د روژې پای؛ آیا ما د روژې حق ادا کړ؟

قال الله تعاقلی : ولتکملو العدة ولتکبروالله علی ما هداکم لعلکم تشکرون ( ۱۸۵ )

ژباړه : د مياشت په ليدو په تاسو باندي روژه فرض شوه ددي لپاره چې تاسو د روژي شمار ه پوره کړئ ، او بيا د الله تعالی لویي بیان کړئ په هغه طريقه چې تاسوته یې ښوونه کړې.

تشريح :الله تعالی دخپل فضل اواحسان له مخي موږ ته درمضان المبارک مياشت راعطاکړه ، کله چې دغه مبارکه مياشت پای ته نږدي کيده الله تعالی دغه آية نازل کړی : ولتکملوا العدة ولتکبروالله علی ماهداکم ولعلکم تشکرون

یعني ددغي مياشتي روژي مودرمضان المبارک دمياشتي په ليدو په تاسو فرض کړی ددي لپار ه چې تاسو دديرشو ورځو شميرپوره کړئ ،

په دغه آیة کي الله تعالی دخپل کرم اوترحم له امله دي عاجزه بندګانوته عجيبه تسلي ورکوي ،

یعني هرکله چې مسلمان دروژي په مياشت کې روژي نيولي وي نو په وتلو سره يې فکر کوي چې له موږڅخه دروژي دعبادت حق ادانه کړای شو، یعني څرنګه چې دروژي حق وهغه سې موادانه کړی، نوځان دروژي داجرونواو فضائلو څخه محروم ګڼې . اوله دي سره انسان په يوه انديښنه کې راګیریږي : نوالله تعالی دوئ ته تسلي ورکړه چې تاسوبه دروژي حق څه اداکړئ ، دروژي حق نشئ اداکولی ،بس تاسو یوآځې دروژي شمار پوره کړئ ،اودالله تعالی لويې بیان کړئ ،څرنګه چې تاسوزمادحکم تعميل وکړ زمادحکم په تعميل کې مو خوراک څښاک نفسي خواهش ترک کړل بس همدغه زما درحمت لپاره کفایت کوي داسمه خبره ده چي تاسوکمزوره یاست لکن رب مو خپل رحمت ته ګوري اودرحمت تقاضاداده چي شمارپوره شي بس ثواب ورکول شې اوالله تعالی ته نږدي شي

په حديث شريف کې راځې چي داخترشپي ته په اسمانوکې لیلة الجائزه ويله کيږي یعني هغه بندګانوچي په رمضان کې يې دورځې ځان دخوراک څښاک اونوروشيانوڅخه منعه کړی ؤ، اودشپي يې قيام یعني تراويح کولي ، نودمياشتي په پوره کيدو دالله تعالی دحکم دتعميل په بدله کې انعام ورکول کيږي ،او په دغه شپه کې الله تعالی زموږ په شان ډيروکمزوره بندګانوته هم عفوه کوي

اوبياالله تعالی ددغه اجرونو دترلاسه کولو ځای اومحل ته اشاره وفرمايله : ولتکبروالله ، يعني کله چې مو شماره پوره کړه نوبیادالله تعالی لويې بيان کړئ

او دصبا داختر دلمانځه ته ولاړشئ ، یعني صباداخترپه لمانځه کي دالله تعالی لويې بيان کړی له دغه لمانځه څخه يې په تکبيرونو ځکه تعبير وکړ چې په دغه لمانځه کې تکبيرونه زيات دی ، همداراز چې کله امام خطیه وایې : نودخطبی په مينځ کي ډیر ډیر تکبيرونه ویل سنت دی ، الله اکبر الله اکبر .

چي کله مسلمانان داخترلمانځه ته راجمع شي نوالله تعالی ملايکه وته وايې وګورئ کله چي مزدور خپل کار سرته ورسوي نوبدله یې څه ده ؟ ملايکه ورته وايې : چې بايدپوره پوره بدله ورکړه شې .

اوبيا الله تعالی اعلان کوي

لابدلن سياتهم حسنات دغه خلګوغلطياني به په ثوابونووربدلي کړم ددغه تورو یوه معنی داده چي دا کمزره بندګان دي که دعبادت حق يې صحيح نه دی اداکړی ،کله به يې دعبادت لوري ته توجه نه وه اوکله به له نوروحدودو تيريدل خوڅرنګه چې اوس راغلي اوناست دي او دخپل تقصيراتوفکر ورسره دی چي دروژي حق موادانه کړ بس ټولو ته دمغفرت حکم دي

اوبیا الله تعالی ارشادوکړ

لعلکم تشکرون : یعنی الله تعالی ستاسو دغه مات ګوډ عبادات او روژه قبوله کړه   ددي لپاره چي دالله تعالی شکر اداکړي ،

ملخص من ابن کثېر وروح المعاني وابي سعود ومن تقریرشیخ الاسلام العثمانی .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب