د لمانځه ډولونه – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! لمونځ په څو ډوله دی؟

ځواب: لمونځونه په څلورو ډولونو وېشل کېږي:

۱ـ فرض.

۲ـ واجب.

۳ـ سنت.

۴ـ مستحب.

فرض لمونځونه په دوه ډوله دي:

فرض عين او فرض کفايي.

فرض عین: هغو لمونځونو ته ويل کېږي چې بايد هر څوک يې اداء کړي او ترې پاتې نه شي.

د بېلګې په توګه: د ورځې پنځه ګوني لمونځونه (۲ رکعته سهار، ۴ رکعته ماسپښین، ۴ رکعته مازديګر، ۳ رکعته ماښام او ۴ رکعته ماسختن) او د جمعې ۲ رکعته لمونځ.

فرض کفايي: هغو لمونځونو ته ويل کېږی که له يوې ټولنې څخه يې يو کس اداء کړي بیا نور غړي اړ نه دي چې هغه ترسره کړي، خو کله چې يو يې هم اداء نه کړي بیا ټول ګناهګار کېږي، لکه د جنازې لمونځ.

واجب لمونځونه: لکه د وتر، کوچني اختر او لوی اختر لمونځونه چې اداء کول يې اړين دي.

سنت لمونځونه: عبارت دي له دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې، څلور رکعته د ماسپښین له فرض لمانځه نه مخکې او دوه رکعته وروسته له فرض لمانځه، دوه رکعته د ماښام د فرض لمانځه نه وروسته او دوه رکعته د ماسختن له فرض لمانځه څخه وروسته .
مستحب لمونځونه: هم لکه چې نفل او تهجد لمونځ بايد په يوازېتوب ترسره شي، یوازې د تراويح لمونځ لوستل په جماعت کې سنت دي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب