ګل؛ د ناروغ لپاره تر ټولو ښه ډالۍ

 موږ په یوه اسلامي او سنتي ټولنه کې ژوند کوو او د اسلام په مبارک دین کې د ناروغ پوښتنه کول سنت عمل دی. زموږ په ټولنه کې تر ډېره دود دا دی، کله چې د ناروغ پوښتنې ته ورځو، نو هرو مرو له ځان سره مېوه، د مېوې اوبه او یا بل مناسب شی وړو، خو تر دې ټولو غوره ډالۍ د ناروغ لپاره د ګلو ګېډۍ ده.( د ژباړن خبرې)

د راجرز پوهنتون (Rogers university) څېړونکو اوس دا په ګوته کړې چې نارغ ته د ډالۍ په توګه د ګل وړل د هغه د ارامۍ، خوښۍ، تازګۍ او د غم د له منځه تلو لامل کېږي.

د دغه پوهنتون مشهور اروا پوه پروفسور”جنت هاویلنډ جونز” وايي ناروغ ته په ګل ور وړلو کې تر ټولو په زړه پورې ټکی دا دی چې کله د ناروغ سترګې په ګل لګېږي، نو د ګل رنګ، بوی او تازه ګي د دې لامل کېږي چې هغه له نا معتدل روحي حالت څخه خپل اصلي حالت ته را وګرځي.

د څېړونکو دغه ډله وایي، ګل او په ټوله کې شنو شیانو ته کتل د ناروغ روحي حالت ته بدلون ورکوي او د دې لامل کېږي چې د ناروغ په شونډو مسکا خوره شي. دوی همدار راز وایي هغه کسان چې د هغوی په شاوخوا کې شنه بوټي او ګلان ليدل کېږي ډېر کم یې پر ناروغیو اخته کېږي.

روغتیا پالان او ارواپوهان سپارښتنه کوي چې ناروغ ته د ورتلو پر وخت هرو مرو یو ګل او یا هم د ګلو یوه ګېډۍ له ځان سره ولرئ، تر څو ناروغ یې په لیدلو د خوښۍ احساس وکړي.

ګل باید څه ډول او څه رنګ وي؟

هغه ګلان چې سپین او بنفش رنګ لري، ناروغ ته د ارامۍ احساس ورکوي، خو تر ډېره دغه څه په موسم پورې هم تړلې خبره ده؛ که د سپرلي موسم وي، هڅه وکړئ داسې ګلان چې ګرد او تېز بوی ولري او ډېر کله د حساسیت لامل کېږي د ناروغ لپاره مه وړئ.

په زړه پورې کتاب، چې وکولی شي ناروغ یې په لوستلو د خوښۍ احساس وکړي او یو څو ساعتونه یې په خوښۍ تېر شي هم د ګل په څېر د یوې ښې ډالۍ بدیل کېدای شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب