په لباس او سینګار کې له اسراف څخه پرهېز کول

د اسلام د سپېڅلي دين له اصلي قوانينو څخه چي زموږ په ژوند کي بايد د هغه سره سم عمل وکړو يو هم منځ لاري او د ژوندانه په ټولو برخو کي، په تېره په کالو اغوستلو او ځان جوړولو کي له اسراف او بې ځايه لګښت څخه ډډه کول دي.

زموږ خپل حالت ته په سرسري کتو سره له بده مرغه وينو چي له موږ څخه ډېر د هغو بهرنيو کالو په رانيولو غوليږي چي بهرني مارکې ولري او ډېر بيي وي. تر دې چي له موږ څخه د ډېرو خلکو عادت سوى دى چي د ورځي له موډ څخه پيروي کوي او په هره بيه چي وي د دغو مارکو درلودونکي کالي رانيسي. څرګنده خبره ده چي د کالو په رانيولو کي اسراف د نورو زينتي شيانو په رانيولو کي هم د اسراف لامل کيږي. دغه سبب دى چي د سرو زرو، جواهراتو، ساعتونو او نورو تجملي توکو د دکانونو او مغازو مراجعين او رانيوونکي دوني ډېر سوي دي چي دمخه يې سابقه نه درلوده.

بلکي په موږ کي داسي ډېرکسان سته چي د هرو کالو لپاره د هغو سره متناسب او ورته جواهر او نور رانيسي او هر نوي کالي په يوه مناسبت (واده او داسي نورو کي يوه پلا) اغوندي او بيا يې نه اغوندي، تر دې چي د کالو موډونه او تزئينات دونه ډېر سوي دي چي پر دغسي کسانو دوني ډېر او درانه سي چي اغوستونکى يې د هغو د اغوستلو او په ځان ځړولو او وړلو توان نه لري! نو اى زما مسلماني خور! تا دا فکر کړى دى چي موږ په دې نړۍ کي د مسافرو غوندي يو؟

کله چي سلمانرض د مرګ پر بستر پروت وو ويې ژړل او ويې ويل: رسول الله ص موږ ته يوه دنده سپارلې وه، خو موږ هغه تر سره نه کړه، او هغه دنده داوه چي موږ هر يو بايد د دنيا له شتو څخه دوني ولرو چي د يوه مسافر د توښې په اندازه وي. بيا د حديث روايت کوونکي وويل: موږ چي له سلمان څخه په ميراث پاته سوي شته وسنجول، بيه يې څه له پاسه شل يا دېرش درهمه وه.

کاشکي موږ پوهېدلاى چي موږ چيري يو او هغه صحابي چيري دى؟ او څونه شته تر مړيني وروسته راڅخه پاتيږي؟ او تر څو به د غفلت په خوب بيده يو؟ نو اى ګرانه لوستونکې آيا تا فکر نه دى کړى چي دا شته امانت دي چي زموږ غاړي ته يې را اچولي دي او د قيامت په ورځ چي د حسرت او پښېمانۍ ورځ ده له موږ څخه د هغو په هکله پوښتنه کيږي.

کله چي له شیخ عبدالعزیز بن باز څخه پوښتنه وسوه چي: آیا صحیح ده چي انسان د قيامت په ورځ د هغو کالو په هکله چي اغوندي يې پوښتل کيږي؟

هغه جواب ورکړ: هو، لکه چي په حديث شريف کي راغلي دي، له انسان څخه د هغه د شتو په هکله چي له کومه يې کړي دي او په کومه لار کي يې لګولي دي پوښتنه کيږي.

له شیخ ډاکټر صالح فوزان ـ حفظه الله ـ څخه وپوښتل سوه چي: ځيني ښځي په دې دليل چي لوى څښتن خوښوي چي وويني چي بنده ګان يې له نعمتونو څخه ګټه اخلي، د خپلو کالو او جواهرو پر رانيولو باندي ډېري پيسې لګوي، تاسي په دې هکله څه واياست؟

هغه داسي جواب ورکړ: چا ته چي لوى څښتن حلال شته ور کړي وي، نو هغه ته يې داسي يو نعمت ورکړى دى چي بايد شکر پر وکاږي. چي دا کار د ده له شتو څخه په ورکړه او بخشش او په داسي خوړلو او اغوستلو کيږي چي د اسراف او وياړ (فخر) له مخي نه وي. ځيني ښځي چي د شيانو په رانيولو کي اسراف کوي، دليل يې بې له فخرکولو او د شيانو د جوړوونکو او خرڅوونکو له اعلانونو او تبليغاتو پرته بل څه نه دى. چي دا هرڅه اسراف او د شتو بې ځايه لګښت دى چي له داسي چارو څخه په اسلام کي منع راغلې ده. پر مسلمانه ښځه واجب دي چي په دې هکله منځ لاري غوره کړي. او په ځان جوړولو کي، په تېره کله چي له کوره وزي په سينګار او آرايش کي له افراط څخه ډډه وکړي.

زما درنې خور! د مخه تر دې چي تصميم ونيسې چي ډېر بيي او ښه کالي او جواهر رانيسې د حضرت رسول الله ج دا وينا په پام کي ونيسه چي فرمايي:

«مَنْ تَرَكَ اللِّبَاسَ تَوَاضُعًا لِلَّهِ وَهُوَ يَقْدِرُ عَلَيْهِ دَعَاهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رُءُوسِ الْخَلَائِقِ حَتَّى يُخَيِّرَهُ مِنْ أَيِّ حُلَلِ الْإِيمَانِ شَاءَ يَلْبَسُهَا».

«څوک چي د لوى څښتن په وړاندي د تواضع په خاطر د ځينو کالو له اغوستلو څخه ډډه وکړي، په داسي حال کي چي کولاى سي چي هغه واغوندي، لوى څښتن به هغه د قيامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو له منځ څخه راوبولي او اجازه به ورکړي چي د ايمان له کالو څخه چي کوم يو خوښوي، واغوندي».

تل بايد دا ټکى په پام کي ولرو چي د کالو او زينتي وسايلو او د ژوند د نورو اړتياوو د تر حد زياتو رانيولو لپاره د ډېرو پيسو لګول بې له اسرافه بل څه نه بلل کيږي چي لوى څښتن په قرآن کريم کي موږ له هغه څخه داسي منع کړي يو:

﴿إِنَّ ٱلۡمُبَذِّرِينَ كَانُوٓاْ إِخۡوَٰنَ ٱلشَّيَٰطِينِۖ وَكَانَ ٱلشَّيۡطَٰنُ لِرَبِّهِۦ كَفُورٗا ٢٧﴾ [الإسراء: ۲۷].

«بې‌ځايه لګښت کوونکي (اسراف کوونکي) د شيطانانو وروڼه دي (ځکه چي د لوى څښتن د نعمتونو ناشکري کوي) او شيطان د خپل پروردګار په وړاندي ډېر ناشکره وو (او خپل ټول وس يې په وراني او له لوى څښتن څخه په سرغړونه کي تېراوه. اسراف هم ورانى او سرغړونه باله سي، له هغه څخه ډډه وکړئ چي د شيطانانو غوندي نه سئ او د هغو سره په آخرت کي دوږخ ته وانه چول سئ)».

نو ښايي چي دمخه تر دې چي زموږ د اعمالو څېړنه وکړي، موږ خپله بايد خپل اعمال وڅېړو او هڅه وکړو چي نفس ته د خپلو چارو واګي ونه سپارو، غوښتني يې ونه منو او د دنيا د ژر تېرېدونکو خوندونو څخه تېر سو.

باید تل د رسول الله ج دا حدیث په ياد ولرو:

«يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ تَصَدَّقْنَ وَلَوْ مِنْ حُلِيِّكُنَّ فَإِنَّكُنَّ أَكْثَرُ أَهْلِ جَهَنَّمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».

«اى ښځو خيراتونه ورکړئ، که څه هم ستاسي له ګېڼو څخه وي. ځکه چي د قيامت په ورځ زياتره دوږخيان تاسي ياست».

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب