د علم حديث ارزښت او اهميت

 د حديث علم د شرعي علومو له جملې څخه يو اوچت علم دى، چې په دې علم باندې نور شرعي علوم بناء شوي دي، او كه د چا سره ددې علم په باب معلومات نه وي نو په خپله خطاوې كوي او نور هم په خطا كې اچوي، اوكه په خپله خپلې خطاوي ته متوجه شي او كه نشي د سمې او صحيحې لارې څخه وځي، برابره ده كه دا انسان مفسر وي اويا فقيه، اويا اصولي وي او يا مبلغ او يامؤرخ.

ځينې به داسې مفسرين وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مګر سره د داسې كوښښ او هڅې د ثواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې او په داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسير يې كړى دى.

اوځيني به داسې فقيه وي چې د يوې فقهي مسئلې په ليكلو كې به سوچ او فكر كوي، اودخپل توان په اندازه به غواړى چې دهغې مسئلې په حكم كې حق (صواب) ته ورسيږي، مګر هغه نه بريالۍ كيږي، ځكه چې خپل نظريې په ضعيف حديث باندې بناء كړي دي چې په خپلې غلطۍ نه پوهيږي. همدا راز د اصولو علماو په نسبت هم (دمثال په توګه) د اصول عالم (پوه) به وي ولې يوه قاعده به د اصولو له قاعدو څخه چې ورباندې احكام بناء كيږي جوړ كړي، او په هغې باندې به د دين مسايل بناء كړي، حال دا چې دا قاعده به په ضعيف حديث بناء شوي وي، نو په نتيجه كې دغه قاعده او هغه څه چې په دغې قاعدې بناء شوي دي هغه به دين ته زيات زيان ورسوي نسبت هغې ګټې ته چې دغه اصولي عالم ور څخه هيلمن دى. (په دي باب د (ضعيف الاحاديث القدسية – لاحمد العيسوى) كتاب وكتل شي.)

دغه كار (استدلال په ضعيفو او موضوعو احاديثو باندې) په مبلغينو او خطيبانو كې څومره زيات دى، نو هغه كسان چې ګمان كوي چې خلک – الله تعالې ته نژدې كوي، په داسې حال كې چې هغه به پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم باندې دروغ وايي، او د داسې ويناو نسبت به پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته كوي كوم چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه ويلي نه دي، دا لاڅه چې پر الله تعالې باندې به درواغ وايي او زيات قدسي احاديث به په داسې حال كې چې هغه ثابت نه دي، الله تعالې ته د هغو نسبت كوي، چې ځينې غير ثابت داسې قدسيو احاديثو كې ښكاره خطاوې شته كوم چې د اهل سنت او جماعت دقواعدو او د دين د اصولو سره ضديت لري، سربيره په دې چې په داسې ضعيفو قدسيو احاديثو كې د الله تعالې صفت داسې شويدئ چې الله تعالې هغسې دخپل ذات صفت نه دى كړى، نو دوى په دې كار سره ددې مبارك آيت دحكم او معنې لاندې راځې چې الله تعالې فرمايي:

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ١٤٤ / الأنعام

(نو څوك دي ډير ظالم “نشته لوى ظالم” له هغه چا څخه چې پر الله باندې درواغ تړي ددې لپاره چې خلک بې له علمه ګمراه كړي، بيشكه الله هدايت نه كوي ظالم قوم ته”. اما د تاريخ خاوندان وايي: “ووايه پروا نشته”. صالح او امانتكار په دوى كې خورا لږ دي، . نو په داسې بيان شويو حالاتو كې د حديث علم فيصله كوونكي دى، نو الله تعالې دې ددې مبارك علم خاوندانو ته نيكه جزاء وركړي، چې دوى د خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه دفاع كړی ده، او دشرعي علومو تګ لارې يې سمې كړي دي او د هغو منبع يې له ټولو عيوبو او په كې له داخلې شوي شيانو څخه پاك كړيدى، نو الله تعالې دې دوى ته لوي اجر وركړي او د دوى خطاوې دې و بخښي، او ددوى درجې دې اوچتې كړي، او په جنتونو كې دې دوى ته هستوګنه وركړي. دا د حديث د علم (مصطلح الحديث) د اهميت يوه برخه وه، او كه دا ځاى ددې موضوع دپاره واي نو مونږ به لا زيات اهميتونه بيان كړي واى چې دايې ځاي نه دى، مګر هغه څه مو چې بيان كړى په هغو كې خامخا ذكر او پند دى هر هغه چالره چې هغه لره روغ زړه او هغه فكر كوونكي وي په داسې حال كې چې دى په زړه سره حاضر او متوجه وي.

په همدې خاطر آن لاين اسلامې لارښود تصميم ونيو چې د علم حديث ضروري برخې په آن لاين ډول پر ليکه کړي تر څو زمونږ مسلمان وروڼه له هغه څخه په آسانۍ استفاده وکړي .

د لوی او متعال خدای جل جلاله په فضل او نصرت دا دی په لومړې ځل په پښتو ژبه علم حديث په ليکه شو الله تعالی يې دې پخپل دربار کې قبول کړي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب