آيا په اوسنيو مروجو جرابو مسح روا ده؟
دا اوسنی مروجی جرابی چه په بازار کی خرڅیږی که سړی یو جوړ یا دوه جوړه په پښو کړي نو بیا د مسح حکم پرې کیږي او که نه؟
یعنې کېدای شي چې سړی سهار د اوادسه وروسته په اوداسه حالت کې سم د لاسه دغه اوسنۍ جرابۍ یو جوړ یا دوه جوړه په پښو کړي او بیا د ماسپیښین او مازدیګر اودسونو ته پری مسح وکړي.
په داسی حال کې بوت پاک وي او پښی په کوم داسی ځای کی چه چټلی شي یا اوبه جذب کړي ونه لګیږی.
هیله ده په دی اړوند مفصل ځواب راکړی.
په احترام
و علیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د جرابو په مسحه کې د صحابه کرامو او مذاهبو اختلاف دی د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په موزو باندې مسحه کول په کار دي . ځنې په جورابو باندې مسح کول جايز بولي لکه ابن شيبه چې د ځنو صحابو اثار نقل کړی دي :
خليفه راشد عمر فاروق رضی الله عنه به په جورابو باندې مسح کوله (مسند احمد ۱/۱۴)
أن أبا مسعود البدري كان يمسح على الجوربين. (ابو مسعود به په جورابو مسحه کوله)
عن عقبة بن عمرو أنه مسح على جوربين من شعر. (له عقبه بن عمرو نه نقل شوي چې هغه به په جورابو چې له وړیو به جوړې وې مسحه کوله)
قال الحسن وسعيد بن المسيب: يمسح على الجوربين إذا كانا صفيقين. (حسن او سعید بن المسیب وايي: په هغو جورابو چې ډبلې وي مسحه صحیح ده)
عن إبراهيم النخعي أنه كان يمسح على الجوربين. (ابراهیم النخغي به پر جورابو مسحه کوله)
وعن ابن عمر قال: المسح على الجوربين كالمسح على الخفين. (عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وايي: چې پر جورابو مسحه داسې ده لکه پر موزو چې وي)
(رواه ابن ابې شيبه ) .
دوهم قول د ابوحنيفه ، شافعی ، او مالک رحمهم الله دی چې په يوازې جورابو نه بلکي جورابو د نعلين سره ، په موزو باندې مسح کول جايز دي .
دوی هم پر ځینو روایتونو استدلال کړې دی چې ځنې یې بیهقي روایت کړي دي:
عن عبد الله بن كعب يقول: رأيت علياً بال ثم مسح على الجوربين والنعلين. (عبدالله بن کعب وايي: ما علي رضي الله عنه ولیده چې له قضای حاجت نه وروسته یې پرجورابو او موزو (دواړو) يې مسحه وکړله)
وعن خالد بن سعيد يقول: رأيت أبا مسعود الأنصاري يمسح على الجوربين والنعلين. (خالد بن سعید وايي: ما ابو مسعود انصاري ولیده چې یې پرجورابو او موزو (دواړو) مسحه یې وکړله)
وعن إسماعيل بن رجاء عن أبيه قال: رأيت البراء بن عازب بال ثم توضأ فمسح على الجوربين والنعلين ثم صلى. (ما براء بن عازب ولیده چې له قضای حاجت نه وروسته یې اودس وکړ او پر جورابو او موزو یې مسحه وکړله او بیایې لمونځ وکړ)
د جرابو په مسحه کې د صحابه کرامو او مذاهبو اختلاف دی د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په موزو باندې مسحه کول په کار دي .
په هر صورت په دې مسئله کې اختلاف دی، خو که چېرې په جورابو مسحه هم کوئ نو باید ډبلې وي، نه دا بهاري نازکې جورابې.
والله اعلم