ککړ خواړه هر کال تر ۴ میلونو زیات خلک وژني

د ملګري ملتونو د غذا د خوندیتوب Food Safety ادارې ویلي، چې ککړ خواړه هر کال په دنیا کښې دوه څلویښت لکه خلک وژني .

ددې ادارې راپور وايې، چې د ککړو خواړو له کبله مختلف وایرسونه او زهرجنې مادې رامینځته کیږي او ددغو ککړو خواړو داستعمال له امله د نس ناستي ، اسهال او د کانګۍ لنډ مهاله  نښې څرګندیږي، چې د کینسر ، ګردې یا ځیګر د خرابیدا او د غه راز داعصابو د کمزورۍ سبب هم کیږي .

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې ککړ خواړه هر کال په ټوله دنیا کښې شپیته (۶۰)میلیونه خلک ناروغه کوي چې څلور(۴)میلیونه او دوه لکه پکښې وژل کیږي .

دملګروملتونو دفوډ سیفیټي ادارې مشر وايي د ناروغه کیدا او دوژنې دغه شمیره په محتاط ډول ښودل شوې او دککړو خواړو داستعمال په وجه هر کال د وژل شویو کسانو حقیقي شمیر له دې هم زیاتیدلای شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب