نور نو مڼې خوړل هېر نه کړئ!

په رښتیا هم چې د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټره لرې وساتي. دغه خواړه له چاغوالي مخنیوی کولو او اعصاب تقویه کولو سربیره نورې ډیرې ګټې هم لري.

۱- مڼه مو له سرطانه ژغوري: یوه مڼه زمونږ د بدن یوې ورځې د ویټامین سي او فایبر اړتیا ۱۰٪ پوره کوي. ويټامین سي د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو سره د سرطان مخه نیسي. او فایبر په انسان کې د غټو کولمو سرطان خطر کمولو سربیره د اضافي وزن زیاتیدو مخه نیسي.

۲- کولیسټرول ټیټوي: مڼه د فایبرو غوره منبع ده. یو ډول فایبر چې په مڼه کې شتون لري د پیکتین په نامه یادیږي چې په بدن کې غیر صحي کولیسټرول کموي. په کولسټرول اخته نارینه باید هره ورځ له ۳۰ څخه تر ۳۸ ګرامه او ښځینه باید له ۲۱ څخه تر ۲۵ ګرامو پورې مڼې وخوري.

۳- زړه د حملې مخه نیسي: څیړنه ښيي چې هغه خلک چې له سپین رنګه میوې او سبزیجات استعمالوي په هغو کې د زړه حملې خطر تر ۵۰٪ پورې ټیټیږي. په یوه ورځ کې د سپین رنګی میوې یا سبزیجاتو له استعمال سره د زړه حملې خطر ۹٪ کمیږي او که څوک غواړي دغه اندازه زیاته کړي نو باید د سپین رنګې میوې او سبزیجاتو استعمال دې زیاته کړي.

۴- ذهني وړتیا زیاتوي: مڼه یو له هغو میوو څخه ده چې اعصاب تقویه کوي. یوه مڼه د یو پیاله کافي په اندازه کیفین لرلرو سربیره خاصه اندازه قندي مواد هم لري کوم چې اعصاب او ذهن په تقویه کوکولو کې مرکزي رول لري.

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب