سیرت النبي مقالې

بلنې سره مینه،ابو طالب ته بلنه، بلنې پريښودو انکار-سیرت النبي

پيغمبرصلی الله علیه وسلم او صحابه وو رضي الله عنهم به څنګه داسلام له بلنې سره تر هرڅه زياته مينه لرله؟ څنګه به دې ته ليوال وو چې ټول خلک په سمه لار روان او د الله پاک درحمت ترسيوري لاندې راشي او په دې لاره کې يې هڅې څه ډول وې چې بندګان له خپل الله سره يوځاى کړي، دا اوډېرنور دلته لوستلاى شئ .

 له بـلنـې سـره مـيـنـه

دټولو خلکو مسلمانېدل دپيغمبرصلی الله عليه وسلم يوازينۍ هيله

ابن عباس رضي الله عنه د (فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ) (نو بيا څوک بد مرغه وي څوک نيکمرغه) او ځينې نورو اياتونو په اړه وايي: پيغمبرصلی الله عليه وسلم به دې ته ډېر ليوال و چې ټول خلک ايمان راوړي او په سمه لار يې لاسنيوى وکړي؛ نو خداى پاک خبر ورکړ چې يوازې هغه خلک به د ايمان نيکمرغي تر لاسه کوي چې په اذل کې يې ايمان په برخه وي  او يواځې هغه به بې لارې کيږي چې په اذل کې بدبختي ورته ليکل شوې وي بيا يې ورته وفرمايل:

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلاَّ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ . إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ  (الشعراء ٣٤)

ژباړه: ښايي ته (په دې ) خپل ځان تباه کونکى يې چې هغوى نه مؤمنان کيږي .که موږ وغواړو له اسمانه به يوه داسې نښانه ورباندې را کوزه کړو چې د هغوى ورميږونه به (حتماً) ورښکته شي([1])

ابن عباس رضي الله عنه وايي: ابو طالب چې ناروغ شو دابوجهل په ګډون دقريشوټول مشران راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! ستا وراره زموږ خدايانو ته بد-رد وايي او داسې داسې کوي؛ نو که ته يې را وغواړې او له دې کاره يې منع کړې! ابو طالب سړى وليږه او رسول الله صلی الله علیه وسلم راغى، دلته په کوټه کې د ابوطالب ترڅنګ د يو کس د ناستې ځاى و لعين ابوجهل فکر وکړ چې که رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو طالب څنګ ته کښيني ښايي دابوطالب په زړه کې نرمي ورته راشي؛ نو ور ټوپ يې کړل هلته کښېناست، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې را ننوت د کاکا تر څنګ يې ځاى ونه موند؛ نو له دروازې سره کښيناست، ابو طالب ورته وويل: اى زما وراره! دا خلک ولې له تانه سر ټکوي؟ وايي ته د دوى خدايانو ته بد وايې او داسې داسې خبرې کوې! په دې خبره ټول لګيا شول او شور يې جوړ کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کاکا ! زه له دې خلکو څخه يواځې يوه خبره غواړم، که دوى زما دا يوه خبره ومني ټول عرب به د دوى پيروان شي او کافران به ماليه (جزيه) ورکوي، هغوى چې دا خبره واوريده ټول څک شول، يوه خبره؟! يوه نه! لس خبرې دې هم منو ته يې يواځې راپه ګوته کړه! ابوطالب هم وويل: کومه خبره ده؟ ورته ويې وايه! رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوى دې دا کلمه ووايي : لا اله الا الله.

په دې خبره ټول پريشانه شول جامې يې څنډ وهلې او پاڅيدل ويل: ايا له ټولو خدايانو يې يو الله جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، ابن عباس رضي الله عنه وايي: د دوى په ځواب کې الله پاک دا اياتونه را نازل کړل:

وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ. أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ. وَانطَلَقَ الْمَلأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ. مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاَقٌ . أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ  [ص ٤-٨]

ژباړه: او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه ويرونکى ورته راغى؟ او کافرانو وويل چې دا خويو ډير دروغجن کوډ ګر دى، ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ په خپلو خدايانو (ټينګ) صبر وکړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض  پکې) غوښتل کيږي، ايا زمونږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذکر (قراٰن) را نازل شو؟ بلکې دوى زما له ذکر (وحى) نه په شک کې دي، خو په اصل کې دوى لا زما عذاب نه دى څکلى ([2]).

آبوطالب ته بلنه

ابن عباس رضي الله عنه وايي: د قريشو لوى-لوى ملکان، عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابوجهل بن هشام، اميه بن خلف، ابوسفيان بن حرب او نور ډير، ابو طالب ته راغلل  ورته ويې ويل: اى ابو طالب! پوهيږې چې ته په مونږ کې کوم ځاى لرې؟ او کومه ناروغي چې تاته در پيښه ده هغه هم وينې، مونږ په تا ډاريږو ، ته خبر يې چې ستا له وراره سره زمونږ څه حال دى؟ ته هغه را وغواړه او ترمنځ مو سوله وکړه، له ځينو خبرو به مونږ تير شو او له ځينو دې دى تير شي، هغه دې زمونږ له دين سره کار نه لري او مونږ به د ده له دين سره کار نه لرو، ابو طالب سړى واستاوه رسول الله صلی الله عليه وسلم يې را وغوښت او ورته ويې ويل: اى وراره! داستا دقوم ملکان راغلي  غواړي تاسره په خولا شي او له ځينو خبرو ته تير شې، له ځينو به دوى تير شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : سمه ده! دوى دې زما يواځې يوه خبره ومني نو د ټولو عربو واکمنان به شي او ټول عجم به يې پيروان شي! ابوجهل وويل: سمه ده!يوه نه، لس خبرې به دې هم ومنو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ټول وواياست چې له الله نه پرته بل خداى نشته او له هغه پرته موچې کوم خدايان نيولي دي، ټول پريږدئ!

په دې خبره ټولو لاسونه ومروړل او ويې ويل: اى محمده! (صلی الله عليه وسلم) ته غواړې چې موږ له ډيرو خدايانو نه يو الله جوړکړو؟ دا خو ډيره عجيبه خبره ده!

بيا يې يو بل ته وکتل او ويې ويل: په خداى چې دا سړى ستاسو هيڅ غوښتنه نه مني، ځئ ترڅو مو چې خداى ترمنځ پريکړه كوي دخپل پلار- نيکه دين کلک کړئ او ټول ووتل.

ابن عباس رضي الله عنه وايي: هغوى چې ووتل ابوطالب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: قسم دى تا خو له دوى نه هيڅ کومه بده غوښتنه ونه کړه، په دې خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زړه کې هيله پيدا شوه نو ورته ويې ويل: کاکا جانه! نو ته خو دا کلمه ووايه چې بيا دې د قيامت په ورځ زه شفاعت وکړم! ابو طالب ورته وويل: کاکا دې جارشي! که زه  له دې خبرې څخه نه ويريدلاى چې زما له مرګ وروسته به قريش تا او ستا کورنۍ ته بد وايي او وايي به چې ابو طالب د مرګ له ډاره مسلمان شو؛ نو هرو مرو به مې ستا د خوښۍ له پاره ويلې وه ([3]).

ابوهريره رضي الله عنه وايي: د ابو طالب چې ځنکدن و رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلام بلنه ورکړه او ورته ويې ويل: کاکا! لا اله الا الله ووايه چې زه دې د قيامت په ورځ الله جل جلاله ته شاهدي ووايم، هغه ورته وويل: که د قريشو دا پيغور نه واى چې: د مرګ له ډاره مسلمان شو، نو ما به دې هرو مرو سترګې يخې کړي وې او دا کار به مې يواځې ستا د خوښۍ له پاره کړى و، خداى پاک دا ايات را نازل کړ: إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [القصص ٥٦]

ژباړه: ته هغه چا ته هدايت نشې کولاى چې ستا خوښ وي خو چاته چې الله وغواړي هدايت ورته کوي او هماغه په لار موندونکو ښه عالم دى([4]).

د بلنې له پريښوولو انکار

عقيل بن ابي طالب رضي الله عنه وايي: ځينې قريشو ابوطالب ته  د رسول الله صلی الله عليه وسلم په هکله ګيله وکړه، ابوطالب رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: اى زماوراره! ته پوهيږې چې زه هر وخت ستا ناز وړم؛ خو نن ستا د قوم خلک په جرګه راغلي او وايي چې ته کعبې ته ورځې او دوى ته په مجلسونو کې داسې خبرې کوې چې په دوى ښه نه لګيږي او پرې خپه کيږي؛ نو که له دې خبرو لاس واخلې!! رسول الله صلی الله عليه وسلم اسمان ته وکتل او ويې وفرمايل: څنګه چې تاسو د دې وس نه لرئ چې له لمرڅخه د اور يوبڅرکى راوړئ همداسې زه نشم کولاى چې د کوم کار له پاره را ليږل شوى يم، هغه پريږدم ([5]).

جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي: يوه ورځ قريش را جمع شول او په دې هکله يې مشوره وکړه ويل يو داسې سړى وګورئ چې ترهرچاکلک کوډګر، ستور پوه او شاعر وي، چې ورشي او هغه چا سره پاکه خبره وکړي چې زمونږ ترمنځ يې پريکون راوستی، مونږ يې په ډلو ويشلي يو او زمونږ په دين کې عيبونه لټوي، ټولو خلکو وويل چې ددې کار له پاره له عتبه بن ربيعه پرته بل مناسب سړى نشته، عتبه ته يې دنده ورکړه چې ته به ورشې او محمد(صلی الله عليه وسلم) سره به خبره خلاصه کړې چې دى څه غواړي؟

قريشوته  د رسول الله صلی الله عليه وسلم ګواښنه:

مسور بن مخرمه او مروان رضي الله عنهما وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم له مدينې نه مکې ته د عمرې په موخه راراوان و؛ خو چې “حديبيه” سيمې ته را ورسيد مشرکانو يې مخه ډب کړه او پرې يې نه ښود چې مکې ته داخل شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم له ګڼ شمير صحابه وو سره په حديبيه کې پړاو وکړ چې مشرکانو سره خبرې وکړي، د بنو خزاعه قبيلې -چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې دتهامه سيمې د نورو قبيلو په نسبت ډيره خواخوږي لرله- يومشر “بُدَيل بن ورقاء” له څو كسانو سره راغى  رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: زه کعب بن لوى او عامر بن لوى را ليږلى يم ترڅو تاسو په دې خبرکړم چې هغوى د حديبيه د چينو په خواو شا کې پراته دي او د جنګ له پاره يې هر ډول تيارى کړى دى او تاسو نه پريږدي چې بيت الله ته داخل شئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: موږ جګړې ته نه؛ بلکې عمرې ته راغلي يو او جنګونو خو قريش ډير ستړي کړي او ډير تاوانونه يې ور اړولي دي که دوى غواړي زه ورسره ترڅه وخته پورې سولې ته تيار يم، دوى به په دې موده کې زما او نورو خلکو تر منځ لاس وهنه نه کوي، زه به له دوى پرته نور خلک خپل دين ته را بولم؛ نو که په خپله بلنه کې بريالى شوم بيا د قريشو خوښه ده چې -د نورو خلکو غوندې- زما دين مني او که څنګه، او که زه بريالى نه شوم بيا به نو دوى هم ارام ژوند کوي؛ خو دا واورئ ! که بيا په دوى کې هرڅوک زما له دين نه انکار وکړي؛ نو په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما ژوند يې په لاس کې دى! زه به ترهغو ورسره جنګيږم چې سر مې له تنه جلاشي او د خداى پاک دين به هرو مرو تلپاته دين وي ([4])



[1]  (عند ابن اسحاق كما في البداية ٣/١٢٣ و فيه راوٍ لايعرف حاله).

[2]  (هكذا روى الامام احمد و مسلم و النسائي و الترمذي كذا في البداية ٣/١٢٧).

[3]  (اخرجه الطبراني و البخاري في التاريخ).

[4]  (بخاري).

[5]  (اخرجه الطبراني قال الهيثمي ٧/٨٥ رجاله وثقوا الا ان على بن ابى طلحه لم يسمع عن ابن عباس).

[6]  (رواه الامام احمد و النسائي و ابن حاتم و ابن جرير كلهم في تفاسيرهم ورواه الترمذي و قال حسن كذافي التفسير لابن كثير ٤/٢٨ واخرجه البيهقي ٩/١٨٨ ايضاً و الحاكم ٢/٤٣٢ بمعناه و قال حديث صحيح الاسناد و لم يخرجاه وقال الذهبي صحيح

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: