پاکوالی(طهارت) څه ته وایی؟

طهارت کتاب، د پاکوالي متعلق(روا او ناروا) معاني تعریفات،احکام، مصادر او اړوند مسایلو توضیح او تشریح ده .

پاکوالي(طهارت)معنی

پاکوالی په لغت کې هر ډول ښکاره اوپټو پليتیوو څخه ځان خلاصولوته واي.
په اصطلاح کې حقیقي نجاست او حکمي نجاست لرې کولو ته وايي.

طهارت فقې اصطلاح

طهارت(پاکوالی) فقهي اصطلاح دی چې د نجاستونو(حدث اکبر اوحدث اصغر) د پاکوالي په معنی ایفاده کیږي.
لکه غسل، اودس، تیمم او د نجاستونو وینځلو ته ویئل کيږي.
د ځینو علماوو په قول طهارت عبارت دی د دریو اندامونو(مخ، لاسو او پښو) وینځل او د سر مسح یعنې اودس.

پاکوالی
اودس

طهارت په څومعانیوو

د طهارت(پاکوالي) اړوند چې څومره تحقیق او تشریح شوی،تقریباً د دټولو قرأتونو او تشریحاتومقصد مراد یو دی.
مفردات راغب لیکلي: دعلم اللغت ځینو پوهانو طهارت په څو مترادفو کلمو معنی او تعریف کړی، پاک، پاکوالي او نظافت.
همدا رازد(تسهیل الهدایه)په توضیح او تشریح (طا)  د زور(فتحې)په قرأت(طَهارت) د پاکوالي مصدر ته ویلی شي د پاکوالي او نظافت په معنی .
دویم: (طا) د پیښ(ضمه) په قرأت(طُهارت) پاکواوبو ته وايي چې په استعمال ئې پاکوالی تر لاسه کیږي، لکه د باران، ویالوو روانې اوبه،سیندونو، چینو، کوهیانو او…
دریم:(طا) د زیر(کسرې) په قرأت(طِهارت) اسباب د پاکوالي لکه پاکه خاوره دتیمم لپاره،همدا راز په کومې زمکي ادرار وکړی شي، لمونځ پرې نه دی صحي تر هغې  چې د لمر وړانګې ئې وچي کړي، دلته سبب د پاکوالي د لمر وړانګې دي، همدا راز پاکه زمکه،واښه اونور پاک توکي د چاړه ،تورې او ورته اجناسو پاکوالي لپاره سبب د پاکوالي دی.

پاکوالی فرضیت

له نا پاکۍ(حدث) طهارت(پاکوالی) په خپل ذات کې په خپله فرض نه بلکې د دیني فریضو لکه لمونځ ،طواف د بیت الله او د قرآنکریم د ايتونو مسحي لپاره فرض دی.
طهارت(پاکوالي) د وجوب سبب درې دي.
لمړی: حکمي نجاست لکه بې اودسي، جنابت،د ښځو میاشتني عادت،نفاس او مړینه.
دویم: په بدن او کالیو د ظاهري نجاست وجود .
دریم: حلال حیواناتو تذکیه یعني له حیوان څخه په ذبح او نحرد مسفوحه وينې(روانې مردارې وينې) وتل.

لیک: احمد الله عاطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب