تربیه، اخلاق او ادب څه ته وایي؟

تربیه، اخلاق او ادب، لکه څرنگه یې چې له ظاهري بڼې څرگندېږي، چې درې واړه په ډلیزه توگه په یوه ساحه کې سره تړلي لازم-ملزوم صفات او ځانگړتیاوې دي، چې دې درې واړو ته د مختلفو روښنفکرانو، دانشمندو ادبپوهانو او د پوهې په نړۍ کې پرمختللیو شخصیتونو له لوري ډول ډول تعریفات وضع شوي دي؛ نو پر دې اساس یې زه هم د خپل فکر څخه تعریفوم او په لنډو ټکو کې یې در پېژنم. په وروستۍ برخه کې یې په ځانگړتیاوو، گټو او زیانونو په تړاو په لنډ ډول غږېږو، چې د پورته صفاتو شتون په يو شخص کې کومې ځانگړتیاوې ایجادوي او نشتون یې انسان د کومو بدو او ناوړه عواقبو سره مخ کوي.

تربیه:

د ښوونې، روزنې، ښه خوی، روغ فکر، سالم امیزه متقابل برخورد او له زیانه پرته د سالم او پرمختللي ژوند کولو او تېرولو په مانا ده.

اخلاق:

چې له تربیې څخه مشتق شوې کلمه ده او په ډېر لږ توپیر سره له تربيې جلا کېږي او په اصطلاحي بڼه یې داسې تعریفوو، چې اخلاق خوی، خصلت او څرگندتیا ته وایي او له ټولو هغو دروني ځانگړتیاوو څخه عبارت دي،  چې درلودونکی/فاعل یې په خپل ذات کې د مخاطب د راجلبولو او خپل ځانته د رامایله کولو لپاره له خپلو کړنو، اعمالو، خبرو، افعالو او ویناوو څخه په گټه اخیستنې د مخاطب په ذهن کې د میلان او تمایل یوه انگېزه وپنځوي او مخاطب خپل ځانته ته راجلب کړي او د خپل شخصیت اغېز پرې وښندي.

ادب:

“لرغونیانود ادب ویکي په اړه ویل، چې د ادب ویکی د “هذب” له کلمې څخه اخیستل شوی، چې “هذب” د بې زیانه، بې نقصانه او بې عیبه په مانا دی.
دغه راز، د “هذب” کلمه به د هغې ونې لپاره استفاده کېده، چې څانگې او ښاخونه به یې پرې شول او صافه به شوه.
د یاد وخت څخه یو څه موده را وروسته بیا دا کلمه د هغه کس لپاره کارېده، چې عیبونه او نیمگړتیاوې به یې ورکې شوې، مهذب او سپېڅلی به شو.
وروسته همداسې په تدریجي او دوامداره توگه دغه “هذب” په ادب اوښتون وکړ.

د ادب کلمه په تهذیب هم مانا شوې؛ لکه څه شی چې له چاسره مناسب، لایق او وړ وي. دې ته هم ادب ویل کېږي.
په پېژندنه کې یې پتيله شوې، چې ادب هغه پوهه ده، چې یو انسان په خپله وینا او بیان کې له تېروتنو او اشتباهاتو ژغوري او د انسان په وینا، بیان او خبرو کې سپېڅلتیا، روانتیا او پوره والي ته ځای ورکوي.

دغه راز، ادب پوهې، زیرکۍ، اخلاقي تهذیب او غوره والي ته وایي او په اصطلاح کې هغه پوهه او کمال دی، چې انسان ته فضلیت، درناوی او ارزښت ور په برخه کوي او په خپلو کړه وړو کې یې له تېروتنو او د نورو له نیوکو ژغوري.”

که په ساده او عامه مانا سره یې ووایو، چې ادب، هر هغه ممتاز عمل، فعالیت، کړنې د انساني ژوند روش/طریقه او وینا، چې د هنریت، ارزښت او سپېڅلتیا سرحد ته ورسي ادب بلل کېږي.

ادب دې ورته په ډېرو زیاتو او مختلفو ماناوو سره د هر چا له لوري ډول-ډول تعریف شوی او تر موږ را رسېدلی دی، چې موږ یې دلته په دې تعریفاتو او محدوده پېژندنې بسنه کوو.

که موږ وگورو، د ژوند ټول اصول او چلښت په یادو درې صفاتو بِنا دی او د دغه صفاتو په لرلو سره موږ د نورو ترمنځ په ښه توگه مطرح او محبوب کېدای شو او د ټولنې د وگړو په زړونو کې د یو جامعه شناس او با ادبه شخص په بڼه ځانگړی مقام او ځای ترلاسه کولای شو.

که یو څوک د نړۍ پر ټولیزو علومو په لاسته راوړلو لاس بری شي؛ په اصطلاح جامع الکمالات له ځان نه جوړ کړي او د خپلې پوهې معیار تر دوکتورا (PHD) او نهایي زده کړو سره پورته کړي، یعنې د یوې برخې/رشتې په علمي تحقیق او څېړنې د نوموړې برخې/رشتې په سر او پښو ځان پوه کړي او د پوهنمل، پوهنیار او پوهندوی رتبه ترلاسه کړي؛ خو که دده په یاده پوهه، ترلاسه شویو رتبو او لاسته راوړو زده کړو، د نوموړې پوهې په تطبیق، گټه اخیستنې، د ژوند سمون او په ټولیز ډول د یاد شخص د ژوند په هره برخه او کړنه کې د نوموړیو درېیو صفاتو د شتون او تطبیق څرک ونه لیدل شي؛ نو د ځینو نیمگړتیاوو پر بنسټ د پخواني حالت په پرتلنه دې شخص هېڅ پرمخ تگ نه دی کړی، لکه څرنگه چې پخوا و؛ اوس هم په هماغه وضع کې قرار لري.
باوجود چې له دومره زده کړو، هڅو او زیار سربېره یې ذهن، فکر او د ژوند کولو طرز یې په پخواني او پېچده حالت کې پاتې، چې دا د یاد کس/شخص په شاتگ پالنې دلالت کوي.

همدا کس/شخص د انسانیت او ټولنیز امیزه ژوند کولو څخه مستثنا دی او تر لاسه شوې پوهه یې په هېڅ درد نه دوا کېږي.

تربیه، اخلاق او ادب هغه څه دي، چې د انسان د شخصیت حدونه او ځانگړتیاوې څرگندوي او له طریقه یې د بریا لور ته سوق کېږي.

موږ گورو، هغه څوک ښه پرمختگ کولای شي، چې د پوهې او زده کړو تر څنگ د سالم تربیت… او نېکو خویونو څښتن وي او د ټولنې په ذهن کې یو منلی، خیرخواه، خوش اخلاقه او خوش باوره شخص وي او د خپلو نېکو او غوره کارونو له کبله یې ټولنې او د ټولنې وگړو ته گټه رسي او ټولنه یې پر شتون ویاړي او په نشتون کې یې د لویې تشې احساس کوي.

دغه راز، نېک اخلاق… “ستر واک” هغه چاته ورکوي، چې څوک یې ساتنه کولای شي. وړ یې وي. بې ځایه او پر بېهوده کارونو یې نه بوختوي. ځکه دا د لوی څښتن تعالی یوه نادره او بې سارې پېرزوینه او لورینه ده، چې خپل بنده گان پرې په معنوي لحاظ غني او پسوللي کړي.

دا چې نېک اخلاق… د “څښتن تعالی” دومره با ارزښته او با کیفیته لورینه ده؛ نو اوس لازمه ده، چې انسان د الله (ج) د دغه احسان ساتنه او ژغورنه په سمه توگه وکړي او د هر وخت لپاره ترې مناسبه استفاده وکړي. اخلاق… تېزابو ته ورته دي، که په سمه لاره استفاده ترې ونکړئ؛ همدا تاسې خوري او له ژوند کولو مو باسي.

دلته ستاسې په ذهن کې یوه پوښتنه راپیدا کېږي، چې تربیه، اخلاق او ادب فطرتا د انسان سره مله وي او که په کسبي توګه لاس ته راځي!؟
البته، د ځینو ماخذونو پر بنسټ چې تربیه… هم کسبي او فطري پديده ده.

خو د پوهې، زده کړو، علمي او فزیکي تحقیقاتو نه په ۷۰سلنه تخفیف تېرېږي؛ نو ویلی شو، چې تر ډېره حده فطري پديده ده او د فطرت له مخې د انسان سره مله وي.

که چېرې کومه کورنۍ د ژوند د چارو د تنظیم او پر مخ وړلو لپاره سالم نظام او منظم سیستم ونلري؛ یعنې د تربیې، اخلاقو او د ادب روزنې پروسه یې کمزورې وي؛ نو په هغه کورنۍ کې د لاس لاندې ماتح کسان د بې تربیۍ او بداخلاقۍ په مرض اخته کېږي، چې په پایله کې د کورنۍ بهبود هم تباه کېږي.

د انسان د اخلاقو، تربیې او ادب د بنسټ ډبره د ماشومتوب په مرحله کې ايښودل کېږي. که چېرې پر همدغه یاد وخت کې د انسان تربیه… په ښه شکل او غوره توگه وشي او نوموړی شخص په اینده کې ټولنې ته ځان د یو با اخلاقه… شخصیت په څېر وړاندې کوي؛ نو دا لاس ته راوړنه یې د کورنۍ په غوره مدیریت او منجمېنټ دلالت کوي.
که خدای مکړه، خبره برعکس شوه؛ نو برعکس دلالت کوي.

برعکس، هغه اشخاص، چې په اصطلاح بې تربیه… وي، د خپلې کورنۍ سربېره د ټولنې هېڅ وگړي ته د ارزښت وړ نه وي. بې ارزښت وي. په خبرو یې څوک باور نکوي او نه يې په شخصیت کې مثبتو ټکو ته پام کېږي. البته دوی د نورو په تصور کې هېڅ د شخصیت کومه ودانه ماڼۍ نلري.
دوی خپله د خپل شخصیت ماڼۍ پر خپل لاس نړولې وي او د نورو په نظر کې هېڅ د ارزښت وړ نه وي پاتې!
که دوی هر څومره او په هر معیار زده کړې او پوهه ولري؛ دوی بیا هم د متضرره شخصیت په توگه شمېرل کېږي او نه به دوی د ټولنیز ژوند چل زده کړي.

حیثیت او شخصیت یې تل د نورو پر وړاندې لوڅ او بربنډ وي. د ټولنې هر وگړی ترې څنډې ته کېږي او له دوی سره په ناسته پاسته د شرم احساس کوي.

یادونه:

د تربیې، غوره اخلاق او ادب په لاسته راوړلو او ترلاسه کولو کې نهایي هڅه او زیار وکاږئ، څو ټولنه ستاسې د شخصیت، کړنو، فعالیتونو، شتون، خبرو او ویناوو ته په ذهن کې مثبت تصور ولري او ستاسې نشتون د ټولنې پر زیان وبولي.

لیکنه: عطاء الله خان

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب