د عایشي (رض) او د نبي کریم (ص) د واده په اړه د ملحدانو د یوی شبهی ازاله

لیکوال : قاري حکيم الله صابري

نن سبا ډیر لادینیان، ملحدین، یهود، نصاری، او مبشرین دغه خبره ډیره زیاته په خوله اړوې، او راړوي، او په دې انټرڼیټی نړۍ کې ددغو ګنده خلکو نماینده ګان هم موجود دي، کیداي شي چې ددې موضوع شرحه دهغوي دهدایت سبب هم شي.

لومړۍ ټکې: دالله تعالي ددین دښمنان وايي، چې عائشة رضي الله عنها ماشومه وه، نو باید اوس ددې په معنا پوه شو چې ماشومه یعني څه؟؟

عائشة رضي الله عنها په نهه کلنۍ کې پیغله وه، بالغه وه، نو هغه ماشومه نه وه، او په هغه زمانه کې به دښځو لوي غم دا وو، چې د دولس کلو څخه يي عمر واوړي، او چا لا په نکاح کړې نه وي ، نو په هغه وخت کې دنکاح کولو یا واده کولو طبیعي عمر له نهو کلو څخه تر دولسو کالو پورې وو، او دبلوغ دوخت نه شروع کیدلو تر ما بعد البلوغه.

زه تاسو ددې خپلې خبرې دلیل وړاندې کوم، او هغه دا چې په صحيح سند ثابت دي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته دخديجې رضي الله عنها له وفات څخه وورسته یو صحابۍ ښځه راغله، دغه صحابۍ خولة بنت حکیم وه ، چې دعثمان بن مظعون رضي الله عنه ښځه وه، دې ښځې سره دخديجې رضي الله عنها له مرګ څخه وروسته دپیغمبر صلی الله علیه و سلم ډیر غم وو، او هر وخت به پریشانه وه، یوه ورځ نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يي وویل: آیا ښه به نه وي، چې له خديجې رضي الله عنها څخه وروسته یو بله ښځه وکړي، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څوک یادوي، څوک دې په فکر کی دي؟ نو هغې ځواب ورکړ: سودة د زمعه لور، او یا عائشة دأبوبکر لور رضي الله عنهم أجمعین ، نو اوس لوستونکۍ کولاي شي چې پوه شي، کله چې خولة رضي الله عنها نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دعائشې نوم وړاندې کولو، نو دهغې دا عقیده وه چې دغه دواړې ښځې دنبې کریم صلی الله علیه وسلم سره مناسبې دي، آو کولاي شي هغه خالیګاه ډکه کړي کومه چې دخدیجی رضي الله عنها مرګ پریښې وه.

دغه وخت کې عائشة رضي الله عنها باکره وه، او سوده کنډه وه، او عمر يي هم ډیر وو، مخکې يي یو میړه هم کړې وو، نو دخولې رضي الله عنها دغه مجرده طرحه ددې ښوودنه کوي، چې هغه په دې پوهیدله چې دواړه جینکۍ دښځې کولو لپاره ښې جوړي دي، او ددی معنا دا هم ده چې دعائشې رضي الله تعالی عنها دجسم نمو، او پوخووالې دا له ورایه ښکاره کوله چې انوثت او پیغلتوب يي کامل دې، او لږ تر لږه خولة رضي الله عنها دا خبره ښه حس کړې وه، ځکه چې هغه پوهیدله چې سړي له ښځي څه غواړي، نو هغه څه چې غواړي باید په جلکۍ کې هغه موجود وي.

دغه وخت کې په عائشه رضي الله عنها باندې له نبې کریم صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل صحابي هم جرګه کوله، چې دهغه صحابي نوم دې جبیر بن المطعم، خو کله چې دعائشې رضي الله عنها مور دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له جرګې خبره شوه، ډیره خوښې يي څرګنده کړه، او جبیر بن المطعم صحابي يي فورا قاطع ځواب کړ.

که دپیغمبر صلی الله علیه وسلم جرګه نه واي، نو هغوي به دغه جلکۍ هغه صحابي ته ورکوله، ځکه نو ام رومان خپل میړه ابو بکر رضي الله عنهما ته وویل: ګوره ستا لور الله جل جلاله دجبیر له لیارې بچه کړه، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يي ورکړه، چې له خیر او برکت څخه بهرمنده شي.

ګورۍ وروڼو: یوه مور پوهیږي چې کله دخپلې لور لپاره واده کول وغواړي، مور په خپلې لور دپوخوالې او بلوغ ته درسیدلو علامي تر نور هر چا ښې ویني، او هم يي پیژني.

مور په خپله لور کې دانوثت انقلاب درک کولاي شي، نو ډیر پیرزو او او آرزو يي شي چې دلور واده وویني، او هغې ورځي لپاره په ډیر شوق خپلې شپې ورځي سبا کوي، هره مور غواړي چې دخپلې لور لپاره دسعادت مصدر وي، او دکورني ژوند اساساتو څخه يي خبره کړي، او په ډیره خوشالۍ يي نوې کورته رخصت کړي.

ځما ګرانو وروڼو:
زه له دې ملحدینو، لادینیانو، مسیحیانو، او یهودو څخه سوال کوم، او هغه دا چې ، آیا تاسو سره یو دلیل شته چې دا ثابته کړې چې عائشة رضي الله عنها په هغه نهه کلنۍ عمر یا څه دپاسه نهو کالو عمر کې بلوغ ته نه وه رسیدلې؟؟؟؟
یا دهغې أنوثت نه وو کامل شوې؟؟
سر بیره پردې په ډیرو زیاتو حدیثو کتابونو کې په صحي سند راغلي دي، چې دجزیرة العرب په ځمکه ډیرې جلکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي.

له امام شافعي رحمه الله څخه روایت چې هغه ويلي دي: په تهامة جینکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي. ،بلکه له هغه څخه روایت دې، چې ویلي يي دي: ما په صنعاء ښار کې، دیمن په پایتخت کې یوه یویشتکلنه ۲۱ نیا ولیدله، یعنې دلمسو خاونده وه، بیا وايي: په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او لس کلنۍ کې يي لور راوړې وه، او هغه بیا په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او په لس کلنۍ کې يي بچۍ راوړې وو.

په دی سربیره خپله دعائشې رضي الله عنها څخه روایت دې چې وايي: جلکۍ چې کله نهه کلنۍ ته ورسیږي، نو هغه ښځه شي.

او همدا اوس په همدې زمانه کې په ډیرو ځایونو کې لس کلنو جلکیو بچې ځیږولې دي، او سږ کال خو ما خپله هم دی باره کې یو خبر ولوست، چې په کینیا کې لس کلنې جلکۍ بچې وځیږاوه.

دوهم ټکۍ: ځینې ملحدین، او منصرین وايي: چې هغې ته اختیار نه وو ورکړ شوې، په زوره واده شوې ده؟؟
ددې شبهې لپاره دا یو سوال بس دې چې الله جل جلاله فرمایي: الأحزاب {۲۸} يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلاً {۲۹} وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآَخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا
ژباړه: اۍ پیغمبره! ووایه خپلو ښځوته ،که چیرې تاسې دنیا غواړۍ، او ددنیا دژوند ښایست غواړۍ، نو راځۍ چې فایده در ورسوم تاسی ته، او آزادې کړم تاسې په آزادۍ نیکې سره، او که چیرته تاسې الله جل جلاله غواړۍ او دهغه پیغمبر غواړۍ، او ورځ دآخرت غواړۍ نو په تحقیق چې الله جل جلاله تیار کړې دی ستاسو دنیکو لپاره لوي اجر.

عائشة رضي الله عنها فرمايي: کله چې دغه آیت نازل شو، نبې کریم صلی الله علیه وسلم ماته راغۍ، او راته ويي ویل: زه تا یوه خبره کول غواړم، ته په هغې کې فیصله ژر مه کوه، تر څو چې دې مور او پلار سره فیصله نه وي کړې، نو هغې ورته وویل: څه خبره ده؟؟؟
نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته آیتونه تلات کړل، نو عائشې رضي الله عنها وویل: بلکه الله جل جلاله اختیاروو، او تا اختیاروو، او ورځ دآخرت اختیاروو، هغې وویل: نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ډیر خوشاله شو.

دریم ټکې: دومره لوي فرق دښځې او خاوند دعمر په مینځ کې؟؟؟
وایم: عائشه رضي الله عنها په خپل دې واده ډیر خوشاله وه، او دهغې غوندې په لسهاوو ښځې وي چې دا ارزو يي درلودله چې دنبې کریم صلی الله علیه وسلم میرمنې جوړي شي، داسې هم شوې دي چې ډیرې ورته راغلې دي ځان يي وربخښلې دې، نو بیا نبې کریم صلی الله علیه وسلم نورو صحابه کرامو ته په نکاح کړي دي، عائشه رضي الله عنها ته غیرت ورتللو کله چې به نبې کریم صلی الله علیه وسلم مړه شوې خدیجه یادوله، او هغه ته به يي وویل: هغه ولې یادوي، دهغې په بدله کې الله جل جلاله له هغې څخه ښه بدله درکړې، که چیرته دغه فرق دعمر عیب وايي، نو دقریشو کافرو به ورته پیغور کړې وي، هغه وخت یهودو به پرې ګوتنیونه کړې وه، یا به یهودو دمریم بي بي او دیوسف په نکاح باندې ګوتنیونه کړې وه، ځکه چې مریم بي بي له یوسف څخه اویا کله کشره وه، البته دا دیهودو عقیده ده، مونږ خو وایو مریم بي بي بیخي واده نه دې کړې.

دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له نکاح مخکې بل چا هم دځان لپاره غوښتې وه، نو ولې په دې څه مشکل دې؟
دیوې جلکۍ دواده کولو لپاره فسیولوجې او عقلي موانع باید موجود نه وي، او چی دغه رنګ موانعو دلته وجود نه لره؟ نو څه مشکل دې نکاح تر سره شي.

کیداي شي ځیني به وايي چې عقلي رشد ته نه وه رسیدلې، څنګه نه وه رسیدلې، او هغې مور مونږ ته دشرعي فقهي لويي لويي برخي رانقل کړي دي، او اوس چې څومره وخت تیریږې ځوانۍ ختمیږي، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به یو اووه لس کلن مشر به دزرهاوو کسانو قیادت کاوه، یو مثال يي اسامة بن زید دې، او بل مثال ابن القاسم دې چې په اوولس کلنۍ کې يي سند او شاو خوا علاقې ختمې کړې، اما اوس به ډیر پنځه ویشت کلن ځوانان وویني چې عقلي رشد به نه لري، امام بخاري رحمه الله په پنځلس کلنۍ په نبوي حدیث کې یو لوي مرجع جوړ شو، او په اتلس کلنۍ کې يي ډیر حدیثي په مجلداتو تألیفات کړي دي، خو اوس حالت بدل دې .

باید بل یو لوي حقیقت او نعمت ته اشاره وکړم، هغه دا چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه وروسته عائشة رضي الله عنها ۵۰ کاله ژوندۍ وه، او په دغو پنځوسو کلونو کې هغې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم تعلیمات، فقهه، او احادیث نورو ته ورساوه.
تر دې بل لوي حکمت نشته، فلله الحمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد

په دغه وخت کې نه یهودو، او نه نصاراوو، اونه فارسیانو، اونه رومیانو، اونه قریشو په نبې کریم صلی الله علیه وسلم باندې دا ګوتنیونه کړې، سره له دې چې هغوي دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هر وړه او غټه خبره غږیدل، نو په حقیقت کې هغوي ټولو ددغه واده اقرار کړې دي.

څلورم ټکۍ: لادینیان، منصرین، او یهود، اوس هر وخت خپلې خولې غرنجوي، او وايي: چې دعائشي نفسیات به دغه وخت کې څنګه وو؟؟
نو سوال دادې: چې آیا بي بي عائشي رضي الله عنها ستاسو کمې حقوقي نړیوالې مؤسې یا م م م ته شکایت کړې دې، چې تاسو اوس دهغي مدافع وکیلان جوړ شوۍ، آیا عائشي رضي الله عنها له خپلو درې زره روایاتو څخه په یوه روایت کې له خپل دغه ژوند واده څخه شکایت کړې دې، او یا يي سر ټکولې دي؟؟؟؟؟
او یا هغه په دغې واده پښیمانه وه؟؟
آیا دې باره کې تاسی یو حرف لرۍ چې ويي وایۍ؟؟؟
ألا لعنة الله علی الظالمین.

بر عکس هغه ډیره خوشاله وه، په خپل میړه يي ډیر غیرت کولو، مینه يي ورسره کوله، یوه لحظه يي هم دا شک نه دې کړې چې هغه پیغمبر نه دې، او دنبي کریم صلي الله علیه وسلم سره يي بقا اختیار کړه کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغې ته دپاتې کیدو او دتګ اجازه ورکړه، چې کورنۍ ژوند پریږدي.

تاسو دعائشې رضي الله عنها له زندګۍ داسې خبرې کوۍ، لکه هغې چې دخپلې زندګۍ څخه نفسي غوټه لرله، نه برعکس عائشې دخپل واده له لومړۍ لحظې څخه ټولې پیښی ثبت کړې، او مونږ ته يي رانقل کړي، فقه يي مونږ رانقل کړې، او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته يي داسې علماء کرام او فقها وروزل، چې هغسې علم اوس په یونیورسټيو کې د phd استاذانو سره نه پیدا کیږي.

یونیسیف وايي، چې وختي واده درې بدۍ لري:
دتعلیم نه کاملیدل.
وختي حمل اخیستنه.
میړه په ښځې ظلم کوي، او زبردستي ورسره کوي،

نو آیا عائشي رضي الله عنها ته له دې درې ضررونو کوم ضرر رسیدلی دې، بر عکس هغي به هر وخت ویل: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن دې، یعني تر ټولو بهتر اخلاق، ښه اخلاق، دقرانکریم ترجماني يي کوله، هیڅکله يي دکوم طعام بده نه ده ویلي، غوصه به يي ښځو ته نه کوله، دټولو ترمینځ به يي عدل او انصاف کاوه، سره له دې عائشه رضي الله عنها ورته ډیره ګرانه وه، خو په شپو کې دتقسیم برخي دټولو ښځو یو شانته وي.

او س راځو په اسلام کې دماشوم تعریف ته، په اسلام کې ماشوم هغه دې چې بلوغ ته نه وي رسیدلې، او دغه خبره طب او ډاکټرۍ سره موافقه ده، نو آیا ددغه تعریف له نګاه څخه عائشه ماشومه وه؟؟؟!

پنځم ټکۍ: ملحدین، لا دینیان، او منصرین وايي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خدیجه دمال او جاه په خاطر کړې وه؟؟
نو سوال دادې چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې دهغې له مرګه وروسته ولې خفه شو، او هغه کال يي دغم او ویر کال په نوم ونوماوه، او دخپل مرګ پورې به يي هر وخت یادوله، بلکه ډیر کرته به يي قرباني وکړه او غوشه به يي دخديجې رضي الله عنها ملګرو ته ولیږله، دا کار دهغې له مرګ څخه وروسته وو.

اوس راځم اۍ منصرینو ستاسو کتابونو ته نو ځان ټینګ کړۍ او ځواب راکړۍ: تورات، دالعدد سفر، ۳۱ فصل:
ژباړه: نو ټول هغو غنیموتونه، او اخیستل شوي څیزونه چې جنګیالیو لاس ته راوړل داوو:
شپږ لکه او پنځه اویا زره پسونه، دوه اویا زره غواګانې، یو شپیته زره خره، دوه دیرش زره باکرې جینکۍ، نو ددغو ټولو څیزونو څخه نیمه برخه دجنګیالو شوه، له پسونوڅخه درې لکه او اوه دیرش زره، او له هغې څخه درب جزیه شپږ سوه او پنځه اویا سره ګډان وو، او له غوا ګانو څخه شپږ دیر ش زره دجنګیالیو شوې، نو درب جزیه له هغو څخه دوه اویا غواګانې شوې، او له خرو څخه دیرش زره او پنځه سوه سره شوه، او رب جزیه ترې یو شپیته شوه،
او له ښځو څخه شپاړس زره شوې دجنګیالیو لپاره، او رب جزیه له هغې څخه دوه دیرش ښځې وي،
نو اوس تاسو ووایۍ چې دا ښځې وړې وې او که غټې.؟؟؟؟؟

یو دیرشم فصل، د العدد سفر، تورات،
ژباړه: نو اوس تاسې ووژنۍ هر یو نر له ماشومانو څخه، او هره هغه ښځه چې دسړي سره څملاستې وي او کومې چې ماشومانې انجلکۍ دې، او هغه ښځې چې سړو سره نه دې څملاستلې، نو هغوي د ځان لپاره ونیسۍ، او مه يي وژنۍ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب