د لمانځه پرېښودلو حکم څه دی؟

بی له عذره یعنی په قصدي توګه لمونځ پریښودل ستره ګناه ده.ځکه ددې ګناه کوونکی ته په آیتونو اوحدیثونو کی ډیر عذابونه بیان سوي دي، الله جل جلاله فرمایي، فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلوةَ وَآتَّبَعُوالشَّهَوتَ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیَّا(۵۹) اِلاَّ مَنْ تَابَ وَامَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولَئِکَ یَدْخُلُوْنَ الجَّنَةَ وَلَا یَظْلَمُوْنَ شَیْئًا(۶۰) سورت مریم

ژباړه بیاتردوی وروسته داسی کسان پیداسوه چي لمونځ یې نه کاوه او دخپلو خواهشاتو تابع اوسیدل،ژربه دغه کسان دډیروبدویالو سره مخ سي،مګر نه هغه څوګ چي توبه وباسی، ایمان راوړه اونیک عمل وکړه،دغه کسان به نوجنت ته ځی اولیږغوندي ظلم به هم ورباندی نه کیږی.

په دی آیت کریمه که الله جل جلاله دتیرو کسانو دببان په تعقیب دهغه کسانو وکړ چه لمونځ نه کوي او خپل نفس دغوښتو تابع وی،دوی به بدی پایلی وویني یعنی الله به عذاب ورکړي.

دلمانځه نه کونکی په اړه رسول اکرم فرمايي: لا تترکن الصلاة متعمدًا فأنه من ترک الصلاة متعمدًا فقد برئت منه ذمته الله ورسوله (اخرجه احمد)

ژباړه: تاسو لمونځ مه پریږدئ،څوک چه په قصدي ډول لمونځ پریږده دالله ذمه څخه وواتی څوګ چي دالله په ذمه کي نه وی هغه کس ددنیا او آخرت د تکلیفونو څخه ځان نه سی ساتلای.

your ads

لمونځ چی تر ډیروعملونو ښه عبادت دئ اودالله رضا پکښی نغښتی ده ځکه نو دقیامت په ورځ یی حساب پیل شی الله لومړه دلمانځه پوښتنه کوی، ځکه رسول الله فرمائی: وعن ابی هریرة رضی الله عنه قال: رسول الله صلی الله علیه وسلم أن اول مایحاسب به العبد یوم القیامة من عمله صلاته فأن صلحت فقد افلح وانجحوان فسدت،فقد خاب وخسر (أخرجه الترمیذی)

ژباړه:لومړی شی چی دبنده سره دقیامت په ورځ حساب کیږی لمونځ دی،دچاچي لمونځ صحیح وی خلاص او کامیاب به دی،دچاچي لمونځ نیمګړي وی خاوري په سر او تواني به وی.

پاته دي نه وی دلمانځه دپریښودلو په په اړه خورا زیات احادیث راغلی دی چه دټولو رانقلولو ګران کار دی أن تر دې چي رسول الله لمونځ دکافر اومسلمان ترمنځ فرق ښوولی دئ او ځینی ځایونه رسول الله کافرورته ویل که څه په لمانځه پریښودلو څوک نه کافر کیږی مګر دومره ستره ګناه ده لکه کفر (اللهم اجرنا منه)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب