حضرت عیسی (ع) څنګه خدای شو؟ صلیب څنګه عیسویت کې داخل شو؟

قسطنطین (Constantine)په ۳۲۵ میلادي کال کي چي د روم امپراطور وو د نقیه غونډه (Council of Nicaea) جوړه کړه،په دغه غونډه کي د حضرت عیسی علیه السلام الوهیت او تثلیث تائید او له خلکو څخه یې رأیه واخیستل په هم دغه ورځ باندي دا د عیسائیت یوه عقیده او برخه و ګرځېدله، حضرت عیسی علیه السلام خدای سو. العیاذ بالله)

صلیب څنګه په عیسائیت کي داخل شو؟

همدغه د روم امپراطور قسطنطین په ۳۱۲میلادي کال کي یو سیال درلودئ د میکسنشیس (Maxentius) په نامه سره دا چي په دغه وخت کي د روم په امپراطورۍ کي عیسایان ډېر وو نو د هغو د جلب او جذب او د هغو د لاسته راوړلو په خاطر يي ځینی کارونه وکړل، ده په ۳۱۲ میلادي کال کي خوب و لیدئ چي یو چا ورته وویل چي د صلیب په نښان باندي و خپل سیال ته ماته ورکه هغه نښان يې ورته ښکاره کړ ، چي له هغې ورځي څخه صلیب هم د عیسایانو مقدس سمبول شو.

ده و هغه خپل سیال ته ماته ورکړه او صلیب د فوځ رسمي نښان شو، په عیسایانو کي ئې په دې خپل عقاید ګډ کړل چي د هغو زړونه يې ولاسته راوړل د هغو وژل مطلق منع اعلان شوه که یوه عیسایي هرڅه کړي وای هغه نه مجازات کېدئ ،امتیازونه ئې ورکړل او داسی نور…..

( Encyclopedia of Biblica Encyclopedia of Bretaneca)

قسطنطین کوم ځای دئ؟

قسطنطین په ۳۳۰ میلادي کي خپل پلازمېنه د روم څخه د بزنطینې و ښار ته نقل کړ او نوم ئې قسطنطیه پر کېښود چي بیا په ۱۹۳۰ میلادی کال کي يې نوم په استانبول بدل شو.

دا هم ولولئ  د شهید او شهادت ورځ…!!

)تاریخ کلیسا،پاڼه۱۵۱، لیکوال:ډاکترډونلډ ډي سمیټن،خپرونکي:پل ګاسپل اسمبلی آف پاکستان(

د نوي عهد نامې ۱۰٪ سلنه لا هم د حضرت عيسی عليه السلام ويناوي نه دي!

که موږ و هغه بایبل ته راسو چي په هغه کي د حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبې ویناوې په سره رنګ باندي لیکل شويدي، چي و دې بایبل ته سور لیکی بایبل (Red Letter Bible) وایي هغه ویناوې چي و حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبي دي هغه ټولې د یوې ورځپاڼې درې کالمه نه کيږي، او یا هم دغه ټولې ویناوې د نوي عهدنامې حتی ۱۰٪ سلنه لا هم نه پوره کوي ،نو که موږ له عیسایانو سره و منو چي دا د حضرت عیسی علیه السلام ویناوې دي نو تر۹۰٪ سلنه زیات یې د حضرت عیسی علیه السلا ویناوي نه دي همدا بایبل له ماسره شتون لری .

(Holly Bible (NKJV): Thomas Nelson, Inc. USA 1980)

و بل لور ته که موږ راشو و نوي عهدنامې ته نو دا ټول ۲۷ کتابونه دي چي په دې ۲۷ کتابونو کي ۱۴ کتابونه یواځي او یواځي مقدس پولس رسول لیکلي دي، چي له دې څخه دا جوتیږي چي د نوي عهدنامې نیمایي ښاغلي پولس (ساول/شاول) لیکلې ده، نو څنګه موږ نشو ویلای چي ښاغلی پولس د عیسائیت بنسټ اېښودونکی دی.

د یهودو کتابونه:

هغه کتابونه چي تر حضرت عیسی علیه السلام مخکي لیکل شوي وه هغه د یهودو مقدس کتابونه دي، چي په اوسني بایبل کي عهدنامه قدیم (Old Testament) ورته وايي، چي ټول ۴۶ کتابونه دي، چي اوس دغو دواړو (عهد نامه قدیم+ عهد نامه جدید) ته بایبل وايي، او دا لفظ ددې مقدسو نسخو لپاره د (۱۵) میلادي پېړۍ راهیسي استعمالیږي۔

دا هم ولولئ  شهید منصور د جګړې او ډیپلوماسۍ اتل

(Merriam Webster*s Collegiate Dictionary, 10th Edition (2000)

تلمود:

تلمود د عبراني ژبې له (لامود) څخه اخستل شوی دی، چي معنا یې په عربي کي تعالیم دی، یهود د تورات څخه علاوه تلمود هم مقدس کتاب بولی و دې ته یهودي فقه هم وایي، تلمود په عمومي ډول سره دوې برخې لری (مشناه او جماره) مشناه یې قوانین دي او جماره یې شرحه ده.یهود وایي چي تلمود هم د الله کتاب دی، خو که تلمود و کتل شي نو داسی خبرې به پکښې وي چي امکان دي و نلري چي د خدای کلام دي وي او یا دي د یوه عقل مند شخص کلام وي، د بیلګې په ډول سره په تلمود کي د حضرت آدم علیه السلام په هکله لیکلی دي چي خدای پاک د ټولې مځکی د مخ څخه خاوره راټوله کړه او دوه انسانان یې ورڅخه جوړ کړه یو آدم او بل حوا، چي آدم علیه السلام دومرې غټ وو چي پښې یې پر مځکه وې او سر یې په آسمان کي وو، کله چي پرېوتئ نو په شرق کي یې پښې وي او په غرب کي یې سر وو کله چي یې نافرماني وکړه الله دوی کوچنی کړل لکه عام انسانان،کله چي دوی ته خدای په قهر شو نو دوی جماع نشوای کولای ، دوې شیطاناني ښځې و آدم علیه السلام ته راغلې او آدم علیه السلام ورسره جماع وکړه، شیطانان ورڅخه پیدا شول(العیاذباالله)

تلمود د حضرت عیسی علیه السلام په هکله وايي:دی درواغجن وو، دی د نجار زوی وو، دی ولد زنا وو،دی لېونی وو، دی ساحر وو،دی ګمراه وو او په جهنم کي ښخ کړل شو.(العیاذبالله)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب