍ يا هلک ځانته کيږي زيات فکرونه او سوچونه يې په ذهن کې تېريږي راتېرېږي، شيطان هم دا ساعت له خدايه غواړي او د انسان دا سوچونه ورته ښه له خونده ډکوي او جنسي لور ته يې متمرکزوي. لکه مخکې مو چې وويل هر څه له فکر او خياله پيليږي، ورسته د فکر او خيال لمن پراخيږي او دا تش فکر په نيت او قصد اوړي، نيت په يو غوڅ دريز او تصميم اوړي او په پاى کې تش خيال په يو ډېر ناوړه عمل انجاميږي.د تنهايۍ او خيالونو په نتيجه کې د انسان فکر خپل سرى کيږي او د خپل سري فکر کړنې د انسان پر وجود خپل ناوړه اغېز پرې باسي: غم او سوچ به ډېر کوي، بې ارادې، کم هوشه او بې غيرته شي، د سترګو ديد او نور حواس يې کمزوري شي او …
همدارنګه د ډېرو پېغلو او زلميانو تر منځ د نامشروع اړيکو يو اساسي لامل هم همدا ځانته والى دى.

 په جنسي مسايلو کې سوچ او فکر

دا د الهي رحم او عدل ستره بېلګه ده چې خپل بنده ګان په تشو فکرونو او خيالونو نه محاسبه کوي مګر تر دې چې انسان خپلو خيالونو او سوچونو ته دوينا او عمل جامه وراغوستې نه وي.
کله چې يو څوک په جنسي مسايلو کې سوچ او فکر ته خپله کوپړۍ خالي کړي، سمه ده چې په لمړيو کې به يو څه خوند او لذت هم محسوسوي؛ خو پايلې به يې پر چا تر اسمان راغورځېدو هم ورته درنې او خطرناکې تمامې شي. دا ستونزه دومره له پولو اوړي چې که څوک لمونځ هم کوي دا ډول ناوړه سوچونه او فکرونه يې په ذهن کې راګرځي او دا مې له زياتو ځوانانو نه اورېدلي چې له همدې ډول ستونزو سرره لاس او ګرېوان دي.کله چې هم جنسي خيالونه او سوچونه د ځوانو هلکانو يا نجونو په فکر کې ځاى نيسي د ځوان په فکر کې دا ناوړه خيالونه غزونې کوي، په ځوان کې نفسي غوښتنې تحريکوي، پر جسم او زړه يې د هوش پرځاى د جوش جال غوړوي او بلاخره په وجود کې دا بل شوى اور انسان يو څه کولو ته اړباسي؛ نو په دې اساس خپله کوپړۍ په جدي توګه له داسې ناوړه خيالاتو څخه وژغورئ او هيڅکله مه پرېږدئ چې داسې ناوړه تصورونه مو په ذهن کې ځاى ونيسي، ټولې لارې يې پر مخ وتړئ.

خپل فکرونه او خيالونه په دنيوي او اخروي ګټورو خيالونو بوخت کړئ او په دې لار کې خپل دماغونه اوبه کړئ، د متعال ذات په خلقت اوعظمت، د امت په دې دردناک حالت، اسلامي امت يو کول او بېرته يې تېر برم ته ورستنول او د قيامت په سخته او عظيمه ورځ باندې سوچ او فکر کول او دې ته ورته نورفکرونه او سوچونه کول موږ ته په کار دي.

ژباړه او زياتونه: انجنير باختر “احسان”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب