د تخم ټوکیدنه

د تخم ټوکیدنه

د محیطي شرایطو (تودوخه، رطوبت، هوا او ړنا) په برابریدو سره د یوه کوچني نبات (embryo) چې په تخم کې موقیعت لري بدلیدل په غټ نبات باندې د تخم د ټوکیدنې په معنی ده. د ټوکیدنې په مرحله کې د تخم انډوسپرم د جنین د ودې لپاره غذایي مواد برابروي.

د ټوکیدنې لومړنۍ مرحله د تخم په واسطه د رطوبت جذبول دی چې په نتیجه کې د تخم د پړسوب سبب ګرځي او د مختلفو انزایمونو د فعالیدو لامل کیږي. د اوبو په داخلیدو سره د تخم غذایي مواد په تجزیه کیدو (hydrolyzed) پیل کوي او د نوي رامنځته شوو حجرو د تنفس او نورو پروسو لپاره انرژي تولیدوي.

د ټوکیدنې اړین شرایط

د تخم د ټوکیدنې لپاره ځینې شرایط لازمي ښودل شوي دي او ضروري بریښي چې نوموړي شرایط د تخم د ښې ټوکیدنې لپاره برابر شي.
1. اوبه یا رطوبت: د تخم د پړسوب او د غذایي موادو د تجزیې لپاره لازمي ښودل شوی دی چې د میتابولیزم د ګړندي کیدو لامل ګرځي.
2. هوا یا اکسیجن: د انرژي د تولید او د جنین د هوازي تنفس لپاره اړین دی.
3. تودوخه: هر نبات د ټوکیدنې لپاره ځانګړې تودوخې ته اړتیا لري چې د غوره ټوکیدنې لپاره باید ورته برابر شي.
4. ړنا: د غذایي موادو (انډوسپرم) تر ختمیدو د مخه باید نوی رامنځته شوی نبات د ضیایي ترکیب عملیې د ترسره کولو توان ولري چې د لمر د ړنا په شتون کې ترسره کیږي.

د ټوکیدنې ډولونه

د ټوکیدنې ظاهري بڼه د تخمونو ترمنځ د پاملرنې وړ توپیر لري، په ځینو تخمونو کې مشیمې د ځمکې د پاسه او په ځینو نورو کې بیا د ځمکې لاندې پاتې کیږي. د ټوکیدنې لاندې درې ډولونه پیژندل شوي دي.
1. ایپیجل ټوکیدنه (epigeal germination): هغه ټوکیدنه ده چې د تخم مشیمه (cotyledons) د هایپوکوتایل (hypocotyl) د اوږدیدو په نتیجه کې د ځمکې د پاسه زرغونیږي. ممپلي، خټکی، پیاز، بامیه (لیړوګان) او ځینې نور کرنیز نباتات پدې ګروپ کې شامل دي.
2. هایپوجل ټوکیدنه (hypogeal germination): پدې ټوکیدنه کې د تخم مشیمې د ځمکې لاندې پاتیږیږي او د ایپیکوتایل (epicotyl) برخه د ځمکې د پاسه زرغونیږي. جوار، شولې، غنم او ځینې نور کرنیز نباتات پدې ګروپ کې شامل دي.
3. ويويپوریس ټوکیدنه (viviparous germination): پدې ټوکیدنه کې تخم لا په میوه (مورنۍ نبات) کې وي او ټوکیدنه رامنځته کیږي. یو ډول مڼه (Mangrove apple) یې ښه مثال دی.

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب