زیات خوب او د ستړیا احساس؛ د عمر په تناسب باید څومره خوب ولرو؟

زیات خلک به مو لیدلي وي، چې خوبولي او ستړي ښکاري. تاسې خپله ممکن دا ستونزه ولرئ او تل د ستړیا د احساس ترڅنګ خوبولي اوس‍ئ .
لکه څنګه چې کم خوبي یوه جدي ستونزه ده، زیات خوب کول هم په ستونزو کې حساب ده.
نورمال انسانان معمولا زیات خوبولي نه وي، هغوی چې وي وضعیت یي د اندیښنې وړ دی.
د څېړنو له مخې کوم کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۹ ساعتونو زیات خوب کوي، د نورو ناروغیو ترڅنګ د چاغوالي په ستونزه اوړي.

د عمر له مخي د خوب اندازه

د منځني عمر لرونکي کسان معمولا ۷ ساعته خوب لري.
نوي زیږیدلي ماشومان، خاصتا چې عمرونه یې له ۲ میاشتو تر ۱۲ یا ۱۸ میاشتو وي له ۱۱ ساعتونو څخه تر ۱۸ ساعتونو ویدیږي.
له ۱ کلنۍ تر ۳ کلنۍ پورې د خوب وخت له ۱۲ تر ۱۴ ساعتونو ښودل شوی.
له ۳ کلنۍ تر ۵ کلنۍ پورې ماشومان له ۱۰ تر ۱۱ ساعتونو خوب لري.
نوي ځوانان یانې له ۸ کلنۍ تر ۱۸ کلنۍ له ۸ تر ۹ او تر دې لوړ عمر لرونکي له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب ته اړتیا لرو.

ولې خوبولي یوو او ستړیا احساسوو؟

د ورځې په جریان کې کیدای شي خوب راشي. دا وضعیت له څو عادي جسمي فزیکي فعالیتونو سره رفع کولای شوو.
که ریښتیا مو کم خوب کړی وي، بیا غوره ده چې تر ۲۰ دقیقو ویده هم شئ.

ځینې وخت په یوه یا څو موضوعاتو زیات چورت وهل هم ماغزه تر فشاز لاندې راولي او د خوب اړتیا پېښوي.
همدا شان ممکنه ده، چې دغه وضعیت مو د ناروغیو له کبله وي.

په ناروغیو کې ژور خپګان او د زړه ناروغۍ د انسان په خوبولتوب کې زیات نقش لري.

همدا شان ټولنیزې او اقتصادي ستونزې هم سترګې مو مرغۍ کوي او بې وخته خوب درولي.

یو بل مهم عامل د شپې لخوا د کافي خوب نه لرل دي.

د شپې د کم خوبۍ یو دلیل د رواني او نورو ناروغیو ترڅنګ تنفسي ستونزې لري.
د وینې کموالی هم سبب کیږي، چې خوبولي شئ او ستړیا احساس کړئ.

د ډېر خوب درملنه

– ډاکټر ته لاړشئ څو مو د زیات خوب عوامل تشخیص او د مشکل جدیت یا نه جدیت روښانه کړي.
– د ډاکټر په مشوره د اضافه خوب د مخنیوي درمل وکاروئ.
– که د زیات خوب دلیل کومه مشخصه یا څو ناروغۍ وي، غوره ده چې د هماغو ناروغیو درملنه وشي.
– په غذا کې له معطرو او بهترینو غوړیو څخه کار واخلئ. دا غوړي د ستړیا احساس ختموي او د وجود د وینې جریان پیاوړی کوي.
– د یوګا ورزش، چې یو ذهني او جسمي ورزش دی وکړئ. دا او نور مناسب ورزشي فعالیتونه هم زیاته ګټه درته لري.
– که دفتري او له ذهني فشاره ډک کارونه کوئ د قهوې استعمال درته د ورځې په نېمایي کي ضرور او ګټوره ده.
– چای څښل هم ضرور او ګټور دي.
– لمر ته کیناستل هم مه هېروئ، دا هم ضرور ده.
– که الکول څښئ نو استعمال یې کم کړئ.
– غوړ خوراکونه او ډېر خواږه شیان مه استعمالوئ.
– د خوب د کوټې رڼا که مو زیاته وي، کمه یې کړئ.
– د خوب مهالوېش لرل او منظم تطبیق یې ضرور دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب