ایزدیان (یزیدیان) څوک دي؟

دایزدیانو نو له نامه سره چندانې مونږ اوتاسو دمخه آشنا نه وو.خو کله چې په عراق کې د داعش او دعراق د حکومت دپلویانو تر مینځ جکړه پیل شوه نو موږ ته داپته ولګیدله چې هلته یوه ډله خلک شته چې ایزدیان نومیږي .ایزدیان یایزیدیان هغه مذهبي لږه کي ( اقلیت ) دی چې دعراق په شمال ، سوریه ،دترکیې په جنوب ختیز او قفقاز کې ژوند کوي چې تر ټولو زیات شمیر یې دعراق په کردستان کې اوسیږي . .ایزدیان په کردي ژبه غږیږي او دوی ته ځکه ایزدیان وایی چې دوی خپله ادعا کوي چې د پاک یزدان ( خدای ) باندې ایمان او عقیده لري او یزدان هغه نوم دی چې داسلام نه دمخه نه هم خدای ته یزدان ویل کیده چې دا ویی ( کلمه ) اوس هم په پارسي او کردي ژبه کې ژوندۍ ده. دایزدیانو مذهب او ګروهه داسلام ، مسیحیت ، زردشتیزم ، یهودیت او میترائیزم نه کاپي شوی ده ، خو دزردشتیزم او میتر ائیزم دګروهې ډیرې اغیزې اواثرات پکې لیدلی شو.

دایزدي ګروهې اوعقیدې بنسټ ایښودونکي شیخ عدي و چې کردان او ایزدیان یې شیخ ئادي بولي.دده اصلي نوم شرف‌الدین ابوالفضائل عدي بن مسافر بن اسماعیل بن موسی بن مروان بن حسن بن مروان و چې په ۴۶۷ هجری کال یې دلبنان دهیواد دبلعبک دسیمې د بیتفار په کلي کې زیږیدلی و او وروسته بیا دعراق په شمال کې دحکاري په غرنۍ سېمه او موصل کې مېشته شو او بیا په شیخ عدي حکاري سره مشهورشو. نوموړي په ( ۵۵۸ هجری قمری /۱۱۶۰ میلا دي )کې په داسې حال کې چې نوي کلن و مړ شو او په حکاري کې خاوروته وسپارل شو. دده پر مزار د اسې لیکل شوي دي: بسم الله الرحمن الرحیم خالق السماء و الارض، اخفض هذه المنزل محل الشیخ العدی الحکاری، شیخ یزیدیه
مشهور ادیب او تاریخپوه ابوسعید محمد بن عبد الکریم سمعاني (۱۱۱۳- ۱۱۶۶ میلادي ) په خپل کتاب (الانساب )کې لیکي : مادعراق په حلوان کې یوه ډله خلک ولیدل چې ځانونه ته ایزدیان وایي او دشیخ عبدي دقبر خاوره دتبرک لپاره په اوړوکې ورګډوي او کله چې هغه ډودۍ پخه شي نوورته( برات) وایي او متبرکه یې ګڼي او خوري یې.
ایزدیان دوه مذهبی کتابونه لري یویې (جلوه )نومیږي چې ددوی د مذهبی اغتقاداتو مجموعه ده او بل یې د(رش مصحف ) یا ( تور کتاب ) نو میږي چې پکې ددوی مذهبي سرودونه ، دعا ګانې او ددوی دمذهبی مشرانو ستاینې پکې لیکل شوي دي. که څه هم ایزدیان خپل مذهب لرغونی او پخواني بولي او وایي چې زموږ مذهب څلورزره کلن دی ، خو دتاریخ په حواله ددوی مذهب په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې رامینځ ته شوی دی.
ایزدیان دصو فیانوپه څیرپه خپلو مذهبی مراسموکې په ذکر او سماع لاس پورې کوي او ددې ګروهې پیروان د پیرا و شیخ ا و مرید په ډلوویشل شوي دي . ایزدیان په کال کې درې ورځې روژه نیسي .ددوی عبادت ځایونه دلمر اوطاوس نښانونه لري او دشیخ عدي مزار دایزدیانو قبله ګڼله کیږي او ددې ګروهې هرپيرو باید په خپل عمر کې یوځل دده زیارت ته ورشي .دوی دشیخ عدي مزار ته تګ حج ګڼي او هلته یوه چینه هم شته چې دزمزم په نامه سره یادیږي او هلته یوغر هم شته چې دوی دعرفات نوم پرې ایښودلی دی. همداراز هلته یې یوپل هم جوړ کړی دي چې دصراط پل نومیږي اوهلته دوی غوایان هم قرباني کوي.همداراز ایزدیان پرطاوس هم عقیده لري او هغه ته ملکه ( پرښته ) وایی. ددوي په اند طاوس هغه پرښته یا ملا یکه ده چې دنوروملایکو مشري ورپه غاړه ده او خدای ته ډیر مقربه او نږدې ده .له همدې کبله ایزدیان خپل عباد تځایونه ، قبرونه او ان دخپلو کورونو دروازې او دیوالونه دطاوس په انځورونوښکلي کوي ..
ایزدیان په مجموع کې په لیرې پرتوکلیوالو سیموکې ژوند کوي او ددوی ګاونډیان مسلمانان او عیسویان دوی شیطا ن پرستان یاشیطان پالونکي بولي چې دا نوم پر دوی ښه نه لګي، له همدې کبله دي چې دوی زیاتره وختونه دمسلمانانوتر بریدونو لاندې راغلي دي او ددوی وژنه یې مباح ګڼلې ده. ویل کیږي چې ډیر شمیر ایزدیان دترکانودعثماني خلافت په وخت کې وژل شوي او ځورول شوي دي . بیا په ۲۰۱۴کال کې په عراق کې دداعش سره په جګړوکې ددوی پنځه زره تنه وژل شوي دي او ښځې یې په زور اوجبرسره دوینځوبه توګه ساتلې شوي دي. ددوی یوزیات شمیراروپایی هیوادونو ته هم کډوال شوي دي اود۳۰زرو تنوپه شاوخواکې په جرمني کې ژوند کوي . همداراز په ارمنستان، سویډن، روسیې ، اوکراین اوګرجستان کې هم یوشمیر ایزدیان ژوندکوي .
ددوی ټول شمیر په عراق کې شپږ لکو تنو ته رسیږي او په ټولې نړۍ کې یې مجموعي شمیر یو نیم ملیونه تنه ښودل شوی دي .
تاسو په لاندي انځورو نو کې دشیخ عدي مزار او دایزدیانو یو شمیر انځورونه لیدلی شئ !
(یاد)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب