د مسلمانانو پر وړاندې د کفارو ظلم او تېری | سیرت النبي

ظلم او تېری

د دعوت په څلورم کال چې اسلامي دعوت ښکاره او میدان ته ودانګل نو مشرکانو یې د مخنیوي لپاره هغه هڅې وکړې چې په وړاندې کرښو کې ولیکل شوې.

دا هڅې قدم په قدم او مرحله په مرحله وې چې له هفتو څخه نیولې تر میاشتو پورې یې د پرمختګ په لور هیڅ ګټه ونه کړه.

خو چې ویې لیده  چې اسلامي دعوت مخ په وړاندې روان دي او د دوي هڅې یې په مخنیوي کې پاتې راغلې دي، یو ځل بیا سره را ټول او درسول الله صلی الله علیه وسلم  د تره ابولهب په مشرۍ یې ۲۵ کسیزه کمیټه جوړه کړه.

کمیټې له غور او مشورو وروسته پریکړه وکړه چې د نبی صلی الله علیه وسلم او ملګرو په خلاف به یې غوڅ دریځ نیسي او د دوي په وهلو او ټکولو کې به هیڅ راز نرمي نه کوی.[irp posts=”1688″ name=”مکه کې د دعوت پر وړاندې خنډونه-سیرت النبي”][irp][irp]

د مسلمانانو په ځانګړي ډول د ناتوانو مسلمانانو په برخه کې دا کار اسان وو خو د نبی صلی الله علیه وسلم په هکله خورا ګران کار وو، ځکه هغه په ذاتي ډول با و قاره ، دروند او ادب لرونکي شخصیت وه، دوستانو او دښمنانو ورته احترام درلود، له دا وړ کسانو سره یوازې په احترام او عزت سړي مخ کیداي شي ، پست او پریوتي  حرکت یوازې کم ظرفه او احمقان کولاي شي او بس.

له بلې خوا د خپل کاکا ابوطالب ملاتړ ورسره وو، ابوطالب د مکې له مخورو اشخاصو څخه وو چې په شخصي توګه هومره مخور وو چې هيڅ چا د ده د تړون د ماتولو او د ده د وینې د ربړولو زړورتیا نه شواي کولاي.

د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم اجتماعي او شخصي مخورۍ قریش هک پک حیران کړي وو او د دوي دیني او دنیوي مشري یې له نابودۍ سره مخ کړې وه، له همدې امله یې د ابولهب په مشرۍ د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم په ربړولو لاس پورې کړ، ابولهب له اولې ورځې څخه پخوا له دې چې قریش د څه هوډ وکړي د نبي صلی الله علیه وسلم سره د دښمنۍ ملا تړلې وه.

ځینې روایتونه لا لیکي چې د صفا د غونډې په ورځ ابولهب په لاس کې ډبره اخیستې وه چې نبي صلی الله علیه وسلم پرې وولي.

 له بعثت څخه وړاندې ابولهب خپلو دوه زامنو هر یو عتبه او عتیبه ته د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم لورګانې رقیه او ام کلثوم واده کړې وې، له بعثت څخه وروسته یې په خورا بدو اخلاقو او ناروا سلوک سره دواړه په خپلو زامنو طلاقې کړې.

او کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم دویم زوي عبدالله مړ شو نو ابولهب په خورا خوښۍ سره قریشو ته زیري ورکړ چې محمد صلی الله علیه وسلم  بې بنیاده شو.

لکه چې وړاندې مو هم ولیکل چې کله به نبي صلی الله علیه وسلم حج ته را غلو خلکو ته به يې دعوت ورکاوه نو ابولهب به ورپسې وو او خلکو ته به یې ویل چې دا دروغجن دي، دطارق بن عبدالله المحاربي په روایت کې راغلي دي چې یوازې دا کار یې نه کاوه چې نبي صلی الله علیه وسلم ته به یې دروغجن ویل بلکه نبي صلی الله علیه وسلم به یې په ډبرو ویشته چې ډیر ځل به یې له پښو وینې بهیدلې.[irp][irp]

د ابي لهب ښځه اروي نومې  ام جمیل دحرب بن امیه لور  او د ابوسفیان خور د نبي صلی الله علیه وسلم  په دښمنۍ  کې له خپل میړه نه وروسته نه وه، د نبي صلی الله علیه وسلم په لاره کې به یې اغزي اچول ، دلویې ژبې خاونده وه هر ډول دسیسې او بهتانونه به یې د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم په ضد جوړول ،هڅه به یې کوله د نبي صلی الله علیه وسلم په ضد دجګړې لمن پراخه کړي، دهمدغو دښمنانه حرکتونو له کبله قرآنکریم په (حمالة الحطب) ( دلرګیو وړونکې) په لقب سره یاده کړې ده.

او کله به چې له دې خبرې خبره شوه چې د دې او میړه په هکله یې قرآنکریم نازل شوي او دوي یې بد ستایلي دي موټۍ یې له کاڼو ډک او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به هغه وخت ورغله چې هغه کعبې شریفې ته نژدې ناست او ابوبکر صدیق رضی الله عنه یې ترڅنګ ناست و، الله جل جلاله  یې په نبي صلی الله علیه وسلم سترګې ړندې اوهیڅ یې ونه لید، ابوبکر رضی الله عنه ته یې وویل : ای ابوبکره چیرته دي ملګري دې محمد چیرته دی؟ خبره شوې یم چې زه یې بده ستایلې یم سوګند په الله که په مخه راشي په دې کاڼو به یې په خوله وولم او بیایې څه شعرونه وویل او ولاړه.

ابوبکر رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: لکه چې تاسې یې هیڅ ونه لیدي، نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو الله جل جلاله هغه په ما ړنده کړه زه یې مخه کې ناست وم هیڅ یې ونه لیدم.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب