د بادامو څخه څه معلومات لرئ؟

د خوراک ماهرین وايې: د ورځې شپېته ګرامه بادام خوړل انسان ته کافي دي چې د شوګر، زړه ، ویني دوران او کلیسټرول د زیاتوالي له بیماریو خوندي وي.
بادام له هغه میوو څخه ده چې د انسان بدن ته ډېره ګټه رسوي، د بادام ونه انسان د نن څخه څلور زره کاله وړاندې د درمیانه سپين سمندر په شاوخوا سیمو (ایټالیا، اسپانیا، مغرب او منځني ختيځ دولتونه) کې پېژندلې.
داچې وړاندې قومونو دغه میوه د مکملې غذا په نوم پېژندلې، دا ځکه چې یاده میوه د پروتینو څخه غني ده (۱۹ سلنه پروتین لري)، او انسان پرې د مړښت احساس هم کوي.
د بادام غوړ پوره صحي غوړ دي لکه څرنګه چې دا صفت د زیتونو په غوړو کې ليدل کېږي.
د پورتنیو ګټو ترڅنګ بادام ويټامن (بي) او ویټامن (اي) هم لري، چې د دغې ويټامنو ګټې بې شمېره زیاتي دي.
ځينې وايې: بادام پرله پسې څلور میاشتې خوړل انسان د شوګر له بیمارۍ ژغوري. همدارنګه نور دا ګمان هم کوي چې بادام د بدن کلسټرول کنترولوي او پرته له دې چې د انسان وزن زیات کړي د هډوکو جوړښت کې ښه والی راولي.
سرچېنه: د الجزیرې ویب پاڼه.

احمد سعید

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب