په فاسدو مجلو او وېب سایټونو کې د کار کولو څه حکم دی؟

له ګرانو مینه والو څخه یوې خور په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې:

زه د ژرورنالیزم له څانګې څخه فارغه شوې یم، او خپل لوړ تحصیلات او تخصص مې په میډیا (Media) او رسنیو کې ترلاسه کړی دی؛ او کله مې چې وظېفې تهApply) ) او په اړه پلټنه وکړه؛ نو د دندې د ترسره کولو لپاره مې په یو وېب سایټ ته مراجعه وکړه؛ او له مراجعې وروسته مې هلته د ځان لپاره دنده هم وموندله؛ بیا مې د دې نوې دندې په اړه دقیق معلومات هم ترلاسه کړل؛ نو پوهه شوم چې دا وېب سایټ په اصل کې د فحشاء او بداخلاقیو د خپرولو لپاره کار کوي؛ د بې ګټو مقالو د خپرولو تر څنګ په بصري (لیدیزه) برخه کې ویډیوګانې او بربنډ او نیمه بربنډ عکسونه هم خپروي، په چاپي برخه کې مجلې هم لري چې بېرته د همدې وېب پاڼې مقالې پکې خپرېږي، او په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې: دا ویب سایټ حتی د اسلام پر ضد خپرونې هم لري. ددې تر څنګ د اسلامي علماوو او دعوتګرانو پر ضد افواهات خپرول، بیا د دوی د اجنډا یوه بله برخه ده؛ نو آیا زما لپاره دا جائز دي چې کار ورسره وکړم؟

ځواب:
د قدرمنې خور ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: د اوسني عصر له سترو فتنو څخه یوه خطرناکه فتنه ،د ماډرن ساینس او نوې ټیکنالوژۍModern Science & Technology) ) فتنه ده چې تاسې د هغې یو لړ زیانونو ته اشاره وکړه؛ په اوسني عصر کې وینو چې یو لړ فاسده او اسلام دښمنه تجاران، د اسلام پر ضد په دې بد مرغه جګړه کې خپله پانګه او سرمایه مصرفوي. دا خلک د هوا او د هوس په لومه کې لوېدلي دي او شهوت د دوی پر اعصابو غلبه کړې ده. دوی د لوی څښتن تعالی د مؤمنو بندګانو تر منځ هره ورځ فحشاء خپروي، ځوان نسل مو په بداخلاقیو او اخلاقي رنځونو اخته کول غواړي، کله وینو چې دوی د مجلو په بڼه او کله بیا د انټرنټي ویب سایټونو په شکل د شیطان د خوشحالتیا لپاره شپه او ورځ کار کوي.

ښځه چې له هډوکو، غوښو او وینو څخه جوړ شوی مخلوق دی؛ او د نورو انسانانو په څېر د خوندونو او عیبونو درلودونکې ده، دوی یې یو شریف انسان نه ــ بلکې د خپل شهواني ځواک د خړوبولو لپاره د ښکلا او جمال یو سمبول ګڼي ــ؛ نو له همدې کبله په خپلو مجلو او وېب سایټونو کې د هغوی بربنډ او نیمه بربنډ عکسونه خپروي. بل لوري ته د دوی دا شوم پلان زمونږ د ځوان نسل وېده شهوتونه راپاروي، دوی د هغو ښکارچيانو په څېر دي چې د همدې مبتذلو رسنیو پر مټ زمونږ د اسلامي امت د دین دوسته ځوانانو عقیده، فکر، ایمان او اخلاق فاسدول غواړي، او اخلاقي انحراف او بې لاریو ته ورته بلنه ورکوي، او د جهالت په کنډوالو یې له ځان سره روانول غواړي؛ او لکه څرنګه چې تاسې ورته اشاره وکړه، له بده مرغه دا شیطان صفته انسانان د اسلام د سپېڅلي دین په اړه خرافات او د غرب په لمسه تورونه او تهمتونه، او بې درېغه دروغ هم خپروي.

دوی په ډېرې ځیرکتیا او هوښیارۍ سره بدعتونو او بې لاریو ته بلنه ورکوي او زمونږ مؤمنې او دین دوسته خوېندې بدحجابیو ته رابولي، په یوه او بله بهانه د دوی څخه غیرت غلا کوي، د لغړو انځورونو په خپرولو مو ځوانان په خپلو لومو کې ګېر پاتې کول غواړي، شاید تاسې به هم لیدلی وي چې، دې هدف ته د رسېدلو لپاره دوی په خپلو دفترونو کې داسې کاري چاپېریال رامنځ ته کوي چې هلته به د ځوانانو سره د پیغلو انجونو خنداګانې او زیانمنې خبری تر غوږو کېږي. تیلیفوني او پیامکي ارتباطات به د دوی تر منځ تبادله کېږي او کله کله خو به دې انجونو او هلکانو ته بهرني ګډ سفرونه هم په پام کې نیول کېږي، هره ورځ په دفترونو کې یوځای ناسته پاسته او ګډ کاري چاپېریال کې کار کول، خو د دوی د روټینيroutine) ) ژوند یو عمده برخه ګرځېدلي وي، او دا ټول حرام کارونه پرته له دې چې ددې انجونو سره یو شرعي مَحرَم موجود وي، د دوی په دفترونو او انجوګانو (N. G. O s) کې لېدل کېږي.

دوی زمونږ په زړونو کې د ایماني نور وژل غواړي، د شهوت پارونکو کیسو او داستانو په ویلو سره زمونږ پاک لمنې او باعفته خوېندې د شرم او بې ننګۍ په لوري رابولي. کله ورته د فلمي اکټرانو او سینمائي انجونو کیسې اوروي؛ او کله ورته د مشهورو ډمانو او پېژندل شوو ډمو (انجونو) نومونه، البومونه او په زړه پورې خاطرې او شعري ټوټې یادوي، دوی په ډېرې ځیرکتیا او ذکاوت سره بدیو ته لفظي ښکلا او عشق ته راز راز نومونه ورکوي؛ خو ددې څخه یې هدف، زما او ستا په بدن کې د شهوت پټ اور ته لمن ووهل او د شیطان په لمسه د ایماني ښکلا او خوشحالتیا سوزول دي او بس.

نو اوس تاسې ووایئ چې: آیا په داسې یو ککړ او فاسد چاپېریال او له دغو میکروبي خلکو سره د ګډ کار کولو په نتیجه کې به څنګه د یو چا په زړه کې د غیرت ولولې، د کامل ایمان رڼا؛ او د سپېڅلو اخلاقو څرک پاتې شي؟

کله چې ټولنیزه اوضاع همداسې حاکمه وي؛ نو آیا زمونږ ځوان نسل به د وخت په تېرېدو سره له دوی څخه متاثره نشي، او بیا به زمونږ د مؤمنو وروڼو او خوېندو، په فکرونو، ویناوو او حتی لباس کې هم بدلون رامنځ ته نشي؟

دا پورته خبرې زمونږ د اسلامي ټولنو هغه دردناک اړخونه دي چې مونږ ورڅخه ځوریږو؛ دا د انسان په جامه کې هغه شیطاني تجاران دي چې دوی غواړي؛ تر څو زمونږ د ځوانانو روڼ مستقبل د تیارو په لوري یوسي. کله چې د مکې لرغونې تاریخ لولو؛ نو جوتیږي چې اسلام د مکې هماغه فاسده ټولنه کې د جاهلیت ټول بدمرغه دودونه او ناوړه رواجونه له منځه یووړل؛ خو ددې عصر د أبوجهل د لارې دا لارویان اوپلویان یو ځل بیا د هماغه له منځه تللي او مړ شوي جهالت بیا را ژوندي کول غواړي.

نو تاسې ووایئ چې: آیا مونږ اوس په دې اړه او د خپلو ځوانانو وروڼو او خوېندو د نجات لپاره مسؤلیت په غاړه نه لرو؟
د حق او د باطل په دې روان کشمکش کې آیا اسلامي دعوتګران او خیر غوښتونکي کسان باید بېداره ونه اوسي؟

که په لنډه توګه د ګرانې خور پوښتنې ته راوګرځو؛ نو ویلی شو چې: د علمي څېړنو او د دالافتاء د دائمي کمېټې هغه فتوا چې په دې اړه یې بیان کړې ده، داده چې: په دې ډول مجلو، وېب سایټونو او دفترونو کې کار کول جواز نلري.

په اوسني عصر کې همدې ډول وظیفو ته چې کله څوک د دوی دفترونو ته ورځي؛ نو په ډېرې ځیرکتیا سره دوی دې پوسټونو او وظیفو ته، کله د قلمي همکار نوم ورکوي، یا ورته د اداري پوسټ په نامه او د نشراتو د مسؤل نوم ورکوي؛ او یا ورته د مارکیټنګ Marketing) ) او بازاریابۍ د مسؤل نوم غوره کوي او داسې نور….

په اصل کې باید له دوی سره کار ونشي؛ او دا ځکه چې زمونږ له دوی سره ګډ کار کول په حقیقت کې د ګناه د خپرولو لپاره له دوی څخه د خپلې همکارۍ او ملاتړ کولو اعلانول او د فحشاء د خپرولو په پروسه او بهیر کې له دوی سره د موافقې ښودل دي؛ که چېرې مونږ له دوی سره کارو وکړو؛ نو بیا به زمونږ په اسلامي ټولنو کې فساد نور هم قوت او انتشار ومومي؛ او نېک کارونه او تقوی به زمونږ په ټولنه کې ذوب او ویلي شي، قرآن کریم زمونږ لارښود او د ژوند کتاب دی، په دې اړه مونږ ته لارښوونه کوي او په ډاګه سره ارشاد فرمائي چې: ﴿وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ (سورة المائدة 2 آیت).

ترجمه: او تاسې (له یو بل سره) په نېک کار او تقوی کې مرسته (او یو د بل ملاتړ) وکړئ؛ او په ګناه او عُدوان (تجاوز او حق تلفیو) کې یو له بله خپل ملاتړ مه اعلانوئ؛ او د لوی څښتن تعالی څخه ووېرېږئ، چې بېشکه هغه (د خپلو مُتخلِّفینو او سرغړوونکو بندګانو لپاره) د سخت عذاب ورکونکی دی.

نو زمونږ مؤمن مسلمان وروڼه او خوېندې باید د یوې مُطمئنې او شرېفې وظیفې په لټه کې واوسي، د حلالو او ګټورو خوړو لپاره دې خپلې بشري هلې ځلې په لاره واچوي؛ دې هدفت ته د رسېدو لپاره دې لارې او درکونه ولټوي او د ناروا وظیفو؛ او له بدکارانو سره له دندې ترسره کولو څخه دې خپل ځانونه په کلکه وژغوري؛ او څوک چې له خپل خالق تعالی ــ جل جلاله ــ څخه په رښتینې توګه ووېرېږي؛ نو د ستونزو څخه د بیرون راوتلو لپاره به الله تعالی ــ جل جلاله ــ دوی ته د خپلو پټو خزانو څخه مختلفې لارې پرانیزې او له داسې درکه به ورته روزي ورکړي چې د دوی په چورت او ګومان کې به هم نه راګرځي.
ــ والله أعلم ــ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب