وچې میوې

بادام ( Almonds)

بادام چه علمي نوم یې Prunus dulcis دی، د پاڼريژو میوو له جملې څخه دی. د ونو لوړوالی يي تر ١٠ مترو پورې رسيږي. بادام لوړ غذایي او اقتصادي ارزښت لري، د استوایي او نيمه استويي سيمو د ميوو په گروپ کې راځي، د افغانستان په ډيرو سيمو کې روزل کيږي. د بادامو د باغونو روزل په پروان، کابل، لوگر، ميدان وردگ، زابل، هرات، بادغيس او يو شمير نورو سيمو کې رواج لري. په دې ټولو کې د غوربند بادام ډير شهرت لري، ځکه چه زړي یې خوندور او تر ټولو ښه ذایقه لري، بله دا چې ډير په زړه پوري رنگ لري. په عموي توګه اخیستونکي یې زیات خوښوي، نو همدا وجه ده چې د نورو بادامو په پرتله ډير پلورل کيږي. په دي ورستيو کلونو کي د بادامو باغونه په ځينو نورو ساحو لکه فراه، شينډن او کندهار کې هم پراختيا موندلې او په زړه پورې نتيجه ورڅخه تر لاسه سوې ده.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: