پښتو لنډۍ ۱۶- پیل په ب

باڼۀ دې غشي ديارۍ دي ~ زۀ دې دوروځو پۀ ليندۍ ويشتلی یمه
باور پۀ مامه کړه جانانه ~ زېړ رنګ مې ګوره چې مين دربانې يمه
باهوپۀ لاس ګوتې پۀ ګوته ~ زرګره ټوله دې يارۍ ته جوړه کړمه
بدي دبدوخلکو کار دی ~ څوک چې نېکان وي هغوی بد نۀ قبلوينه
برق يې دمخ له اسمان پاڅېد ~ اور يې زما دزړۀ پۀ ښارولګاونه
بری بۀ راوړي کۀ خدای کاندي ~ ځلمي دننګ جامې پۀ تن ميدانته ځينه
بری بۀ مومې زړۀ دې کلک کړه ~ پۀ بې زړۀتوب بری نۀ شته مينه
بروزي دې ډېره راته راوړه ~ دبېلتانه ځمکه مې ډډې سولوينه
بس کړه پۀ دغه ځای يې پرېږده ~ څوک چې ښايسته اشنا لري غمګين بۀ وينه
بس کړه جانانه جفا پرېږده ~ ستاپۀ جفاباندې ستي بې اوره شومه
بس ده پۀ دې يې فيصله کړئ ~ وطن ترې واخلئ انګرېزوشړئ چې ځينه
بورادګل پۀ ډنډرناست ؤ ~ زړۀ يې سوری ؤتوېدل ترې سرۀ لالونه
بورادګل پۀ مخ مين دی ~ ځکه څيرلی ګرېوان هرځای ګرځوينه
بورادګل پۀ بوی راغی ~ ګل يې بوی نۀ کړ خاريې وخوت تر څنګونه
بيابۀ ياري دچټې نۀ کړم ~ ما چې دچټې ياري کړه رنځوريې کړمه
بېلتون داور له لمبو سوردی ~ ځکه مې رنګ له سوي سکوره بدترشونه
بېلتون دچاسره بد وکړۀ ~ کم اصل يار دې سړي غوڅ کړي اندامونه
بېلتون مې زړۀ ته پانې ورکړې ~ دهرګوزارسره سرې وينې غورځومه
بېرته پۀ تېښته راغلې ياره ~ ستا پۀ يارۍ له بڼې سپکه شوم مينه
بېله بۀ يم بېله بۀ اوسم ~ بېله بۀ ژاړم بېله بۀ اوښکې تويومه
بې ننګي تا وکړه جانانه ~ دجينکوپېغوردې ماته راوستنه
بې ننګي مه کوه جانانه ~ پۀ بې ننګۍ جنګونه چاګټلي دينه
بې وفايارمې زړۀ سوری کړ ~ پۀ تورلحدکې بۀ ښېرې ورته کومه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب