د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما ترمنځ د خپګان کیسه

یوه ورځ د ابوبکرالصدیق اوعمربن الخطاب رضی الله عنهماسره دعوه شوه ابوبکرسختې خبرې ورته وکړې، عمرخپه اوپه غوسه شو اوکورته روان شو، ابوبکرصدیق رضي الله عنه په خپلو خبرو پښیمانه شو اوپه عمرپسي له شا روان شو او ورته ویې ویل: زه ګرم شوم بښنه راته وکړه خو هغه غږ نه ورته کاوه، ترڅوچې خپل کورته ورسیدی، ابوبکر ورپسی و عمرکورته ننووت او دروازه یې بنده کړه .

ابودرداء رضی الله عنه وایې موږ له ررسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسي حالت کې راغی چې لمن یې په لاس کې نیولې وه او ځنګون یې هم یوڅه ښکاریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل ستاسو ملګري څه جنجال کړی ده، دی راغی او سلام یې وکړ او رسول الله ته یې وویل: يارسول الله! زما او د خطاب د زوی ترمنځ شخړه رامنځته شوه ما یوڅه تیزې خبرې ورته وکړې وروسته پښيمانه شوم او بښته مي ور نه وغوښتله خو هغه ونه منله اوس دا دی تاته راغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم درۍ ځله ورته وویل: ای ابوبکر! الله دي تاته بښنه وکړي.

ووروسته عمر هم پښیمانه شو له کوره راووت او د ابوبکر کره ورغی هلته یې پوښتنه وکړه چې ابوبکر شته هغه نه و بیا درسول الله صلی الله علیه وسلم لورته را روان شو، په یوه بل روایت کې راغلي چې عمر د رسول الله خواته کېناست هغه مخ ور نه واړوه، بیا یې بل لورته ورغی هغه بیا مخ ور نه واړوه بیا یې مخته کېناست هغه بیا مخ ور نه واړوه نو عمر ورته وویل: يارسول الله! له ما نه مخ ځکه لوړې چې زما په اړه دي کومه خبره اوریدلې ده؟ په دې ژوند کې به مي څه خیر وي چې ته مخ رانه لوړې؟! رسول الله ورته وویل: له تا نه ابوبکر بښنه غوښتله تا بښنه نه ورته کوله؟! عمر ورته وویل: په هغه ذات مي قسم چې ته یې په حقه راليږلي یې بل وخت که یو ځل بښنه رانه وغواړي خامخا به بښنه ورته کوم، او په الله قسم له تا وروسته په ټولو خلکو کې دی په ما ډیر ګران دی، ابوبکر وویل: زه هم په هغه الله قسم کوم چې ته یې په حقه رالیږلی یې همداسي یم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په کیسه خبر شو په غوسه شو، هلته نورصحابه کرام هم ناست وو اورسول الله وویل: تاسو ولي زمارشتیني ملگري (ابوبکر) ته تکلیف ورکوئ ؟! هغه وخت چې ماوویل زه دالله له لوري تاسوته رسول رالیژل شوی یم ،تاسو ټولو راته وویل چې دروغ وایې، یو ابوبکر راته وویل چې رشتیاوایی .

ابوبکررضی الله عنه د رسول الله په غوسه خپه شو هغه ته په ګونډو ودریدی او ورته ویې وویل: یارسول الله! په الله قسم په عمرباندي زه ګرم وم هغه دي ماته بښنه وکړي دا خبره یې دوه ځله تکرار کړه. رواه البخاري في صحیحه.

your ads

له دې کیسې نه که یو لور ته دابوبکرصدیق رضی الله عنه فضیلت او غوره والی په ښه توگه معلومیږې بل لورته له دې کیسې داهم معلومیږې چې لویو صحابه کرامو به څنګه سمدستي دخپلې خطایي اعتراف کاوه او د خوابدي په مهال به یې ډیره ژر یوه بل ته بښنه کوله. کاش موږ هم دهغوی دا لوی اوګټور خوی خپل کړی وی نوله څومره لویو جنجالونو اوستونزو به مو نجات ترلاسه کړی و .

ليكوال: حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب