حجاب یعنې …

1ـــ حجاب یعنې زه د هوس او وسوسې په انتي وایروس سمبال یم.

2ـــ خپلو زلفو ته ورزده کړه، چې بهر د لیدلو ارزښت نه لري.

3ـــ حجاب نیم ایمان دی.

4 ـــ د مسلمانې ښځې اصیلتوب د هغې پاک لمني ده، چې حجاب یې تر ټولو مهم رکن دی.

5ـــ اې ښځو خپلو ښکلا مه څرګندوئ، مګر د خپل محرم له پاره.

6ـــ حجاب د ککړ لید له غشي سره د مقابلې واکسین دی.

7ــ حجاب هغه ټینګ مرچل دی، چې ښځه د شیطان صفته نرانو له کتلو څخه خوندي کوي.

8ـــ حجاب د پاک لمنۍ د ګل ښه بوی لرونکی بوټی دی. حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت.

9 ـــ حجاب یعنې د پاک لمنې ښځې حیاء

10ـــ د ښځې بې حجابي د نر د بې غیرتۍ له امله ده.

11 ـــ څوک چې پاک لمنې وي، نو ارزښت او مقام به یې لوړ شي.

12ـــ حجاب د ښځې خوندي پټنځای دی.

13 ـــ حجاب د ښځې د وقار او ویاړ ښکارندویي کوي.

14ـــ حجاب ښځه د معنویت لوړ مقام ته رسوي.

15ـــ حجاب د ښځې د کمال او ارزښت سر چینه ده.

16 ـــ حجاب د ښېګڼو د راښکون ځواک او له تېروتنو او غلطیو څخه د مخنیو ي قوه ده.

17ـــ حجاب د ښېګڼو او سپېڅلتیا مور ده.

18ــ حجاب نه پرېږدي، چې ټولنه په فساد باندې اخته شي.

19ـــ حجاب مساوي کېږي د ټولنیزو زیانونو له کمښت سره.

20ـــ حجاب د ښکلا او ستروالي د دوام ضمانت کوي.

21 ـــ د انسانیت مرغلره، تل په حجاب کې ولټوه.

22 ـــ درنې خورې د خپلو وینو سور والی مې ستا تور حجاب ته په امانت پرېښود.          ( د شهید پیغام ).

23 ـــ حجاب هغه کلکه وسله ده، چې په هغې سره ښځه کولای شي، له خپلو حقوقو او ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

24ـــ درنو خویندو! ستاسو حجاب زما د سرو وینو په پرتله ډېر ځپونکی دی ( د شهید وصیت).

25 ـــ له حجاب سره ښکلي اوسېدل تجربه کړئ.

26 ـــ حجاب یو فرهنګ دی، چې شهیدان هم پرې ویاړي.

27 ـــ حجاب دومره ارزښت لري، لکه اوبه.

28ـــ حجاب د انسان د شخصیت نښه ده.

29ــ درنې خورې! ستا حجاب ارزښت دی، نه بانه.

30 ـــ حجاب د اللهﷻ له لوري ښځې ته یوه ښکلې ډالۍ ده…

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب