پښتو لنډۍ ۱۴- پیل په ب

بېګاه مې مړ پۀ خوب ليدلې ~ سبامې سرو شونډوپتری نيولی وونه
بېګامې يارسره وعده ده ~ دلاس بنګړي مې پۀ لتو تړلي دينه
بېګانۍ شپه بۀ بيا رانۀ شي ~ چې درسته شپۀ ديار غېږ کې شرنګېدمه
بېلتانۀ بېل پسې راوخست ~ چېرته زما ديارۍ بند وؤ وران يې کنه
بېلتانۀ څۀ چارې راوکړې ~ چې تمامي عمر بې ياره تېرومه
بېلتانۀ غرونه پۀ ژړاکړل ~ ځکه دځمکې پۀ سرډکې ولې ځينه
بېلتانۀ نوی ښارابادکړ ~ کۀ څوک دغم سوداکوي ورته دې ځينه
بېلتانۀ وسوم غم ايرې کړم ~ رضادباد ده چې مې هرلورې ته وړينه
بېلتانۀ وسوم هجران چورکړم ~ څودوصال لښکر راځي قيامت بۀ شينه
بېلتون بۀ خدای زده کله راشي ~ زړۀ مې دپاڼې پۀ څېر اوس ورپېدنه
بېلتون پۀ جګه غونډۍ ناست دی ~ قلم پۀ لاس کې دوه مين جلاکوينه
بېلتون پۀ سپين اس باندې سوردی ~ نيزه بازي پۀ مينانوباندې زدۀ کوينه
بېلتون پۀ لويوغرو وراوخوت ~ ماويل څۀ دي دۀ ويل کوردې ورانومه
بېلتون پرما نۀ دی چې ژاړم ~ بيلتون شمال دی هره ونه ښوروينه
بېلتون پۀ تنګه کوڅه راغی ~ ماويل سلام دی ده وې کوردې ورانومه
بېلتون پۀ هر چا مېلمه کېږي ~ پرماچې راشي تېروي مياشتې کلونه
بېلتون پۀ اصل شازاده دی ~ چې هرګړۍ ماته جانان رايادوينه
بېلتون پۀ باندې ډېرکلک دی ~ پۀ عاشقانو تل مدام کوي ظلمونه
بېلتون پۀ لوړوغرونوراغی ~ راکوزيې مه کړي موراولورجلاکوينه
بېلتون پۀ لوی درياب لاهوکړم ~ کښتۍ دوصال ماله راوله مينه
بېلتون پۀ منځ دکوڅې راغی ~ پۀ مينه ګيرهلکان ډزې پۀ کوينه
بېلتون ته وايه لاس دې خلاص دی ~ يارخودې بېل کئ نوردې څۀ له لاسه شينه
بېلتون جګړې لره راغلی ~ ځان له د وسپنې کلاراګرځومه
بېلتون چې شته خوشالې نۀ شته ~ ځکه تمام عمر پۀ غم کې تېرومه
بېلتون خنجرپۀ لاس ولاړدی ~ زۀ ناڅاپي پۀ لاره تلم زخمي يې کړمه
بېلتون خنجرؤدپولادو ~ پۀ زړۀ مې خښ شوعرغړې دوينوکړمه
بېلتون دباب راباندې وکړ ~ زۀ ژړغونی ديارخواته ودرېدمه
بېلتون دزړۀ په سر سوری کړم ~ پۀ تورلحد کې بۀ ښېراورته کومه
بېلتون دزړۀ پۀ سر سوری کړم ~ ځکه مې اوښکې پۀ سپين مخ وهي موجونه
بېلتون دشنې لښتې ګوزاردی ~ رب دې وړوکې جنکۍ ترې وساتينه
بېلتون دغم ګاڼۍ ته ورکړم ~ پۀ ځای دتېلو رانه اوښکې تويوينه
بېل دکښې پۀ ښارراګډ شو ~ نارې وهي چې دوه مين جلاکوينه
بېلتون دمينې سوداګردی ~ داشناقدرپۀ اشناپيداکوينه
بېلتون دې هسې لېونی کړم ~ پۀ غروکې ګرزم خپل پردی نۀ پېژنمه
بېلتون رباب پۀ لاس کې راکړ ~ اوس بې دخيال پۀ ګوتوزۀ وشرنګومه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب