اسلام مشاهیر

ابن سینا، د اسلام ستوری چې ګوګل ترې یادونه وکړه

د لټون لوی ماشین ‘ګوګل’ د هر کال اګسټ میاشت کې د ابن سینا زوکړه لمانځی. دغه مسلمان عالم پاموړ علمی څېړنې کړې دی. سږ کال یې هم د هغه د زوکړې ۱۰۳۸تلین ولمانځله.

ابن سینا ته په لوېدیځ کې هم تېر کې پاچاهانو، پوهانو او څېړونکو ډېر درناوی درلود، ځکه د نوموړی له بېلابېلو لاسته راوړنو په ګرده نړۍ کې ګټه اخیستل شوې او همدا ده چې په طب کې د لویو لاسته راوړنو له کبله لوېدیځوالو د ‘طب پلار’ بللی دی.

د بلجیم یوه تاریخپوه جروج ساټون د ابن سینا په اړه ویلی: ”ابن سینا یوه لویه فکری پدیده ده، چې په منځنیو پېړیو کې فلسفه کې د ده په شان بل هېڅ ذکی انسان نه دی تېر شوی.”

ژوند یې

ابو علی الحسین بن عبدالله بن الحسین بن علی ابن سینا د ځینو تاریخی کتابونو پربنسټ د اوسنی اوزبکستان اقشنه کلی کې په ۹۸۰ کال زیږېدلی. پلار یې د افغانستان اوسنی د بلخ ولایت و.

ابن سینا د اوسنی ایران همدان کې د ۵۸ کلونو په عمر وفات شوی. نوموړی په طب او فلسفه کې د خپل وخت مخکښ عالم او سرلاری و.

سټیفن هاکېنګ څوک و او څه یې وکړل؟

قاهره کې د سید جمال الدین افغان مجسمه

سید جمال الدین افغان او له مصر سره یې تړاو

وروسته تر هغه چې د یوه امیر په درملنه کې د هغه وخت طبیبان پاتې راغلل، خو ابن سینا پکې بریالی شو، د هغه وخت واکمنې سامانی کورنۍ د واکمنۍ پرمهال فارس کې ابن سینا ته د خپل شخصی کتابتون جوړولو اجازه ورکړل شوه، چې د هغه وخت تر ټولو بډایه کتابتون و.

په هغه وخت کې د نوموړی له کتابتون د یوه علمی مرجع په توګه ګټه اخیستل کېده.

ابن سینا همدان ته له سفر وروسته هلته د امیر شمس الدین بویهی وزیر وټاکل شو، د امیر له مړینې وروسته، اصفهان ته واړ چې په طب کې خپل مشهور “په طب کې قانون” او “الشفاء” کتابونه بشپړ کړی.

د اسلام ارسطو

ابن سینا خپل پلرنی کور کې له حدیثونو او مناظرو ډېره ګټه اخیسته. قرآن کریم یې په لس کلنۍ کې حفظ کړ، په عربی او فارسی ژبه یې ګڼې شعری قصیدې هم یادې وې.

په ۱۸ کلنۍ کې یې طب، فلسفې او شرعی علومو ته مخه کړه.

له ارسطو او فارابی وروسته فلسفه کې ابن سینا تر ټولو ډېر مهم شخصیت ګڼل کېږی، چې مسلمانانو د “اسلام ارسطو” بللی، لامل یې دا دی چې هره موضوع یې د ناقد او شنونکی په توګه د علمی دلایلو پربنسټ څېړله.

د نوموړی دا خبره ډېره مشهوره ده چې وایی: “فیلسوفان د نورو خلکو په شان دی، ځینې وخت په حقه وی خو غلطېږی هم.”

دا چې ابن سینا په خپل عصر کې په علمی ډګر کې ساری نه درلود، ځینو پرې د “بې دینۍ” تور ولګاوه.

ابن سینا په شمسی دایره کې د زهره ستوری د تېرېدو نظریه رامنځ ته کړه، چې بیا وروسته انګلیس ستورپوه جیرمیا روکس په اولسمه پېړۍ کې همدا نظریه تایید کړه.

د ستورو د څار په اړه ابن سینا یوه اله اختراع کړه، چاپېریالی کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او په دې برخو کې یې ګڼ کتابونه ولیکل.

په جیولوجۍ کې یې ګڼې څېړنې وکړې، د ډبرې، غرونو، معادنو، زلزلو او د ورېځو، باران، ګرمۍ، کنګل کېدو، یخنۍ او شنې زرغونې (د بوډۍ ټال) رامنځ ته کېدو د کیفیت په اړه یې ډېرې څېړنې وکړې.

د ابن سینا د کتابونو شمېر تر ۲۰۰ اوړی، چې ډېر یې په جیولوجۍ، بیولوجۍ او ستورپوهنه کې دی.

په ریاضی، طبیعی علومو او طب کې یې هم مشهور کتابونه لیکلی، چې تر اوو پېړیو پوهانو د یوه معتبر مرجع په توګه ګټه ترې اخیسته.

د انسان د بدن غړی او هغه ناروغۍ یې تشریح کړې، چې تل انسان ورسره مخامخ وی، لکه مینینګیټس، زیړی او د مثانې تیږه.

ابن سینا لومړی طبیب و، چې د طب نړۍ ته یې روانی درملنه وراضافه کړه او لومړی ځل یې د ګوګړ جوړېدو طریقه تشریح کړه. کیمیا یې شرح کړه او د ګڼو درملو جوړېدو طریقه یې په ډاګه کړه.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close