اسلام کې عبادت يواځې لمونځ نه دي! (د عبادت جامع تصور)

د عبادت په هکله د اسلام تصور ددې دواړو څخه جلا او بيل دى، د اسلام له نظره انسان د يو الله تعالى بنده دى . د هغه خالق، پيداکوونکې، روزي ورکوونکې، مالک، حاکم او واکمن يواځې او يواځې الله تعالى چې د ټولو کائناتو پيداکونکې او خالق هم دى .

الله تعالى هغه په ځمکه باندې د خپل نائب او خليفه په توګه ټاکلى چې په کړنو کې يې هغه ته ځينې اختيارات او واک هم ورکړى دى، څه مسؤليتونه او څه خدمتونه يې پرې اچولي دي ، د خپل ملکيت او رعيت په څه برخه او حصه باندې يې واک هم ورکړې دى . د انسان کار د خپل مالک هدف، مقصد او موخه پوره کول دي، خپل مسؤليتونه پيژندل او د هغو پوره کول او د خپل بادار له لوري ورسپارل شوي خدمتونه سرته رسول دي .

خپل اختيارات، واک او ځواک د خپل مالک او څښتن د قانون، رضا او خوښۍ سره سم سرته رسول د هغه دنده او وظيفه ده .هر څومره چې هغه په کوښښ، هلوځلو او منډو ترړو سره خدمتونه وکړي او په څومره وفادارئ، اخلاص او صداقت سره چې د خپل واکمن، مالک او څښتن اطاعت او پيروي وکړي په هماغه کچه او اندازه به بريالې او کامياب وي .

د هغه برې، کاميابي او پرمختګ پدې پورې تړاؤ لري چې کله هغه د خپل کار، وظيفې او ماموريت څخه وزګار شي او د حساب کتاب لپاره هلته وړاندې شي نو د هغه د ژوند د کارنامو څخه دا ثابته شي چې هغه منونکې، مسؤليت پيژندونکې او پوره اطاعت کوونکې وو.

نه دا چې هغه په ورسپارل شويو کارونو کې لټ، سست، تيښته کوونکې، مسؤليت نه پيژندونکې، باغي او نافرمان وي. له همدې امله مخکې چې د عبادت کوم دوه تصورات وړاندې شول هغه بالکل غلط او دروغ دي .

څوک چې د ژوند لږه برخه او لږ ساعت خپل خداى ته ورکوي، پدې لږ وخت کې څو ځانګړي مراسم سرته رسوي او بيا فکر کوي چې ما د خپل خداى او معبود حق اداء کړ، نور زه ازاد او خپلواک يم چې د ژوند چارې څرنګه سرته رسوم هغسې به يې رسوم .

ددې مثال خو داسې دى لکه چې تاسې څوک د شپې او ورځې د خدمت او نوکرۍ لپاره نيولې وي او هغه ته پوره او د ټول وخت معاش او تنخواه هم ورکوئ او پالنه يې هم په غاړه لرئ،خو هغه بس يواځې سهار او ماښام ستاسې مخې ته راشي، درته ښکته شي اوسلامونه درته وکړي او بيا ددې سلامونو څخه وروسته چې چيرې ګرځي هلته ازاد ګرځي يا د بل چا نوکري او خدمت کوي .

په همدې ډول هغه څوک چې د دنيا د کارونو، چارو او معاملو څخه يو لوري ته شي او په يوه ګوښه ځاى کې کيني، هلته خپل ټول وخت په لمانځه، روژه، تلاوت، ذکر او نورو چارو تيروي ، د داسې سړي مثال د هغه باغوان پشان دى چې تاسې د خپل باغ د ساتلو او پاللو لپاره ټاکلې وي، خو هغه د باغ چارې او کار خوشې کړي او هر وخت ستاسې په وړاندې حاضراو ولاړ وي، ښکته پورته کيږي او په دوه لاسونو سلامونه اچوي، بيا د سهار څخه تر ماښام پورې او د ماښام څخه تر سهار پورې د بادار، بادار چېغى اونارې وهي، د باغ د ساتنې او پالنې لپاره چې تاسې کومې خبرې او لارښوونې ورته کړي هغه په ډيره خوږه ژبه تکرار وي خو د باغ د پالنې، ساتنې او پرمختګ لپاره هيڅ هم نکوي .

د داسې نوکرانو په هکله چې ستاسې څه نظر، رايه او خيال وي بس د داسې عبادت کوونکو په هکله د اسلام نظر هم همداسې دى.په څه ډول چې تاسې د داسې نوکرانو سره رويه او سلوک کوئ نو الله تعالى هم د داسې بندګانو سره همداسې معامله کوي.

د عبادت په هکله د اسلام اصلي تصور دا دى چې ستاسې ټول ژوند دې د الله تعالى په بندګۍ کې تير شي، تاسې بايد خپل ځان تل پاتې نوکر، بنده او مامور وګڼئ، ستاسې د ژوند يوه ثانيه اويوه دقيقه دې هم د الله تعالى د بندګۍ او غلامۍ څخه خالي نه وي او تاسې چې په دې دنيا کې هريو کار کوئ نو هغه بايد د الله تعالى د قانون او شريعت سره سم تر سره شى .

ستاسې خوب او بيداري، ستاسې خوراک او څښاک او ستاسې تلل راتلل لنډه دا چې ستاسې هر کاربايد د الهي قانون او شريعت تابع او مطيع وي . (۱)

الله تعالى چې تاسې په کومو اړيکو پابند کړي ياستئ په هغو ټولو به تاسې پابندي کوئ، هغه به په همغه توګه پالئ يا ختموئ په کومه طريقه چې الله تعالى درته حکم کوي . الله تعالى چې کوم خدمتونه تاسې ته سپارلي او د دنيا په ژوند کې يې څه مسؤليتونه په تاسې ايښي دي هغه ټول بار به تاسې په خوښئ او خوشحالئ سره سمبالوئ او په هغه توګه او طريقه به يې اداء او پوره کوئ کومه طريقه او لاره چې درته د الله تعالى پيغمبرانو ښودلې ده . تاسې بايد تل په ټولو کارونو او چارو کې الله تعالى په زړه، فکر، خيال او نظر کې ولرئ او دا تصور درسره ژوندى وي چې ددې ټولو چارو حساب به زه ورکوم .

که په خپل کور کې تاسې د خپلو بچيانو سره، په کلي کې د خپلو ګاونډيانو سره، په ټولنه کې د دوستانو سره او په خپل تجارت کې د خپلو شريکانو سره کومه معامله، رويه او سلوک کوئ نو قدم په قدم کې به د الله تعالى لارښوونې په نظر کې ساتئ .

که چيرې تاسې د شپې په تياره کې ياستئ او پداسې شکل ګناه کولاى شئ چې څوک مو کتلې او ليدلاى نشي نوپه همداسې پټ حالت کې بايد ستاسې سره دا فکر، عقيده او تصور وي چې ما الله تعالى ويني .

که تاسې په يو ځنګل کې روان وئ او پداسې حال کې ګناه کولاى شئ چې هيڅ نيوونکې او هيڅ شاهدي او ګواهي ورکوونکې نه وي نو په همداسې ګوښي حالت کې بايد تاسې خپل رب او خالق په تصور کې راولئ او له جرم کولو څخه ځان وساتئ. کله چې تاسې ته دروغ ويل، خيانت او ظلم زياتې دنيوي ګټه او فايده پلاس درځى او هيڅ منع کوونکې هم نه وي نو تاسې له خپل رب او خالق څخه ويره وکړئ او هغه پدې هيله او اميد خوشې کړئ چې الله تعالى پرې خفه او نارضا کيږي .

کله چې تاسې ته په رښتيا ويلو، امانت ساتلو او نيک کار کولو باندې دنيوي زيان، تاوان او نقصان رسيږي خو تاسې خاص ددې لپاره هغه قبول کړئ چې پدې کارونو باندې الله تعالى خوښ او راضي کيږي .

نويواځې دنيا خوشې کول، په ګوښه او کُنج کې کيناستل او الله الله ويل عبادت ندى بلکې ددنيا په ټولو کارونو کې بوختيدل ، د ژوند ټول مسؤليتونه په غاړه اخستل او هغه ټول د الله تعالى د قانون او شريعت سره سم سرته رسول عبادت دى .

د الهي ذکراويادونې مطلب دا ندى چې انسان يواځې په ژبه الله الله تکرار کړي بلکې اصلي الهي ذکر دا دى چې تاسې پداسې کارونو کې بوخت شئ چې هغه د الله څخه غافل او بې پروا کوونکې وي خو سره له هغې هم تاسې خپل الله له ياده ونه باسئ او هغه درته په ياد وي .

کله چې د دنيا په ژوندانه کې د الهي قانون د ماتيدو بې شميره حالتونه او د لويو لويو زيانونو د راتللو ويره وي، نوهلته الله پاک ياد کړئ او د هغه د قانون او شريعت اطاعت وکړئ. د حکومت په څوکۍ ناست دا په ياد ولرئ چې زه د خلکو او انسانانو خداى نه بلکې خپله د الله تعالى بنده او غلام يم، د عدل او قضاء په منصب ناست او د زور زياتي توان او ځواک هم ولرئ خو دا تصور او فکر درسره وي چې زه د عدل، انصاف او برابري کولو او راوستلو لپاره مامور شوى يم. د هېواد په خزانو واکمن او هر ډول تصرف پکې کولاى شئ خو دا تصور درسره وي چې زه ددې خزانو مالک، څښتن او واکدار نه بلکې امين، ساتوونکې او محافظ يم او د يوې يوې ذرې حساب به راسره کيږي او خپل اصلي مالک ته به ځواب ورکوم .

د پوځونو او لښکرو ستر قوماندان او سپه سالار اوسئ خو د الله تعالى له ويرې د زور او ځواک په نشه کې مست نشئ . دسياست، حکومت او واکمنۍ سخت او ګران کار پلاس کې ولرئ خو سره ددې د صداقت، ريښتنولۍ، انصاف او عدل په اصولو باندې پابندي له ځان ښکاره او څرګنده کړئ .

په تجارت، سوداګرۍ، صنعت او کسب کارۍ کې بوخت اوسئ خو په هغې کې د حلال او حرام، روا او ناروا اصول په نظر کې وساتئ . پل په پل حرام په ډول او سينګار تا ته راوړاندې شي خو ستا په ګامونو کې توپير او لړزان رانشي .
هر لوري ته د زور زياتي، ظلم او تيري، دروغو، ناروا، دوکې، چل ول او حرام خوړلو لارې درته خلاصې او پرانستې وي، مادي برياليتوبونه او مادي خوندونه په لاره کې درته د هر کلې او استقبال لپاره ښه په ډول او سينګار ولاړ وي خو ددې ټولو په لاره کې درته خنډ او مانع د خپل رب او خالق ويره او خوف وګرځي .

د الله تعالى د دين او حدودو په عملي کولو کې درته په زرګونو خطرونه، ويرې او ډارونه را مخې ته شي. د عدل، انصاف او حق په عملي او ساتلو کې درته د ځان او مال خطر پيداشي، د اسلام او دين په لاره تلل د زمکې او اسمان سره د ښمني او مخالفت معلوم شي خو سره ددې هم ستاسې ګامونه او اراده لړزانده نشي او ستاسې په تندي باندې ګونځې را پيدانشي اوهمدا اصلي عبادت دى، همدا الهي ذکر دى او يادونه، همدا ذکر او الهي يادونه ده چې په قرآن مجيد کې ورته اشاره شويده:
فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [الجمعة: ١٠] ( کله چې لمونځ ختم شي نو په ځمکه کې خپاره شئ،د الله پاک د فضل لټون وکړئ او الله ډېر زيات يادوئ ترڅو چې تاسې برى ومومئ).
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) په اوسني وخت کې يو سړي د شرعي قانون (Moral Law) او طبيعي قانون (Physical law) ترمنځ توپير او فرق له نظره غورځولې او د بې لارۍ او ګمراهۍ لوى فتنه او فساد يې پيداکړې . د هغه په آند الهي عبادت د طبېعي قانون پيروي او مننه ده که هغه د شرعي قانون سره برابر وي او که نه وي، د هغه په آند هغه خلک هم عابدين، زاهدان، الهي خليفګان او صالح مؤمنان دي چې د طبيعي قانون سره سم ساينسي کشفيات کوي او نوي ګټور شيان خلکو ته وړاندې کوي سره لدې چې پدې کار کې د شرعي قانون پابندي هم ونکړي .

دا داسې لوى او ستره غلطي ده چې کفر يې اسلام، بغاوت يې عبادت او معصيت يې طاعت ګرځولې دى . هغه لدې څخه ناخبره دى چې د اسلام د راتللو اصلي او بنيادي مقصد، هدف او موخه دا ده چې انسان د طبيعي قانون څخه د شرعي قانون په اساس کار واخلي، که چيرې انسان يواځې د طبيعي قانون تابع کيدل وي نو بيا دومره پيغمبرانوﷺ او اسماني کتابونو ته څه اړتيا او ضرورت وو، ددې لپاره خو يواځې حيواني فطرت هم بس او کافي وو، که انسان يواځې د طبيعي قانون پابند ګرځول وي نو بيا د انسان او حيوان په منځ کې فرق او توپير څه شى دى؟ که چيرې انسان څاروي حلالوي او بيايې خوري نو که يوبل زورور انسان همدا انسان وخوري نو د کوم طبيعي قانون مخالفت يې کړى دى ؟

که يو قوم او هېواد زيات اتوم بمونه او پوځ جوړوي او نور انسانان خپل غلامان او بندګان ګرځوي نو دا خو يو طبيعي قانون دى. دا ډول خبرې، نظريات او فکرونه انسان د انسانيت له درجې او مرتبې څخه راښکته کوي او د ضرري او څيرونکو ځناورو په ډله کې يې ودروي. د اسلام څخه دا ډول نظريات په ميلونو لرې دي، چې د انسان دا ډول حيوانيت او ځناورتوب په عبادت کې وشماري ))

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د په اسلامي عبادتو څېړنيز نظر کتاب

مولانا ابوفاروق

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب