حدیثونه پښتو ژباړه

الله تعالی ته ځان سپارل – حدیث

عن أبي عُمَارة البراءِ بن عازب (رضي الله عنهما)، قَالَ: قَالَ رسولُ الله  (صلى الله عليه وسلم) : ((يَا فُلانُ ، إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فراشِكَ ، فَقُل : اللَّهُمَّ أسْلَمتُ نَفْسي إلَيْكَ ، وَوَجَّهتُ وَجْهِي إلَيْكَ ، وَفَوَّضتُ أَمْري إلَيْكَ ، وَأَلجأْتُ ظَهري إلَيْكَ رَغبَةً وَرَهبَةً إلَيْكَ ، لا مَلْجَأ وَلاَ مَنْجَا مِنْكَ إلاَّ إلَيْكَ ، آمنْتُ بِكِتَابِكَ الَّذِي أنْزَلْتَ ؛ وَنَبِيِّكَ الَّذِي أَرْسَلْتَ . فَإِنَّكَ إِنْ مِتَّ مِنْ لَيلَتِكَ مِتَّ عَلَى الفِطْرَةِ ، وَإِنْ أصْبَحْتَ أَصَبْتَ خَيراً )).


د حديث تخريج:

دا حديث امام بخاري په خپل صحيح کې  د كتاب الدعوات،  په (ما يقول إذا نام) باب کې نقل کړی دی.


د صحابي لنډه پيژندنه:

د روايت کونکي صحابي نوم براء بن عازب بن الحارث دی، کنيه يې ابو عماره ده او د مدينې منورې د انصارو د اوس له قبيلی سره يې تړاؤ درلود، د ده پلار عازب هم صحابي دی، نوموړي د بدر په غزا کې د کوچنيتوب له امله ګډون نه وو کړی، لدې پرته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په څوارلس غزاګانو او اتلس سفرونو کې ګډون کړی دی.
نوموړي د جمل او صفين په جنګونو کې برخه اخيستې، او د خوارجو سره هم جنګيدلی دی، په وروستي عمر کې يې په کوفه کې کور جوړ او هلته يې ژوند غوره کړ، په کال دوه اويا هجري کې يې له فاني دنيا څخه سترګې پټې کړې

د حديث ژباړه:

ابو عماره براء د عازب ځوی (الله دې له دواړو څخه راضي شي) وايي چي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «ای فلانيه! کله چې (د خوب لپاره) خپل د ملاستې ځای ته راغلې، نو ووايه: «ای الله! ما ځان تا ته تسليم کړی دی، خپل مخ مې تا ته اړولی دی، خپل کار مې تا ته سپارلی دی، خپله شا مې ستا تابع کړې ده، ستا سره د مينې او ستا څخه د ويرې له امله، نشته دې له تا نه د پناه او خلاصي ځای پرته له تاڅخه، ما ستا لخوا په نازل شوي کتاب او ستا په راليږل شوي پيغمبر ايمان راوړی دی» که په دې شپه مړ شوې نو په دين به مړ شي او که ژوندی پاتې شوې نو په خير به سهار کړې».


د حديث تشريح:

په دې حديث کې نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د  خوب له آدابو څخه يو ادب بيان کړی دی، او هغه دا چې يو مسلمان د خپل استراحت او خوب پيل په څه ډول وکړي؟ د الله په ياد سره پيل وکړي او که له الله تعالی څخه په بې پروايې او غفلت.
مسلمان بايد په هر وخت کې خپل رب په ياد کې ولري، او هر وخت په دغه لوی ذات باور او توکل وکړي، او په هر وخت کې خپل ځان الله ته وسپاري او هيڅکله له هغه څخه غافل او بې پروا نه شي.
انسان د دنيا په کارونو کې له الله څخه غافل کيږي، ډير ځل هغه ته د الله د ياد فرصت په لاس نه ورځي، ټوله ورځ چې يو مسلمان د دنيا په کارونو کې بوخت وي، او د شپې ستړی ستومانه د استراحت لپاره خپلې بسترې ته راشي او بيا هم غافل او بې پروا ويده شي دا به ډيره لويه بدبختي او بد قسمتي  وي، نو ځکه نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د ستړيا او ستومانۍ څخه وروسته او د استراحت څخه مخکې د دې کلماتو د لوستلو توصيه کړې ده تر څو د انسان زړه ته آرام، سکون او اطمينان په برخه شي، ځکه چې د داسې يو چا تصور کول چې هغه د انسان سره مرسته کوي، د هغه د مرستې او پناه ځای جوړيدای شي انسان ته خوښي ورکوي.

د حديث په کلماتو کې که فکر او غور وشي نو معلوميږي چې هر يو لفظ يې د ځان سره بلا معناوی لري، « اللَّهُمَّ أسْلَمتُ نَفْسي إلَيْكَ»، ای الله ما خپل ځان «نفس» تا ته تسليم کړی دی، د انسان نفس د الله د حکمونو څخه بغاوت ته انسان هڅوي، هم دغه نفس دی چې انسان ګناه ته اماده کوي، هم دغه نفس دی چې انسان د دنيا په محبت کې اخته کوي، هم دغه نفس دی، چې انسان د الله له ياد څخه غافل کوي، خو دا هلته چې کله د انسان نفس د هغه له واکه ووځي او انسان د خپل نفس غلام شی، خو چې کله انسان خپل نفس په خپل واک کې وساتي هغه د الله د حکمونو په منلو مجبور کړي، او د الله د حکمونو څخه د سرغړونې نه يې منع کړي نو بيا نفس د انسان د هلاکت نه، بلکه د هغه د خلا صۍ سبب کيږي، نو ځکه نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) د ټولې ورځې د ستومانۍ او د نفسي غوښتنو د پوره کولو وروسته انسان ديته هڅوي چې د عارضي مرګ څخه مخکې د دې اقرار وکړه چې ای الله ما خپل نفس تا ته تسليم کړی دی، که له ده څخه څه بغاوت او ستا د حکمونو څخه سرغړونه شوي وي، نو واک او اختيار يې ستا دی، ستا رحم او کرم ته يې پريږدم چې ته ورسره څه معامله کول غواړې ستا خوښه ده.
«وَوَجَّهتُ وَجْهِي إلَيْكَ»، مخ په انسان کې تر ټولو غوره غړی دی، د انسان خوښي او خفګان له مخ څخه ښکاري، او کله د انسان د نيکبختۍ او بدبختۍ نښې هم په مخ کې ښکاري، چا ته خپل مخ ګرځول د هغه سره د مينې او محبت علامه ده، او له چا څخه مخ اړول له هغه څخه د خفګان ښکاره کولو نښه ده، په قرآن کريم کې څو ځايه د الله تعالی د تابعدارۍ څخه تعبير د مخ په تابع کولو شوی دی، د مخ تابع کول د ټول ځان د تابع کولو په معنی دی، او د مخ اړول په ټول ځان د يو چا د حکم څخه د سرغړونې معنا لري

»فوضت امری اليک»، د وسايلو استعمال ناروا نه دي، بلکه په وسايلو اعتماد ناروا دی، دا فکر کول چې د وسايلو د استعمال له امله زما ټول کارونه سم دي، او د کارونو په سمولو کې په وسايلو باندې اعتماد کول په الله تعالی باندې اعتماد کمزوری کوي، د کارونو لپاره د وسايلو څخه ګټه اخيستل او د پايلو په اړه يې په الله تعالی باندې اعتماد او باور کول د ايمان نښه ده، نو لدې امله يو مسلمان بايد په حقيقي توګه د خپلو ټولو کارونو پايلې خپل رب ته وسپاري، او هيڅکله هم په وسايلو داسې اعتماد ونکړي چې له امله يې په الله باندې اعتماد ضعيف شي.
نو يو مسلمان چې ټوله ورځ يې کار کسب کړی وي، د خپلې هوساينې او ژوند جوړونې لپاره يې وسايل په کار اچولي وي، د هغه لپاره يې زحمتونه پورته کړي وي، په اخر کې دا اقرار کوي چې الله دغه ټول وسايل وو، پايله يې په تا پورې ده، او د پايلو په لاس ته راوړلو کې مې اعتماد او باور پر تا دی، ما خپل ټول کارونه تا ته سپارلي دي، او اعتماد او باور مې هم پر تا دی نه په هغه وسايلو او کارونو چې ما ټوله ورځ سر ته رسولي دي

»و الجات ظهری اليک»، ملا د انسان د قوت نښه ده، د ملا د قوت په وسيله انسان درانده کارونه سر ته رسوي، او چې کله ملا کمزورې شي نو انسان بيا نشي کولای چې قوي او درانده کارونه سر ته ورسوي، خپله ملا د الله د تابع کولو معنا دا ده چې د حقيقي قوت مالک الله دی او زه په خپلو ټولو کارونو کې پر هغه بروسه لرم، زه په خپل قوت او طاقت مغروره نه يم، ما د خپل قوت ځای هم د الله تابع کړی دی، او خپله ملا مې هم هغه ته سپارلې ده.
خو دا ټول کارونه ځکه زه کوم چې زه د الله تعالی د ثواب طمعه او د هغه له عذاب څخه ويره لرم، هم دغه طمعې او ويرې زه دېته هڅولی يم چې خپل ټول ځان الله ته وسپارم، په هغه اعتماد وکړم او د هغه د حکمونو پيروي پر ځان لازمه کړم، ځکه له هغه پرته بل د پناه او خلاصۍ ځای نشته چې زه هغه ته ځان وسپارم او دا ټول د هغه په کتابونو او پيغمبرانو باندې د ايمان نتيجه ده، چې مونږ ته يې د الله د پيروۍ، تابعدارۍ، او پر هغه باندې د اعتماد او باور لارښوونه کړې ده، او هم دا د ايمان نښه ده، او د همدې ايمان له امله د انسان ټول کارونه سميږي.

ټول مسلمانان او په ځانګړې توګه د حق د لارې لارويان که يو طرف ته بايد د خپلې ورځې پای او د خپلې شپې پيل په دې دعا وکړي نو بايد بل طرف ته په عملي توګه په دې حديث عمل وکړي، او د دعوت په سخته او ستونزمنه لار کې خپل ځان الله ته وسپاري، پر هغه اعتماد وکړي، د هغه حکمونه عملي کړي او په دغه اړه له هيچا ويره ونکړي، الله دې د دعوت د لارې ټولو لارويانو ورونو او خويندو ته د عمل کولو توفيق ورکړي، آمين.

دکتور رحمت الله زاهد

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: