پښتو لنډۍ ۱۰- پیل په ب

بابادې ماوژلی نۀ دی ~ چې راته نيسې دزړې ولې بندونه
باباکوچيانوته مې ورکړه ~ چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه
باباګلان دباغه راوړه ~ زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه
بابامې نۀ درکوي ياره ~ لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه
باباولي پرکندهاردی ~ زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه
بابوټيکس دې بېرته واخله ~ مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه
بابوټيکس دې بېرته واخله ~ زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه
بابوکره زموږ وطن دی ~ جندوله تاته سلامي راغلی يمه
باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي ~ ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه
باچارخصت راکه چې ځمه ~ چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه
باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی ~ جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه
باددبهۍ پۀ کې لګېږي ~ دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه
باددپغمان له لورې راغی ~ زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه
باددخوتن دی راالوتی ~ ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه
باددې پلوله مخه يوسه ~ چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه
بادسبازماقاصد شه ~ زماشيرين اشناته يوسه سلامونه
بادسبايارمې ويښ نه کړې ~ دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه
بادمې ديارله لورې راغی ~ پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه
بادنن له پاسه که ښکې دی ~ بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه
باده پربادمې سلام وايه ~ پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه
باده دخدای روی مې دروړی ~ ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه
باده ديارحالونه راوړه ~ ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه
باده ديارله لورې راشه ~ ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه
باده سلام پۀ جانان وايه ~ هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه
باران داوښکومې ورېږي ~ بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه
باران که اوري باک يې نشته ~ واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه
بارانه ورو ورو واورېږه ~ دمسافرجانان مې نشته دالانونه
باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی ~ ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه
باغ چې دزاغ پۀ حواله شي ~ بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه
باغ له دې تله مناسب نۀ دي ~ پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه
باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي ~ لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه
باغچې دګلوشوې سمسورې ~ باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه
باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو ~ چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه
باغوانه پاڅه چې سهار دی ~ ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه
باغوانه ورشه باغ سوتره که ~ سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب