روح نوازه ټکي او کلیمات

د کومو کلیماتو او ټکو څخه چې کولای شئ د وینا په وخت کې د خپل مخاطب سره و کاروئ، په هغه کلیماتو چې سړی دروند ښکاره شي ،او د درنښت احساس وکړئ ، او مخاطب هم د آرامتیا احساس وکړي ،هغه باید وکاروئ ، هیڅ خپل عزت او لوړ والی د بل په تحقیر کې مه وینئ ، یا په بله معنی د بل په تحقیر او کم راوستو کې مه ګورئ.

یوه طبقه خلک دي ، چې یا تعلیم او تحصیل نه لري ،او یا که لري یې هم ، نو علم پرې کوم تأثیر نه دی کړی ، نو ځیني وخت د بل د تحقیر او کم راوستو په خاطر او په محفل یا مجلس کې د ځان مطرح کولو په خاطر ، د بل انسان تحقیر او توهین کوی ، دی د خپل ځانه سره داسي انګیري ، چې ټول وخندوی یو کس دوه کسه به وخاندی لیکن ډیری خلک دا درک کولای شي ، چې ده سره بغیر د تکبر او ځان مطرح کولو نور د علم او معرفت ټکی هم نشته ، نو په دې اساس د هر چا احترام په خپل ځای باندی وکړئ ،ډیر کوشش وکړئ ، چې په خبرو کې هم ستاسو څخه څوک آزار نشي ، په احترام کې د چا څه نه کمیږي ، او په بی احترامۍ کې سړی بد ښکاري ، نو په هر انسان باندی لازمه ده ،چې د وینا پر مهال د مخاطب سره د ډیرو ټکو مراعات وکړي ، زه چې تر دې دمه دا لیکنه کوم،د داسو مجالسو شاهد یم ، ځکه دا لیکم او خپریدل یې هم اړین ګڼم ، په مجلس او ناسته کې ډیر نزاکتونه باید مراعات شي ، هغوي چې د بل تحقیر کوی په ځان کې ډیر نارسایي او کم والۍ ویني یعنی د مقابل لور په پرتله ڼو ځکه دا کار کوی ،او په بله مانا په غیر شعوری طور د مقابل په پرتله د خپل ضعف اعتراف هم کوی ، بی له دې چې دی په خپله پرې پوه شي ، لیکن ځیني زیرک او موشګافه پرې پوهیږي .نو لازمه ده چې د ښه کلیماتو په ادا کولو او استعمال سره هم دوستان خوښ او خوشحاله وساتو، او د چا خوا بده نه کړو.

 

 

 

 

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب