ويدا (بيد) او ویدي سرودونه

د ويد کلمه د ويديانه څخه اخيستل شوې ده چې د زده کړې او علم په مانا ده.

زياتره پوهان هم په همدې عقېده دي چې د ويدا کلمه د ود له مصدره جوړه شوې او د پوهنې او علم په معنی راغلې ده. مشهور ويد پوه عالم ميکس ميولر عقيده لري چې دويد معنی پوهنه، علم او دانش دی چې د سنسکرت نه اخيستله شوې ده چې نورو عالمانو ګريفت او مکډونال هم ددغې خبرې تائيد کړی دی.

په اصل کې ويدا د هندوانو لرغوني او زړې مذهبي سندرې او سرودونه دي چې ددوی د مذهب بنسټ او اساس پرې ولاړدی او دغه زړې او لرغونې سندرې په دووبر خو باندې ويشل کيږي چې يوه ته يې سروتي وايې چې معنا يې (اوريدل شوي او الهامي) دي يعنې هغه حقايق چې رشيانو او ريدلي دي او څلور ويدونه چې دهندوانو په اند لرغوني صحيفې دي چې دوی ته خورا سپيڅلي او مقدس دي او دهندومت دعقيدې بنسټيز کتابونه او مستندې سر چينې ګڼل کيږي. دو هم ډول يې سمرتي دي يعني ( يا دشوي) يعني هغه حقايق چې رشيانو، زاهدانو او عالمانو بيان کړي دي او ديوه نسل نه بل نسل ته خو له په خو له رانقل شوي او ليږ ديدلي دي ، خوالهامي کيفيت نه لري دا په دې مانا چې سمرتي انساني تخليق دی او الوهي بڼه نلري. په دغو کتابونو کې دانسانانو د ورځني ژوند په اړوند لار ښوونې شوي دي او د انساني ژوند اصول او ضوابط يې بيان کړي دي چې دهغو په رڼا کې خلک خپلې ورځنۍ چارې سرته رسوي.په شروتي کې ټول ويدونه شامل دي ،خو سمرتي د ويدونو شرحې، پايڅوړ (ضمايم) او تفاصيل دي.

ويدونه په څلورو برخو باندې ويشل شوي دي چې دغو څلورو ته سمهيتا يا ټولګه او مجموعه وايي او هغه عبارت دي: له ريګو يد، اتهر ويدا ، يجرويد،ساما ويدا.

که څه هم ددغو څلورو ويدونو دليکلو زمانه معلومه نده، خو ځيني عالمان او پوهان په دې عقيده دي چې ښايې دا به له نن نه ٤٠٠٠ کلو نه وړاندې ليکل شوي وي، خو ددې ټولو اختلافونو سره سره ويدا دهندومت يا هندوئيزم ډېر سپيڅلي متون ګڼل کيږي او ويلای شوچې دهندوانو د مذهب بنسټ پر همدې ويدونو ولاړ دی. اوس به د دغو ويدو نو څلور برخې تر څېړنې لاندې ونيسو.

١: ريګويدا :

دا هغه منظومې بدلې او سندرې دي چې ټول شمېر يې ١٠٢٨ او دټولو بيتونو شمېر يې١٠٦٠٠ ته رسيږي چې هره سندره يې بهجن بولي او دا ټولې سندې په لسو برخو يا منډالا يا دايرو باندي ويشلې شوي دي. د ريګ کلمه يوه سانسکرت کلمه ده چې معنی يې ستاينه ،حمد او ثنا ده. لرغوني هندوانو يوه ډله مذهبي عالمان او شاعران درلودل چې ريشيان به يې ورته ويل چې اکثره دغه سندرې هغو ريشيانو ته منسوبې دي. ريشيانو په لرغوني اريايي قومونو کې د مشر، بادار، لا رښوونکي ، شاعر او روحاني مقام درلود، نو ځکويدونه هم هغو ريشيانوته منسوب دي. د هندوانو په اند دغو ريشيانو ته د ويد د مضامينو الهام کيده او دغو روحانيونو د ارباب الانواعو سره ټېنګې اړيکې درلودلې.که چيرې دويدونو متون په غور سره ګورو، نو په هندوانو کې هر قوم ځانته يو ريشي درلود او هر ريشي دخپل قوم لارښود، شاعر او خطيب بلل کېده او هر وخت به يې خپل قوم ته د قربانيو او عباداتود وختونو، دعاوې او سندرې نظم کولې، د حمد او ثنا مضامين به يې په شعر کې ويل او دا سندرې او دعاوې چې سره را ټولې شوې نو د ويدا کتاب ځينې جوړ شو. لنډه داچې رېګويدا ترټولو مهم اثر ګڼل شوی دی او د ډېرو لرغونو زما نو پورې اړه لري.

your ads

٢: اتهر ويدا :

دا د کوډو، طلسم او جادو (نجومی) پوهنه ده او څلورم ويد دی چې دما کډونال په قول تر ريګويدا ورو سته پيدا شوی دی. منظومې بدلې لري او ريګويدا ته ډېر ورته دی. مضامين يې په کوډو،طلسم، جادو او شيطان اړه لري. دريګو يدا سره په سندرو کې تقريبا برابر دی او شپږمه برخه يې هغه بدلې دي چې دريګويدا نه اخيستلې شوي دي او شپږ مه بر خه يې نثر ده. اتهر ويد په شلو بر خو ويشلې شوې ده چې هره بر خه يې کهنډا بولي او دغه ټولې٧٦٠ سندرې او تقريبا ٦٠٠٠ بيتونه کيږي.

٣: يجر ويدا :

دا د ويدونو دويم کتاب دی چې قرباني، دعا وې او مذهبي مراسم پکې راغلي دي. په يجر ويد کې له رېګوېدا نه تقريبا نيمې سندرې را اخيستلې شوي دي. دمکډونال په اند دا نوم دyajus نه جوړ شوی دی او معنی يې قرباني ده. په دې کتاب کې ځينې منثورې جملې هم راغلي دي او دوې بر خې لري (توريجر کرشنا) چې، ته اتريا سمهيتا يې بولي يعني د(ته اتريا) ريشي مجموعه او ټو لګه بل يې (سپين يجر شکلا) چې يا جن ولکيا سمهيتا يې بولي يعنې د يا جن ولکيا ريشي مجموعه.

٤: ساما ويدا :

د پوهانو په عقيده د ساما کلمه له سامن يا اهنګ نه اخيستله شوې ده او دا کتاب د ريګويدا له سندرونه جوړه شوې او عموما هغه بدلې دي چې اربا ب الانواعو ته د قربانيو پروختو نو ويل کيدلې. دا سندرې ټولې په لوړغږ ويل کيږي او شميريې ١٥٤٩ ته رسيږي چې د٧٨ سندرونه پر ته ټولې دريګويدا نه اخيستلې شوي دي.

په څلور ګونو ويدونو کې لاندينۍ څلور برخې هم د ځانګړي اهميت نه برخمنې دي:
الف – منتر : دا دخدی په ثنا ، صفت او ستاينه کې حمديه سندرې یا جملی دي.
ب- برهمنا : دا دمنترونو تشريحات دي او دهغې ترڅنګ د قربانۍ د دود و رسم تفصيلات هم پکې راغلي دي.
ج – ارنيک : چې په هغې کې د علم او تصور په اړوند تفصيلات پکې راغلي دي.
د – اوپنيشد: هغه تعليمات چې انسانان او کائنات څيړي.
بايد زياته شي چې ريګويدا، يجر ويدا او ساما ويدا دترايي وېديا يا درې پوهنې يا د درې علومو په نامه هم يادوي، ځکه چې لرغونتوب يې زيات دی٠

ماخذونه او سر چینې:

• J. Gonda, Vedic Literature: Saṃhitās and Brāhmaṇas, A History of Indian
• literature. Vol. 1, Veda and Upanishads (1975), ISBN 978-3-447-01603-2.
• J. A. Santucci, An Outline of Vedic Literature (1976).
• S. Shrava, A Comprehensive History of Vedic Literature — Brahmana and Aranyaka Works, Pranava Prakashan (1977).
• ویدیک انډیا ،.۴۵۶ مخ
• کمپریج هیسټری آف انډیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب