ولې په بل (پردي) ځای کې خوب نه راځي؟!

موږ ټول ددې سره زیات وخت مخ کیږو، چې په پدي ځای کې اوله شپه سم خوب نه راځي. ساینس پوهانو د لومړي ځل لپاره داسې دلایل پیدا کړي، چې ولي انسان ته په پردي یا نابلده ځای کې لومړۍ شپه سم خوب نه ورځي.

ساینس پوهانو په دې اړه څیړنه وکړه، چې ولي اکثره خلکو ته په نابلده ځای کې خوب نه ورځي او ایا دا کومه فایده هم لري؟!

دوې دې نتیجې ته ورسیدل، چې په پردي ځای کې د لومړۍ شپې د خوب پر مهال د انسان د دماغو چپ طرف ویښ او یا هم لږ خوبولی وي. یعني، د انسان د دماغو ښي او چپ طرفونه په یوه وخت نه ویده کیږي. همدا لامل دی، چې انسان نیمه ویخ وي او یا هم بلکل خوب نه ورځي.

دوهمه خبره داده، چې د انسان د دماغو چپ طرف د خارجي اوازونو او غږونو په وړاندې ډير حساس وي. کله چې انسان په نابلده ځای کې ویده کیږي، د هغه د دماغو چپ قطب ژر نه ویده کیږي؛ نو خارجي اوازونه اوري چې په پایله کې د انسان خوب خرابیږي، او سم خوب نه شي کولای.

ښکاره ده، چې که یو څوک د شپې لخوا سم خوب ونه کړي، نو د ورځې لخوا يې ذهني ارمتیا سمه نه وي.
خو؛

your ads

په نابلده ځای کې سم خوب نه درلودل او یا هم خوب نه ورتلل ګټه هم لري. هغه داسې، چې په دغه ځای کې د شته خطرونو په وړاندې ژر عکسل العمل ښيي.

خوب

دا چې په نابلده ځای کې انسان ته څنګه خوب ورشي، ډیرې لارې چارې شته، چې باید عملي شي. یوه هم داده، چې کله هم پوهیږې، چې بل ځای شپه کوئ، نو خبل بالښت له ځانه سره یوسئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب