ادب او پښتو
-
پښتو لنډۍ ۱۸- پیل په پ
پټکی پر منځ دوروځو کېږده ~ وطن پردی دی چې ډاډه درسره ځمه پټکی پر منځ دوروځو کېږده ~ زۀ دهمزولو پۀ ټولۍ کې ناسته يمه پټ مې پۀ زړۀ کې ډېر يادېږې ~ دچادمخه ښۀ راغلی نۀ درکومه پراخندګل مې سلام وايه ~ زماج
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۷- پیل په پ
پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی ~ مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی ~ جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه پاس پراسمان راشه رامداره ~ داسمې لارې راڼېزونيولې دينه پاس پراوږودې منګی مات شه ~ چ
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۶- پیل په ب
باڼۀ دې غشي ديارۍ دي ~ زۀ دې دوروځو پۀ ليندۍ ويشتلی یمه باور پۀ مامه کړه جانانه ~ زېړ رنګ مې ګوره چې مين دربانې يمه باهوپۀ لاس ګوتې پۀ ګوته ~ زرګره ټوله دې يارۍ ته جوړه کړمه بدي دبدوخلکو کار دی ~ څوک
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۵- پیل په ب
بېلتون رښتيادسل مرض دی ~ نه ترې رغېږم نه دستی ورباندې مرمه بېلتون زماکشری وروردی ~ پۀ ميراثه کې رانه يارجلا کوينه بېلتون ښامار پۀ لار کې پروت دی ~ دپاړوګر جانان مې هېرشوۀ منترونه بېلتون ظالم پۀ لارکې
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۴- پیل په ب
بېګاه مې مړ پۀ خوب ليدلې ~ سبامې سرو شونډوپتری نيولی وونه بېګامې يارسره وعده ده ~ دلاس بنګړي مې پۀ لتو تړلي دينه بېګانۍ شپه بۀ بيا رانۀ شي ~ چې درسته شپۀ ديار غېږ کې شرنګېدمه بېلتانۀ بېل پسې راوخست ~
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۳- پیل په ب
بوړی ډک پۀ اوږو کېږده ~ دښمنان ډېردي چې ډاډه درپسې ځمه بوی بۀ دې نۀ کړم ښکلي ګله ~ چې دکارګان پۀ خواکې ځاله اچوينه بوی دزلفانودې لګېږي ~ خلک ګمان پرې دخوتن دمشکوکړينه بهاريې ياره ټول خزان دی ~ پۀ بېلت
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۲- پیل په ب
بلبل بۀ خدای پۀ ګلو موړ کۀ ~ غمازه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه بلبل بۀ لاړشي باغ بۀ پرېږدي ~ خزان دلاسه بۀ ژړادسوزکوينه بلبل بۀ ولې کوکې نۀ کا ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه بلبل پتنګ کله يو رنګ دي ~
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۱- پیل په ب
باقي بۀ څوک نۀ وي دنيا کې ~ غيردالله نه چې موجودبۀ پۀ کې وينه بالښت دکوره درته راوړه ~ مړوند مې خپل دی نوريې نۀ درلاندې ږدمه بام ته پۀ منډه وختمه ~ يارمې ونه ليدپۀ ژړاراپرېوتمه باڼه چترۍ سترګوته نيسم
Read More » -
پښتو لنډۍ ۱۰- پیل په ب
بابادې ماوژلی نۀ دی ~ چې راته نيسې دزړې ولې بندونه باباکوچيانوته مې ورکړه ~ چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه باباګلان دباغه راوړه ~ زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه بابامې نۀ درکوي ياره ~ لاړشه باباباندې مې وکړ
Read More » -
پښتو لنډۍ ۹- پیل په الف
اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ دبېلتانۀ خنجرپۀ زړۀ وهلی يمه اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ ديارله دره بېنواراغلی يمه اوښکې مې ځي ګرېوان مې لونددی ~ دغم محصل دی دغم برات راته راوړينه اوښکې مې دسيندغوندې بهېږي
Read More » -
پښتو لنډۍ ۸- پیل په الف
اوربل يې بياپۀ مخ راخپورکړ ~ لکه چې ښيزه پۀ باران کې لنده شينه اوربل يې پولې پولې راغی ~ سخ دهغودی چې بۀ يې پولې ورانوينه اوربل يې مادانه وانه کړ ~ دکنډوګي سيلۍ پرې ځان بدناموينه اوردهجران خاورې ايرې
Read More »