خوب د اسلام او طب له نظره

 

د بدن د ښه فعاليت لپاره ځينې ځانګړې هورمونونه موجود دي، دا هورمونونه  مو  بدن  په  ځانګړو  وختونو کې  زيات توليدوي.

د کورتيزول هورمون(Cortisol H) چې د سهار وخت په کې زياتېږي او د شپي لس بجې خپل ټيټتريني سويې ته رسيږي.

د لويوالي هورمون( GH) په وينه ترټولو ډير دشپي د لسو بجونه تردريو بجو پوري زياتيږي.

اوس د خپل ستر پيغمبر ﷺ د خوب وختونه بيانوو:

هغه مبارک به دشپې وختي ويده کيد.

د  تهجد  لمانځه   لپاره   به    پاڅېده.

او وروسته له لمانځه به نه ويده کيده.

دا وخت دشپې له لسو او دري بجو سره برابر دي.

په دي وخت کې ترټولو زيات هورمونونه ترشح کيږي.

که په دې وختونو کې ويده نه شو د هورمونونو نظم خرابيږي.

 
هغه مبارک ﷺ به ماسپښين مهال خوب کاوه. (یو دوه ساعته خوب) ځکه دا د راحت خوب او د خوب داعتدال لپاره ډېر ښه وخت دی.

د مازديګر او ماښام وختونو کې به نه وېده کېده،

ځکه د ورځي له دري او شپږ بجو تر مابينځ دزړه ضربان او دويني  فشار ډير  لوړيږي،پدې  وخت کي  ويده کيدل هيڅ مناسب نه دي.

ځکه دزړه دضربان  او  ويني  لوړ  فشار  په وختونو کې بې حرکته پاتې کيدل، په اینده کې د زړه د منظم ضربان او وينې فشار په اړه له ستونزې رابرسېره کېدی شي.

که وګورو نو زموږ ستر پيغمبر ﷺ او دنياوالو ته رالېږل شوی رحمت په دې برخه کې هم موږ ته لارښود دی.

ژباړه: منيب الرحمن رحماني

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب