سکندر چې دا فیصله واورېدله نو حیران شو!

یو ورځ  مقدوني سکندر له خپلې واکمنۍ څخه یوې بلې لرې پاچاهۍ ته، چې د طلا په درلودلو يې ډیر شهرت درلوده په سفر ولاړ.  ځایي خلکو یې په خپله ډیره مینه او تودو ولولو سره تود هرکلی وکړ او په زرینو لوښو کې ورته ډول، ډول خوراک او څښاک برابر کړ.

سکندر چی د سفر موخه یې دا نه وه چې د هیواد زرین لوښي او میلمستا وګوري، نو خلکو ته یې وویل: ((زه دلته د دې لپاره نه یم راغلی، چې ستاسو شتمني و ګورم. زه راغلی یم چې ستاسو د  دودونو او خویونو نه ځان خبر کړم.))

خلکو نوموړی له  ځان سره هغه  بازار(ځای) ته بوتلو  چې د هغه هیواد  پاچاه د خلکو ستونزې اوریدلې او هغې ته یی د حل لارې موندلې. سکندر هم هملته کیناست.

یو کس د پاچاه حضور ته راغی او عرض یې وکړ:

پاچاه صیب! څو ورځي وړاندې مې د یو شخص نه یو ډک  جوال د حبوباتو و پیردو؛ خو په هغه کې مې یوه اندازه طلا چې زما حق نه کيږي هم پیدا کړه. حبوبات یې ما واخستل   او طلا مې بیرته نوموړي شخص ته راوړې چې او س یې له اخیستلو انکار کوي. پاچاه صیب! مهرباني وکړئ؛ تاسو ورته و وایې چې خپل مال بیرته واخلي.

your ads

دوم شخص چې د هماغي ځای اوسیدونکې ؤ ځواب ورکړ:

غواړي چې خپله له  حرامونه وتښتي او پر ما یې وخوري. ایا د دي حرامو نه چی ته تري تيښته کوې زه يې ترینه ونه کړم؟

پاچا صیب! ما جوال د هر څه سره پر نوموړي شخص پلورلی، دا چې په جوال کې څه دي او څه ندي دا ټول د نوموړي مال دی، زما هیڅ حق نه کيږي. پاچا صیب مهربانې وکړئ او دي ښاغلې ته و وایې چې خپل مال بیرته واخلي .

پاچاه د لومړي شخص نه و پوښتل :

ایا ته زوی لرې؟ هغه ورته په ځواب کې و ویل: هو  لرم یې.

بیا یې د دوم شخص نه و پوښتل: ایا ته لور لرې ؟

هغه ورته په ځواب کې وویل:  هو لرم یې.

تاسو دواړه باتقوا او پرهیزګاره معلوميږئ .ښه به دا وي چې تاسو یو د بل سره دوستي وکړئ ، یعنی خپل اولادونه یو بل ته په نکاح ورکړئ، او پر کوم ګنج  مو چې لانجه ده هغه د مهر او یا د واده په جیز کې ورکړئ  تر څو ستاسو تقوا او پرهيزګاري نوره هم زیاته شي. بس همدا زما فیصله ده.

سکندر چې دا فیصله واورېدله نو حیران شو.

پاچاه ترینه وپوښتل: ایا زما په فیصله کې کومه بې عدالتي موجوده وه چې ته یې دومره حیران کړې؟ سکندر په ځواب کې وویل: نه په هیڅ وجه نه؛ ځکه چې زمونږ په هیواد کې شاید داسي نه وای شوي.

افریقايي پاچاه وپوښتل: هغه څنګه ؟

سکندر په ځواب کې ورته و ویل: د دواړو دعوه کوونکو شاید سرونه غوڅ شوي وه او مال یی پاچاه ته پاتې شوی و,.
افریقایی پاچاه د خپلو لاسونو ګوتې یو په بل کې ننویستلي او و یې ویل:
ایا ستاسو په هیواد کې لمر د ورځې له خوا  ځلیږي؟  ایا اسمان در باندې د رحمت باران وروي؟

سکندر  په ځواب کې ورته و ویل هو صیب.
پاچا ورته و ویل:

کیدای شي دا د هغه بې ګناه حیواناتو برکت وي چې ستاسو په  خاوره کې ژوند کوي کنه نو پر تاسو باندې نه باید لمر و ځلیږ ي او نه  له  اسمانه  د رحمت باران و وریږي .

د جرمني له کلاسیکو ادبیاتو څخه!

افریقايي حکم

ژباړه: زمرک شینواری، د ننګرهار پوهنتون استاد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب