خدای پاک سره مينه

وایی چې يواځې عبادت او د الله پاک اطاعت د ايمان غوښتنې نشي پوره کولی. مګر دا غوښتنې هغه وخت پوره کېږي چې نوموړې بنده ګي او د الله پاک اطاعت د خدای (ج) د سوچه مينې سره يوځای شي. دا ځکه چې الله پاک سره د مينې پرته بنده ګي او اطاعت ښایی د اخلاص د نشتوالی او دوه مخۍ (رياء) په لور بدلون ومومي چې دا پېښه الله پاک ته د قبلېدو وړ نده. خدای پاک زمونږ هېڅ نېک عمل ته اړتيا نلري او هغه نېک عملونه قبلوي چې په ډېره مينه او په بشپړ ډول د هغه د رضاء لپاره وي. د يادونې وړ ده چې له هغه سره مينه بايد د ځمکې په مخ تر هر شي څخه زياته وي.

قران کريم د خدای (ج) سره د مينې لپاره داسې سټنډرډ ټاکلی ده.
که تاسو له خپلو پلرونو، زامنو، وروڼو… خپلو شتمنيو او هغه سوداګرۍ سره چې په هغې کې له تاوان څخه وېره لرئ….. د الله (ج)، د هغه د پيغمبر(ص) او د الله پاک په لاره کې د هڅې او هاند په پرتله ډېره مينه لرئ نو تاسو د الله (ج) پرېکړې ته انتظار وکړئ.
(سوره توبه)
کټ مټ همدا خبره په حديث شريف کې هم راځي.
پيغمبر(ص) فرمایی: چې ستاسو څخه د هېچا ايمان تر هغې پورې بشپړ کېدای نشي ترڅو چې زما سره تر خپلې کورنۍ، شتمنيو او نورو ټولو شيانو څخه زياته مينه و نلري. (مسلم)
په ځنې حديثونو کې داسې ذکر کېږي چې ترټولو زياته مينه بايد د الله پاک او پيغمبر(ص) سره وي.

انس (رض) فرمایی چې حضرت پيغمبر(ص) وويل:

که څوک لانديني صفتونه ولري نو د ايمان خوږ خوند کتلی شي.
1)      که هغه د الله پاک او پيغمبر (ص) سره تر نورو ټولو شيانو څخه ډېره مينه وکړي.
2)       که هغه يواځې د الله پاک د رضاء لپاره له چا سره مينه وکړي.
3)      وروسته لدې چې هغه الله پاک د کفر څخه وژغوره نو کفر ته بېرته د ورګرځېدو څخه داسې کرکه ولري لکه چې هغه ېې په اور د سوځېدو څخه لري.

يوه پوښتنه او د هغې روښانه کول:

ځنې خلک دا پوښتنه کوي چې څنګه کېدای شي چې څوک دې له داسې يو چا سره مينه ولري چې هغه ېې هېڅ ليدلی نه وي او دا مينه دې له نورو ټولو څخه زياته هم وي. ددې پوښتنې ځواب داسې ده چې دا خبره يواځې ممکن نه بلکه له امکان څخه زياته ده، د انسان فطرت داسې ده چې هغه څه سره زياته مينه لري چې ليدلی ېې نه وي. هغه د هغه څه سره مينه نه کوي چې شپه او ورځ د هغه په خدمت کې دي د بېلګې په ډول هغه د خپل بدن د غړو سره چې تل د هغه په خدمت کې دي مينه نه کوي. که له انسان څخه و غوښتل شي چې له فزيکي استعداد او معنوي استعداد دواړو څخه يو بايد غوره کړي نو هغه به سمدلاسه د خپلې فزيکي وړتيا په پرتله معنوي وړتيا غوره کړي سره لدې چې معنوي وړتيا نه د ليدلو وړ او نه د حس کولو وړ ده. دا ښيي چې سره لدې چې هغه خپله معنوي وړتيا نده ليدلي مګر پدې پوهېږي چې هغه د ده د غوره شخصيت او عزت مسوله ده. که هغه له خپلې فزيکي وړتيا څخه بې برخې هم شي نو بيا به هم پخپله معنوي وړتيا خوښ وي. مګر که چېرې همدا انسان له خپلې معنوي وړتيا څخه بې برخې شي نو هغه کټ مټ د يوه ځناور غوندې کېږي چې هېڅ عزت او ابرو نلري.

همدا ټکی په ځمکه او اسمان کې د ټولو شيانو لپاره صحيح ده. انسان شپه او ورځ د طبييعت د بې شمېره شيانو څخه ګټه اخلي. هغه پوهېږي چې هغوی پخپله خوښه انسان ته ګټه نه رسوي. مګر ددې برعکس هلته يو تر ټولو  لوی ذات شته چې هغوی ته ېې دا دنده ورکړې چې بايد هغه ته ګټه ورسوي. هغه پدې هم ښه پوهېږي چې دا شيان انسان پخپله ندي پيدا کړي او هېڅکله ېې پيدا کولی هم نشي. دا چې هغه پوهېږي چې دا ټول شيان د هغه لوی ذات د مهربانۍ له مخې د انسان د ګټې لپاره پيدا شوي او هغه ذات هر وخت کولی شي چې دا شيان بېرته واخلي نو دا ددې لامل کېږي چې سړی د زړه له کومي د الله پاک مننه او شکر وکړي او انسان ته يادونه کوي چې بايد هغه له هر څه نه زياته مينه د لوی خاوند(ج) سره وکړي.

your ads

نو دا خبره صحيح نده چې انسان هېڅکله د لوی څښتن سره مينه نشي کولی. بې شکه چې الله پاک مونږ ليدلی نشو مګر د هغه نښې نښانې ډېرې څرګندې دي. انسان کولی شي چې د هغه د قدرت ټولې نښې پخپل شاوخوا کې وګوري. د طبيعت هر شي که هغه ورېځې دي، که بادونه دي، که سيندونه دي او که غرونه ټول د الله پاک شتون ښیی. مرغان او ونې د هغه ثنا او صفت کوي. د هغه د شتون نښې د خاورې په هره ذره او د ونې په هره پاڼه کې شته. هغه پټ نده بلکه په هر ځای کې څرګند ده. که انسان پدې حقيقت نه پوهېږي نو دا د هغه غلط درک ده. او د همدې ناپوهۍ په پايله کې هغه د خدای پاک سره مينه نشي کولی او د الله پاک سره د خوږې مينې څخه بې برخې کېږي.

د الله پاک سره د ميني عملي لاره:

قران کريم مونږ ته يوه عملي لاره را ښيي چې هر څوک کولی شي ډېر په اسانه پرې عمل وکړي چې هغه زمونږ د خوږ پيغمبر(ص) لاره ده. الله پاک خپله بشپړه مينه مونږ ته د پيغمبر(ص) په کړو وړو کې راښيي. که مونږ د پيغمبر(ص) په لاره لاړ شو نو ليدلی شو چې د خداي پاک سره يو مينه لرونکي انسان (پيغمبر ص) څنګه د خپلې کورنۍ او دوستانو سره په ګډه ژوند کړی. د هغه ژوند د خدای پاک سره د مينې يو ژوندی مثال او تر ټولو غوره عملي لاره ده.

الله پاک فرمایی چې:
دوي ته ووايه: چې که تاسو له الله پاک سره مينه لرئ نو زما پلويان شي (زما لاره تعقيب کړئ)، چې الله پاک له تاسو سره مينه وکړي او ستاسو ګناهونه معاف کړي.  (سوره ال عمران) .
د امين احسن اصلاحي (هندوستاني عالم) ليکنه

ډاکټر فيض الله (ثاقب)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب